د شاعرانو بیلابېل بیتونه
تل کوي وعده خو اکثر نه راځي
نور مې په دې ښکلو باور نه راځي
دا افغانستان دى څه دوزخ نه دى
دلته دي وګړي د شر نه راځي
افغانزوی
ما ورته یو وخت د زړه ور پرانیسته
دا پکې کوربه شو بهر نه راځي
نادر دانش
دلته خو د شر خلک راغلي دی
امن چې راوړی هغه سر نه راځی
باز محمد عابد
شپږ ځلی راپاڅیدم ویده شومه
شپه څومره اوږده شوه سحر نه راځي
محسنی بی پروا
تاته نه ویل ځکه اسانه دي
تاته یی جانانه ضررنه راځی
ارشاد رغاند
ما خو ته له خپل حاله خبر کړلي
ستا د ښې او بدې خبر نه راځي
نادر دانش
ستا ځواني چې کټه مټه جوړه کړم
ډېر په خواشینۍ دا هنر نه راځي
عبدالهادی احمدزی
لار كه ګاونډيه درته و تړم
بيا به دي له كوره ضرر نه راځي
افغانزوی
دا ماره جینی به څنګه خپله کړم
هیڅ یی د نیولو منترنه راځی
ارشاد رغاند
سخت دی انتظار به یې ما ووژني
ښکلی یار له کوره بهر نه راځي
محمدالله کمال
دا، چې مې جانان رانه جدا شولو
لا مې هم ملګرو باور نه راځي
سردارولي څرک
اوس یی چي کوژدنه نیږدی شوی ده
اوس مو دومره خوا ته سنګر نه راځی(خالدسنګر زما جانانه یار،یادوم)
ارشاد رغاند
څنګه دي پخلا کړم ، څنګ دې خپل کړمه
ماته د عشق دا یو هنر نه راځي
نادر دانش
سم ورپسې ړونډ شومه چې دا ولې
ښکلي مې تر څنګ په نظر نه راځي
باز محمد عابد
ما ورته منګی په کاڼو ویشتی دی
بیا به لیونۍ په ګودر نه راځي
خپلواک سادات
كور مو تل برباد اسلام اباد غواړي
هيڅ له بلې خوانه خطر نه راځي
افغانزوی
ځي زمونږ له کلي ښکلى کډه کړي
دلته به رقيب اوس په شر نه راځي
عادل عزیزي
نور مې زړه کې ځاې ورپاتې نه شولو
نور دې د بڼو دا لښکر نه راځي
باز محمد عابد
اوس خو بلاګانی مونږ نه تاوي دي
دلته اوس یارانو اختر نه راځي
عنایت صافی
غواړي شعور، پوهه د وطن مينه
سوله په دعا په منتر نه راځي
افغانزوی
چا ته مې چې واک د زړه ورکړې دې
دلته ولې هغه بشر نه راځی
یاسین شفق
دی مشاعری ته دی عابد صیبه!
پوه نه یی،چی ولی شرر نه راځی؟
ارشاد رغاند
ټول د غم خبرونه ازانګې کوي
هیڅ د خوشحاليو خبر نه راځی
باز محمد عابد
ټول دیوال مې لیکې لیکې لیکې کړ
ولې مې اشنا له سفر نه راځي
یاسین شفق
نن سحر کارغه په بلى ونه خوت
خدايږو چې نن بيا مې دلبر نه راځي
عادل عزیزي
لاړی هواګیره شوی چی نه ښکاری
لاسو ته دی ګرانی وزر نه راځي
محسنی بی پروا
وران يې كړ بودا، خو بودا مړ نه دى
دلته دي تورمخى آذر نه راځي
افغانزوی
ډیر يې پروازونه پسې کړی دی
پنجو ته د باز خو کوتر نه راځی
باز عابد
وايي چې درځمه انتظار کوه
چا وې چې په کلي سحر نه راځي
عادل عزیزي
خدایه چی ملګري په کی ووینم
چل د یارانی او اشر نه راځي
محسنی بی پروا
نه یې خبر ! ډېر بې مینې شوي دي
اوس دهغو ښکلو خبر نه راځي
عزت الله شمسزی
بازه دا ډېره موده وشوه خدایږو
پر ما دې سیوری د وزر نه راځي
غني هاشمي
واه عابده اوس هغه وخت چېرته دی
اوس یې ټیلفون شین سحر نه راځي
عزت الله شمسزی
اوس لکه چې زه جانان هیر کړی یم
څړيکې چې مې اوس په پرهر نه راځي
بازمحمد عابد
زه د خپلې خاورې سكه زوى يمه
جبر دي پر ما د پلندر نه راځي
افغانزوی
تورتمه ښه پکې بېغمه اوسه
دې چم ته نور هیځکله لمر نه راځي
غني هاشمي
ډیر می ورته ولیدل د غره له سر
نن چی ولی دا مازیګر نه راځي؟
محسنی بی پروا
اوس یې په مسیج کې هغه خوند نه شته
زړه به دې د ګوتو تر سر نه راځي
عزت الله شمسزی
يار ته مې د سوال لمنه ونيوه
کلي ته زمونږ په چکر نه راځي
نقیب للمه وال
چیغې د هر چا تر اسمان پورته شوې
نور دې په دې کلي شمر نه راځي
محمدالله کمال
ځار تر افغانانو افغانزويه! شم
څوك دي په دې منځ كې خنجر نه راځي
افغانزوی
زه په ننګرهار کی ورته ناست یمه
یار می لوګری له لوګر نه راځي
محسنی بی پروا
وه پښتنو ويښ شئ، رابيدار شئ نور
((تاسې ته خو بل پيغمبر نه راځي))
سردارولي څرک
لـس دقیـقې وخـت لري تـر بـم پورې
ښه پوه دی چې مړشي مګر نه راځي
ایمل عبدالله
مينه قرباني غواړي سر ځي پکې
چا ويل چې په عشق کې خطر نه راځي
نقیب للمه وال
ښکلي چې له ښــاره حرکت وکړي
کوز کلي ته راشي خو بر نه راځي
ایمل عبدالله
ځه يوه خولګى دې که نن راکړله
ځه ياره ستا دومره ضرر نه راځي
عادل عزیزي
ښه په اراده باندې راغلی وي
مرګ ته زما ښکلی اوتر نه راځی
باز عابد
سترګې مې دې لارې ته نور ستړې شوې
يار بېرته واپس له گودر نه راځي
نقیب للمه وال
غواړي سين د ژوند د زيار همت غوټې
ځكه خو دي لاس ته ګوهر نه راځي
افغانزوی
زړه كې مې بهېږي د لمبو چينې
كور ته مې اوبه د كوثر نه راځي
افغانزوی
ماخو لیونی کړی تری بی حاله شم
تاباندی یی ولی اثر نه راځي ؟
یه محسنی بس یی کړه اوږده شوله
سرباندی دی ولی چکر نه راځي
محسنی بی پروا
بس دی چې ددې نه بهـتر نه راځي
نـوره دې لــدې نه بدتر نـه راځـي
ایمل عبدالله
څو چې د وحدت پر ټغر نه راځي
هيڅ كرار به هم لر او بر نه راځي
افغانزوی
زه مې زړه ته ټیټ خلک هیڅ نه پرېږدم
ځکه چې جومات ته خو خر نه راځي
غني هاشمي
زه دې انتظار کې زلمی زوړ شومه
ستا ولې ګلان په ټټر نه راځي
خپلواک سادات
دا خلک خو ښه راباندی نه لګي
تاته می جانانه قهر نه راځي
محسنی بی پروا
مونږ خو هر یو شعر لنډ ویلی وو
مړه خو ستا پای د ټغر نه راځي
خپلواک سادات
ماخو ورته وینی د زړه ورکړلی
ولی می دا باغ په ثمر نه راځي
محسنی بی پروا
پنجه کې یې زړه د چا نیولی وي
باز د محبت په وزر نه زاځي
سید شاه سعود
نور مي هر څوک د حال پوښتنه کړي
بس یو هغه دی مرور نه راځي
بوریوال کاکړ
وایم، وایم، وایم خو «نــه» نه وايي
وايي، وايي، وايي مګر نه راځ
غنی هاشمي
نور مې په دې ښکلو باور نه راځي
دا افغانستان دى څه دوزخ نه دى
دلته دي وګړي د شر نه راځي
افغانزوی
ما ورته یو وخت د زړه ور پرانیسته
دا پکې کوربه شو بهر نه راځي
نادر دانش
دلته خو د شر خلک راغلي دی
امن چې راوړی هغه سر نه راځی
باز محمد عابد
شپږ ځلی راپاڅیدم ویده شومه
شپه څومره اوږده شوه سحر نه راځي
محسنی بی پروا
تاته نه ویل ځکه اسانه دي
تاته یی جانانه ضررنه راځی
ارشاد رغاند
ما خو ته له خپل حاله خبر کړلي
ستا د ښې او بدې خبر نه راځي
نادر دانش
ستا ځواني چې کټه مټه جوړه کړم
ډېر په خواشینۍ دا هنر نه راځي
عبدالهادی احمدزی
لار كه ګاونډيه درته و تړم
بيا به دي له كوره ضرر نه راځي
افغانزوی
دا ماره جینی به څنګه خپله کړم
هیڅ یی د نیولو منترنه راځی
ارشاد رغاند
سخت دی انتظار به یې ما ووژني
ښکلی یار له کوره بهر نه راځي
محمدالله کمال
دا، چې مې جانان رانه جدا شولو
لا مې هم ملګرو باور نه راځي
سردارولي څرک
اوس یی چي کوژدنه نیږدی شوی ده
اوس مو دومره خوا ته سنګر نه راځی(خالدسنګر زما جانانه یار،یادوم)
ارشاد رغاند
څنګه دي پخلا کړم ، څنګ دې خپل کړمه
ماته د عشق دا یو هنر نه راځي
نادر دانش
سم ورپسې ړونډ شومه چې دا ولې
ښکلي مې تر څنګ په نظر نه راځي
باز محمد عابد
ما ورته منګی په کاڼو ویشتی دی
بیا به لیونۍ په ګودر نه راځي
خپلواک سادات
كور مو تل برباد اسلام اباد غواړي
هيڅ له بلې خوانه خطر نه راځي
افغانزوی
ځي زمونږ له کلي ښکلى کډه کړي
دلته به رقيب اوس په شر نه راځي
عادل عزیزي
نور مې زړه کې ځاې ورپاتې نه شولو
نور دې د بڼو دا لښکر نه راځي
باز محمد عابد
اوس خو بلاګانی مونږ نه تاوي دي
دلته اوس یارانو اختر نه راځي
عنایت صافی
غواړي شعور، پوهه د وطن مينه
سوله په دعا په منتر نه راځي
افغانزوی
چا ته مې چې واک د زړه ورکړې دې
دلته ولې هغه بشر نه راځی
یاسین شفق
دی مشاعری ته دی عابد صیبه!
پوه نه یی،چی ولی شرر نه راځی؟
ارشاد رغاند
ټول د غم خبرونه ازانګې کوي
هیڅ د خوشحاليو خبر نه راځی
باز محمد عابد
ټول دیوال مې لیکې لیکې لیکې کړ
ولې مې اشنا له سفر نه راځي
یاسین شفق
نن سحر کارغه په بلى ونه خوت
خدايږو چې نن بيا مې دلبر نه راځي
عادل عزیزي
لاړی هواګیره شوی چی نه ښکاری
لاسو ته دی ګرانی وزر نه راځي
محسنی بی پروا
وران يې كړ بودا، خو بودا مړ نه دى
دلته دي تورمخى آذر نه راځي
افغانزوی
ډیر يې پروازونه پسې کړی دی
پنجو ته د باز خو کوتر نه راځی
باز عابد
وايي چې درځمه انتظار کوه
چا وې چې په کلي سحر نه راځي
عادل عزیزي
خدایه چی ملګري په کی ووینم
چل د یارانی او اشر نه راځي
محسنی بی پروا
نه یې خبر ! ډېر بې مینې شوي دي
اوس دهغو ښکلو خبر نه راځي
عزت الله شمسزی
بازه دا ډېره موده وشوه خدایږو
پر ما دې سیوری د وزر نه راځي
غني هاشمي
واه عابده اوس هغه وخت چېرته دی
اوس یې ټیلفون شین سحر نه راځي
عزت الله شمسزی
اوس لکه چې زه جانان هیر کړی یم
څړيکې چې مې اوس په پرهر نه راځي
بازمحمد عابد
زه د خپلې خاورې سكه زوى يمه
جبر دي پر ما د پلندر نه راځي
افغانزوی
تورتمه ښه پکې بېغمه اوسه
دې چم ته نور هیځکله لمر نه راځي
غني هاشمي
ډیر می ورته ولیدل د غره له سر
نن چی ولی دا مازیګر نه راځي؟
محسنی بی پروا
اوس یې په مسیج کې هغه خوند نه شته
زړه به دې د ګوتو تر سر نه راځي
عزت الله شمسزی
يار ته مې د سوال لمنه ونيوه
کلي ته زمونږ په چکر نه راځي
نقیب للمه وال
چیغې د هر چا تر اسمان پورته شوې
نور دې په دې کلي شمر نه راځي
محمدالله کمال
ځار تر افغانانو افغانزويه! شم
څوك دي په دې منځ كې خنجر نه راځي
افغانزوی
زه په ننګرهار کی ورته ناست یمه
یار می لوګری له لوګر نه راځي
محسنی بی پروا
وه پښتنو ويښ شئ، رابيدار شئ نور
((تاسې ته خو بل پيغمبر نه راځي))
سردارولي څرک
لـس دقیـقې وخـت لري تـر بـم پورې
ښه پوه دی چې مړشي مګر نه راځي
ایمل عبدالله
مينه قرباني غواړي سر ځي پکې
چا ويل چې په عشق کې خطر نه راځي
نقیب للمه وال
ښکلي چې له ښــاره حرکت وکړي
کوز کلي ته راشي خو بر نه راځي
ایمل عبدالله
ځه يوه خولګى دې که نن راکړله
ځه ياره ستا دومره ضرر نه راځي
عادل عزیزي
ښه په اراده باندې راغلی وي
مرګ ته زما ښکلی اوتر نه راځی
باز عابد
سترګې مې دې لارې ته نور ستړې شوې
يار بېرته واپس له گودر نه راځي
نقیب للمه وال
غواړي سين د ژوند د زيار همت غوټې
ځكه خو دي لاس ته ګوهر نه راځي
افغانزوی
زړه كې مې بهېږي د لمبو چينې
كور ته مې اوبه د كوثر نه راځي
افغانزوی
ماخو لیونی کړی تری بی حاله شم
تاباندی یی ولی اثر نه راځي ؟
یه محسنی بس یی کړه اوږده شوله
سرباندی دی ولی چکر نه راځي
محسنی بی پروا
بس دی چې ددې نه بهـتر نه راځي
نـوره دې لــدې نه بدتر نـه راځـي
ایمل عبدالله
څو چې د وحدت پر ټغر نه راځي
هيڅ كرار به هم لر او بر نه راځي
افغانزوی
زه مې زړه ته ټیټ خلک هیڅ نه پرېږدم
ځکه چې جومات ته خو خر نه راځي
غني هاشمي
زه دې انتظار کې زلمی زوړ شومه
ستا ولې ګلان په ټټر نه راځي
خپلواک سادات
دا خلک خو ښه راباندی نه لګي
تاته می جانانه قهر نه راځي
محسنی بی پروا
مونږ خو هر یو شعر لنډ ویلی وو
مړه خو ستا پای د ټغر نه راځي
خپلواک سادات
ماخو ورته وینی د زړه ورکړلی
ولی می دا باغ په ثمر نه راځي
محسنی بی پروا
پنجه کې یې زړه د چا نیولی وي
باز د محبت په وزر نه زاځي
سید شاه سعود
نور مي هر څوک د حال پوښتنه کړي
بس یو هغه دی مرور نه راځي
بوریوال کاکړ
وایم، وایم، وایم خو «نــه» نه وايي
وايي، وايي، وايي مګر نه راځ
غنی هاشمي
+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې