تندیه مات شی کړیدلی ښه یی
نه شته قرار دی ځوریدلی ښه یی

چیرته چی غم دی هغه ستا په سر دی
د غم لمبو کی سوځیدلی ښه یی

واړه زاړه درباندی لوبی کوي
د اختر ټال یی زنګیدلی ښه یی

کله دی هم خوشالي ونه لیده
ټول اوښکی اوښکی ژړیدلی ښه یی

د محسنی خواره سپیره ګریوانه
تل یی په اوښکو لمبیدلی ښه یی