د نوی کال به زره بوری تصویر وگوری

په سینه کې په درزا مې دی ګوګل جانانه راشه
زما نه لری ،لری مه ځه زمـا خپل جــــانانه راشه
تـــــــر څو به داســــــې لرې لرې ګـــــرځو لــــیونۍ
نوی کال هم رانـــږدی دی د کابل جـــــانانه راشه
په شیبو،شیبو باران وی او زه خواکی د لیلا وی
لکه داسی ښکلی مینه کل جهان کې د هر چا وی
چــــې نــــه جـــــدایې او نه بیلتون وای مـــنځ کــــې
له یو بل سره مو مینه هـر طـــرف ته بس وفـــــا وی
تاته پته نشته چې څومره زه تنــــــها یــــــم
خاموش یمه ، غــمجن یم پــــــه ســــودا یم
زه د مــــــــرګ تـمنـــا نه کــــــــــوم جــــــانانه
خاموش جسد یم،د خاموشۍ یوه رڼا یــم
نه مې کوم ارمـــــان او یوه هــــــــــم تمــــــــــنا نشته
اوس په مـــــرګ زمـــــــا کــــــــومه پروا نشتـــــــــــه
کیدای شي چـې په مــــرګ مې شي خوشــــــــحاله
په ژوندون مې کوم خــواهش اوس د ســـبا نشته
تاسـره مــــــــې ژوند یـــــــــــوه آرزو او تمنــــــــــا وه
اوس د خاورو لاندی کومه بله مې سـودا نشـــته
څه به درکـــړي اوس جــــانان ســــره هـــیڅ نشتـــه
خالی کفن کی پروت یم د هیچ راسره دعــا نشته
ساگر
ما لیدلی دی دردونه مین توب کی
ما لیدلی دی غمونه زلمیتوب کی
چی شی مین بیا ببر سر سیری گریوان وی
ما لیدلی گریوانونه لیونتوب کی
غزل
مات شي نه پاتېږي که هر څومره په قراره وي
دلته د هر چا زړه چې صفا لکه هنداره وي
ستوري نه دي سترګې دي بس دا چې ورته ګورو موږ
دوى هم لاره څاري انتظار د چا لپاره وي
دا زلمى خاونده د هغې لپاره روغ لره
چا چې يې تر شا پسې کتلي په څو واره وي
چيرته چې زه کېنمه يوازې تا په زړه کړمه
هلته، چې قسم ده ډېوه بله تر سهاره وي
اوښکې کوچۍ پلوري د غريب خاوند لپاره نن
کومه جنۍ شته چې د غميو خريداره وي؟
یو جهان مننه له اغلی سمیرا خور سخه