غزل/افسانه غزل

نه ستا له درده ، خو له بله درده مرم سکروټې
دا مې ملهم دی راته راکړه لږ زخم سکروټې

کمزوري نه یم ،راشه ، بل امتخان هم درکړمه
ته صرف را ګوره زه په لپو درته خورم سکروټې

ادامه نوشته

غزل : جلال امرخیل



زه او ګلاب او سمندر او لمر او ته او غزل
ستا محبت راته راکړي هر ، هر څه او غزل

ادامه نوشته

مينتوب نه دى بس دا خپله ساده ګي ده زما (هجرت الله اختیار)

هغه په دې باندې لا نه پوهېږي
چې چا ته نظم او غزل ليکل په څه مانا وي؟
هغې به مينه شايد نه وي کړي
او که يې کړي وي، نو زړه نه به تر زړه مينه وه

ادامه نوشته

د شاعرانو بیلابېل بیتونه


تل کوي وعده خو اکثر نه راځي
نور مې په دې ښکلو باور نه راځي

دا افغانستان دى څه دوزخ نه دى
دلته دي وګړي د شر نه راځي
افغانزوی

ادامه نوشته

غزل محمد اسرار اتل

په ګودر تنده د ځیګر ماتیږي
زما توبه هر ماذیګر ماتیږي

ما ویل ولې ښاریی ته نه ځی
مجنون ویل چې هلته سر ماتیږي

ادامه نوشته

غزل شرر ساپی

زړه ته مې د کومې نازولې ښکلا پریوته
یا په خطا پریوته ، یا ښه وارخطا پریوته

ما پسې لاس پورته کړل ،شاید چې زه به ګرم ومه
بېرته مې له لاسونه ګریوان ته ښیرا پریوته

ادامه نوشته

د جلال امرخیل صیب دوه غزلی

که تور ماښام یم ، که منظر د مازیګر ښکارم
هر څه چې ښکارم ستا د مینې په اثر ښکارم

دوه څاڅکو اوښکو مې بلا جینکۍ تیرویستې
زه نوره دښته یم خو دوی ته شین ګودر ښکارم

ادامه نوشته

د ګوهر وزیر ښکلی غزل

د زړۀ اؤ غشي چې پۀ هر ديوال نشان جوړوي
دا لېونے جوړې تصوير د خپل ارمان جوړوي

اخر به دا ســـړے ضـرور يو انقلاب راولي
دا چې کوڅه پۀ کوڅه ګرزي اؤ ياران جوړوي

ادامه نوشته

محسنی بی پروا

نه کړي اظهار سترګې


نه کړي انکار سترګې

ادامه نوشته

شاداب



بې له یوې بوسې دې څه راکړي
مانه دوه واخله چې کاته ختمه شي
شاداب

غزل '''جلال امرخېل

ډېر خلک به ما غوندې ګمنام شي ، چې ماښام شي
دا مرض به دلته سرعام شي ، چې ماښام شي

ادامه نوشته

غزل... محسنی بی پروا


تندیه مات شی کړیدلی ښه یی
نه شته قرار دی ځوریدلی ښه یی

ادامه نوشته

غزل""سید شاه ( سعود)

ته چـــــــې نه یې د ژوند کار کولای نه شم

 راشــــــــــــه راشـــــــــه انتظار کولای نه شم

ادامه نوشته

غزل..لطیف الله

انسانان راته ماران، ماران ښکاریږي
په هېنداره کې له ځانه هم ډارېږم

ادامه نوشته

غزل..مجيد کرار

تور انبار د څڼو ستا په ټټر پروت دی
په مکه د حبشیانو لښکر پروت دی

سپېره زړه دا ستا د عشق تر بلوا وروسته
لکه خړ، غربت وهلی شلګر پروت دی
ادامه نوشته

پرخه " اجمل اند

نه ځم خو خندا د مست ګودر مــــې وړي
غېږه کې مې واخلي مازيګر مـــــې وړي

پرخه يم غاټوله! ستا په سيــــمــــــــــه يم
ومې نغاړه پټه مې کړه لمــــــــر مې وړي

وامې خله ما ټول سترګــــو ته پورته کړه
تاو رانه لاسونه کـــــــــړه لښکر مې وړي

ښاخ ددنګ نښتر ســــيلاب اخيستی يم
ځګ سره مې غاړه کــړي په سر مې وړي

قلندرې !!!! جلال امرخېل

قلندرې ! زړه مې خپل وجود کې تنګ دی
قلندرې ! يو عذاب راباندې خور دی
جل وهلي رانه تمه د درياب کړي
خو زه دښته يم ، سراب راباندې خور دی
ادامه نوشته

نظم .. عصمت (منصور خان)

نظم
..
شیرینې یاد دې درته
هغه باران چې تیز و
بیا چې ګلی شروع شوه

ادامه نوشته

غزل :عبدالمالک بېکسیار

درد به لري، څه بېماري به لري
ژاړي چې څوک، څه ناچاري به لري

چې عمر پس هم پرما ونه سوزېد
زړه دکوم چاانتحاري به لري
ادامه نوشته