چين : د ۶ كليو خالصو سرو زرو څخه جنتري جوړه شوه

چين بيجينګ : د هر سړي لپاره يوه خاصه ورځ قيمتي وي مګر دلته خو راروان كال ټول قيمتي دي.هاهاهاهاهاها

چينايې كمپنۍ د ۲۰۱۱ كال د رارسيدو په خاطر د ۶ كيلو خالصو سرو څخه جنتري جوړه كړې ده.

دغه جنتري ۶۴ متره اوږدوالې او ۴۰ متره لنډوالې لري او د دغې جنتري شپږ لكه اته پنځوس زره څلور سوه ډالر (۴۰۰,۶۵۸) قيمت دى.

د تمباكو د لوخړې له امله هر كال ۶ لكه خلك وژل كيږي

د رپوټونو له مخې په نړۍ كې د تمباكو د لوخړې(لوګي) له امله هر كال ۶ لكه خلك وژل كيږي.

دا خبره  دامريكا دخبرتيا ادارې كړې ده.

دپلټنو له مخې په ۲۰۰۴ كال كې د ۱۹۲ هېوادونو د حساب له مخې ۴۰ فيسده ماشومان،۳۳ فيسده سړي او۳۵ فيسده ښځې د تمباكو د لوخړې له لاسه وژل شوې وې .

رپوټونه وايي  وژل شوي  خلك هغه كسان دي چې په خپله سګرټ نه څښوي مګر د سګرټ د لوګي له امله وژل كيږي.

په افريقا كې هر كال ۴۳۳۷۵ماشومان د سګرټ د لوګي  له امله خپل ژوند له لاسه وركوي چې په دوى كې ۹۵۱۴ بالغ كسان دي .

همدارنګه د رپوټونو له مخې په دنيا كې هر كال ۵۱ لكه خلك د تمباكو د نېشې له امله وژل كيږي.

د سروباتينګړو اوبه، هډوكي له ماتېدو ژغوري

ايمل نتلى

ميونخ، سپوږمۍ : د سروه باتينګړو(رومي بانجانو) په  ګټو هيڅوك سترګې نشي پټولاى. د وزن د كمولو تر څنګ رنګ هم تازه كوي. اوس روغتيا پوهانو دا حقيقت هم  وموند چې د سرو باتينګړو اوبه د هډوكو د بندونو او دردونو  لپاره ډېرې ګټورې دي.

دروغتيا پوهانو وينا ده كه غواړى، چې د هډونو له ماتېدو څخه ځان وژغورئ، نو په ورځ كې دوه پيالې د سرو باتينګړو  اوبه وڅښئ.

د هډونو د ناروغيو څېړندويان وايي، چې په سرو باتينګړو كې يوه ځانګړې ماده (لايكوپين) موندل كيږي چې  هډوكي له ماتېدو څخه ساتي.

د يادونې وړ ده، چې سره باتينګړ په لومړي ځل په امريكا كې موندل شوي او وروسته د نړۍ نورو برخو ته لېږدول شوي دي. په پښتو كې د سرو باتينګړو لپاره د (روميانو، پمودرو، باتينګړو، بانجانو، ټماټرو، سره بانجانو...) كلمې هم كارول كيږي.

د ژاولى څخه  عكسونه جوړ شوي 

واشنگټن : له ژاولى څخه خو هر څوك د خولې په واسطه پوكاڼۍ كوي،مګر دلته قيصه بل خوا لاړه يو كاناډايې فن كار Jason kronenwald   د ژاولى څخه مشهورى څيرى رسمى كړي دي.

او په دغه عكسونو كې هيڅ قسم رنګ يا كوم بل څه نه دى استعمال شوى ،او همدارنګه Jason په نړۍ كې اولين كس دى چې په ژاوله يې داسى كمالات خودلي دي.

ولوله ( لالهاند

بـيګا لـكـه چـې سـترگـې جـنـگـول دې زده كـول

د مـيـنـې پـه زانـگـو كـې زنـگـيـدل دې زده كـول

سهار نـه تـر ماښام دې نـن بـل كار لكه چې نه وْ

زمــا  پــه  مــــــيـن  زړه  راوريـــدل  دې  زده كـول

ايـله بيله چې ته د ځان بايـلـلو ته تيار شوې

زړگـيـه !  لـه  سـيـنـې  نـه  الـوتـل  دې  زده كــول

ريښتيا ووايه څنګه په ما خوار دې مينه راغله؟

كـه  هـسـې  د سـاده زړه  غـولـول  دې  زده كـول

ژړا  ســره  بـلـد  د ولولې  زهـــــيـر  زړگـــــــيه !

د چـا لـه تـنـكـو شـونـډو خـنـدېدل دې زده كـول

ممبئي: پرينكا چوپړا يو عاشق پيري تنګه كړى ده

ممبئي: پرينكا چوپړا يو عاشق پيري تنګه كړى ده

د بالى ووډ ښكلى اداكارې پرينكا چوپړا چې د خپل نوي فلم ډان ټو (Don 2) د شوټينګ لپاره برلين كې ده.

وايې چې په دې ورځو كې يې يو عاشق پيرې چې د دې پخوانى عاشق دى د هغې څخه ډېرپه تنګه ده اوپرينكا چوپړا وايې دغه پيرى ما د شوټينګ پر وخت هم تنګوي.

دپرينكا په وينادې نه مخكې هم يوځل دغه پيري په ممبئي ښار كې په تنګه كړې وه.

چې له امله يې پوليس هم خبر كړي ؤ مګر پوليسو ونشو كولاى چې هغه ونيسي.هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها

او پرينكا يو ځل بيا د دې پيري څخه د خلاصون لارې لټوي.

دا خندا په دې راغله چې پيرې هم كله چا نيولې دې يا خو پرينكا ليونۍ ده يا موږ ليوني كوي.

واشنګټن: اوباما د باسكيټ بال په لوبه كې زخمي شو

د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د باسكيټ بال لوبه كوله چې د لوبې په دوران كې د مخالف لوري لخوا په شونډه وويشتل شو او ټپي شو.

له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه كې ويل شوي چې اوباما له خپلو ملګرو سره د باسكيټ بال لوبه كوله، چې په همدې وخت كې د مخالف لوري له لوبغاړي څخه ولګيد او زخمي شو.

ادامه نوشته

شاه رخ خان ته د سګريټ څښلواجازت وركړل شو

په برلين كې د هندوستان مشهور فلمي لوبغاړي ته د سګريټ څښلو اجازه وركړل شوه خو شرط يې دادى چې فقط تر خپلې كوټې پورې به يې څښوي.

شاه رخ خان  له دوه مياشتو راهيسي په جرمني كې  پر خپل نوي فلم (ډان ټو شوټنګ) باندې مصروف دى.


ادامه نوشته