نه کړي اظهار سترګې

نه کړي انکار سترګې

 

غم ترینه جوړ نه شي

تورې سینګار سترګې

 

سترګی چی اوګوري

نه کوي وار سترګې

 

سترګی خو سترګی وي

سترګو نه ځار سترګی

 

زړه خو لبیک وایي

نه مني پیار سترګې

 

په مونږه څه کوي

زمونږ د یار سترګې

 

محسني ګل مې کړي

سمی بهار سترګې