د جلال امرخیل صیب دوه غزلی
که تور ماښام یم ، که منظر د مازیګر ښکارم
هر څه چې ښکارم ستا د مینې په اثر ښکارم
دوه څاڅکو اوښکو مې بلا جینکۍ تیرویستې
زه نوره دښته یم خو دوی ته شین ګودر ښکارم
د دریاب ما سره بدي ده ، چې ورډوب کړم ځان
څو شیبې وروسته بیا د تورو غرو پر سر ښکارم
بس خو د سترګو له شناخت نه اخوا هیڅ نه یم
زه بس همدغه یم چې تا ته په نظر ښکارم
مخالفت له مې لښکرې سازوي یاران
نه یم، خو ښه شوه دا چې دوی ته زورور ښکارم
د ټکو ځای مې وړاندې وروسته سره څه کړ چې
چا ته شاعر ښکارم او چا ته جادوګر ښکارم
ما ته یې ویل جلاله ! ما نه مرور ښکارې
ما ورته ویل نه ، له خپل ځان نه مرور ښکارم
غزل
په سترګو ړوند نه یم خو سترګې غړولی نه شم
سترګې دې جار شم په سرو سترګو درکتلی نه شم
لکه د ونې که له ځایه خوځیدلی نه شم
لکه اوبه هم پر هر لوري بهیدلی نه شم
د زړه درزا مې که در رسي راواپس شه ګلې
ژوند لکه دښته ، غږ له ویرې درکولی نه شم
نه زه خوشحال یم او نه مینه بدرګه راسره
تک تنها خو پر خونکارو لارو تللی نه شم
دغه خنجر مې پر زړه ښه دی ما بیداره ساتي
دغه خنجر چې مې له زړه څخه ویستلی نه شم
دنیا بدله شوه ، څهرې په یو نظر کې ښکاري
جامې خو څه ، ځان په کفن کې پټولی نه شم
مور مې ویل چې زه مړه کیږم ته مې سر ته ژاړې
جلاله زه خو دې په دې حالت لیدلی نه شم

+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې