۳۰۰ كرښې (منګل) دويمه برخه
۲۶ کرښه : هغه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې په تلو،تلو کې دې مخ راواړه و،اودې ویل چې زما جنت ته زړه کیږي زه نوره له ژوندنه ستړي یم، خو له تا هیره وه چې د ژوند له تیره ولو به ورسته الله (ج) تا ته جنت در کړي
۲۶ کرښه : هغه ورځ مې اوس هم په یاد ده چې په تلو،تلو کې دې مخ راواړه و،اودې ویل چې زما جنت ته زړه کیږي زه نوره له ژوندنه ستړي یم، خو له تا هیره وه چې د ژوند له تیره ولو به ورسته الله (ج) تا ته جنت در کړي
يادونه : دغه ليكنه له يوې ايرانۍ وېبپاڼې څخه را اخيستل شوې او وروسته بياله پاړسي څخه پرپښتواړول شوې ده . موخه مې داده ، چې ددې ليكنې معلومات مانه دي راټول كړي يوازې ژباړه مې كړې اوهغه مهال ، چې ماداليكنه ژباړله زه يې پردې حيرانولم اوله واقعيت څخه مې لرې ګڼله خوښايي حقيقت ولري.
د ساینس اوتخنیک له پرمختګ سره د نړۍ په وړاندې تللو هېوادو کې هره ورځ نوي ـ نوي ساینسي زېږېدنې کېږي او په هره زېږېدنه د هماغه هېواد د ژبې يو نوم ايښودل کېږي او بیا دا د علم نوې پېغله له خپل نامه سره بل هېواد ته ودېږي او هلته مېشتېږي . که وروسته پاتې هېوادو ژبې پټه خوله پاتې شي
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې پنجشنبې ورځې په غونډه کې دمیرمن بهیر دغړې لیکوالې او شاعرې ښکلا ځدراڼ لنډه کیسه ،کره کتنې ته وړاندې کیږي.
آغلې وږمه فضلي به په دغه کیسه لیکلې کره کتنه اوروي.- ستا د ې مبارك شي، څوک خبرې كوې؟
- ولې تاسې زما غږ و نه پيژندو؟
- نه والله.- پام کوه چې دې کوټې ته بيا قدم وانه خلې، دا کوټه درنه ده چې د کومې بلا سيوری درباندې ونه شي.
دا خبره مې نيکه هغه وخت زماکشر کاکا ته کوله چې زه به ايله د دولس ديارلس کلونو وم..غزل
نن مې سر دی ښکته شوی و سجده باندې تـــندی دی
ژاړم ځکه چې مات شوی می د یار د لاس بنګړی دی
ما ورته ویل په یارانه کی دا کار کیږی صــــــــنم !
هغې ویل زمــــــا خـــــــــــفه دا خــــــــپل زړګـــې دی
ما خو خوب یی په څنګل کړ ډېــــر پــــه مـــینه
بس همدغه یې ویل چې ستا زړګی اوس لــــیونی دی
د پټپټونی و چندرو وختونه تیر شول ډېر پـــــــــخوا
ته شولی پیغله و زما هم زړه زلــــــــــــ-ـــــــــمی دی
جدا کوی مې خپل زړګی نه اخـــــــــــــــــــــــــر ولی
ستا په مینه کې مجنون ستا جـــــــــــــــــــــانانی دی
دازما یوکتاب دی چې د زړه وینې مې ورسره ګډې کړې.
اوله کرښه :د الله (ج) په نوم یې پیل کوم چې غفور او رحم کونکی دی.
دوهمه کرښه:په هغه ورځ چې ته زما دلیدو له پاره راغلې وې ،ما ځکه له تاسره ونه لیدل چې نور مې په مخ کې دژوند رازونه مړاوي وو،او د ورستۍ سا ، له پاره مې خوله وازه نیولي وه.
دریمه کرښه:ما ځکه داستا له سترګو لرې دژړا په توره خونه کې په چیغو،چیغو وژړل چې بې له خدایه بل چاته زما ژړا دومره ارزښت نه درلود.
ټپی
هسې په روغه خو روغ جوړ یم
د روح زخمونه مې څوک څه لیدلې شینه
ځانته زما په ځای سوچ وکړه
په دومره غم کې ژوندون څوک کولی شینه
غزل
نه پوهېږمه ستا لار څومره اوږده شوه
په ما شپه د انتظار څومره اوږده شوه
په اظهار کې مې سم حد وکړو د مینې
توقع ستا د اقرار څومره اوږده شوه
په وعده د پسرلي دې ستا قسم وي
ستا د سرو ګوتو په شمار څومره اوږده شوه
په پالنګ میاشت مې پې هېره شوه بېلتونه
دا ګړۍ نیمه په دار څومره اوږده شوه
په شاداب د انتظار کاڼي ورېږي
چې لمحه ستا د سینګار څومره اوږده شوه