برازیل کې پر نوماندانو پوری خندا منع ده

برازیل کې پر نوماندانو پوری خندا منع ده او همدارنګه د کمیډی هنر لیکوالو او ممثلانو ته ویل شوی چی د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو تر پایه هیڅ څوک دا حق نه لری چی پر کوم نوماند پسی د خندا ډرامه جوړه کړی او یا پر هغی ریشخند ووهی.

همدارنګه که موږ په خپل هیواد کی دا کار کړی وی نو عزت به مو پر ځای وی هر څوک پر افغانستان ریشخند وهی او ډرامی پری جوړوی یو څوک چی هیڅ حیصیت نه لری پر ولسمشر به ریشخند وهی که زموږ د هیواد ولسمشر یا کوم وکیل هر رنګ وی موږ باید پر هغو ریشخند و نه وهو .

د کولمبیا پولیسو یو غږیدونکی طوطی ونیوه

د کولمبیا پولیسو یو غږیدونکی طوطی ونیوه چی د مخدره موادو له قاچقبرانو سره یې د هغوی په تیښته کی مرسته کوله ، کله چی کابو دری سوه پولیسو د قاچقبرانو په کور چاپه واچوله ، نو قاچقبران پر تیښته بریالی شوی ؤ.

کوم محال چی پولیس دغه کور ته ننوتل نو د طوطی غږ یې واورید چی ناری یی وهلی تښتی، تښتی ګنی نو نیسی مو .

ویل کیږی طوطی به د کور اوسیدونکی ته خبر ورکاوه چی څوک کور ته ورننوزی او اوسیدونکی به مخکی تر دی چی ونیول شی .

پر تیښته به بریالی شوی ؤ.

د نړۍ تر ټولو ټیټه غوا

ګیټس : د نړۍ تر ټولو ټیټی غوا نوم  د بی سارو شیانو یا ریکارډونو په کتاب کی ثبت شو.

د بی سارو شیانو یا ریکارډونو په کتاب کی تر ټولو ټیټ او لوړ انسان خبرونه بیا بیا ، تازه شوی دی خو اوس به نړۍ کی تر ټولو ټیټی غوا نوم ثبت شو.

همدارنګه ګیټس ویلی دغه غوا سوالو نومیږی او نړۍ تر ټولو ټیټه غوا پیژندل شوی ده. او همدارنګه دغه غوا ۳۰ سانتی قد لری.