بوهیمیکا چاوله شاعرۍ ته مخه کړی.شمشاد سالارزی
دا هم د هغی د نظم یو نمونه :

Iss seher main har mod pe hamari chahato kay chehre badalte kyon hai? Hum ek he chehra ko roz dekhne se darte kyon hai ?

چينايې كمپنۍ د ۲۰۱۱ كال د رارسيدو په خاطر د ۶ كيلو خالصو سرو څخه جنتري جوړه كړې ده.
دغه جنتري ۶۴ متره اوږدوالې او ۴۰ متره لنډوالې لري او د دغې جنتري شپږ لكه اته پنځوس زره څلور سوه ډالر (۴۰۰,۶۵۸) قيمت دى.

د رپوټونو له مخې په نړۍ كې د تمباكو د لوخړې(لوګي) له امله هر كال ۶ لكه خلك وژل كيږي.
دا خبره دامريكا دخبرتيا ادارې كړې ده.
دپلټنو له مخې په ۲۰۰۴ كال كې د ۱۹۲ هېوادونو د حساب له مخې ۴۰ فيسده ماشومان،۳۳ فيسده سړي او۳۵ فيسده ښځې د تمباكو د لوخړې له لاسه وژل شوې وې .
رپوټونه وايي وژل شوي خلك هغه كسان دي چې په خپله سګرټ نه څښوي مګر د سګرټ د لوګي له امله وژل كيږي.
په افريقا كې هر كال ۴۳۳۷۵ماشومان د سګرټ د لوګي له امله خپل ژوند له لاسه وركوي چې په دوى كې ۹۵۱۴ بالغ كسان دي .
همدارنګه د رپوټونو له مخې په دنيا كې هر كال ۵۱ لكه خلك د تمباكو د نېشې له امله وژل كيږي.
ايمل نتلى
ميونخ، سپوږمۍ : د سروه باتينګړو(رومي بانجانو) په ګټو هيڅوك سترګې نشي پټولاى. د وزن د كمولو تر څنګ رنګ هم تازه كوي. اوس روغتيا پوهانو دا حقيقت هم وموند چې د سرو باتينګړو اوبه د هډوكو د بندونو او دردونو لپاره ډېرې ګټورې دي.
دروغتيا پوهانو وينا ده كه غواړى، چې د هډونو له ماتېدو څخه ځان وژغورئ، نو په ورځ كې دوه پيالې د سرو باتينګړو اوبه وڅښئ.
د هډونو د ناروغيو څېړندويان وايي، چې په سرو باتينګړو كې يوه ځانګړې ماده (لايكوپين) موندل كيږي چې هډوكي له ماتېدو څخه ساتي.
د يادونې وړ ده، چې سره باتينګړ په لومړي ځل په امريكا كې موندل شوي او وروسته د نړۍ نورو برخو ته لېږدول شوي دي. په پښتو كې د سرو باتينګړو لپاره د (روميانو، پمودرو، باتينګړو، بانجانو، ټماټرو، سره بانجانو...) كلمې هم كارول كيږي.
د ژاولى څخه عكسونه جوړ شوي
واشنگټن : له ژاولى څخه خو هر څوك د خولې په واسطه پوكاڼۍ كوي،مګر دلته قيصه بل خوا لاړه يو كاناډايې فن كار Jason kronenwald د ژاولى څخه مشهورى څيرى رسمى كړي دي.
او په دغه عكسونو كې هيڅ قسم رنګ يا كوم بل څه نه دى استعمال شوى ،او همدارنګه Jason په نړۍ كې اولين كس دى چې په ژاوله يې داسى كمالات خودلي دي.



ممبئي: پرينكا چوپړا يو عاشق پيري تنګه كړى ده
د بالى ووډ ښكلى اداكارې پرينكا چوپړا چې د خپل نوي فلم ډان ټو (Don 2) د شوټينګ لپاره برلين كې ده.
وايې چې په دې ورځو كې يې يو عاشق پيرې چې د دې پخوانى عاشق دى د هغې څخه ډېرپه تنګه ده اوپرينكا چوپړا وايې دغه پيرى ما د شوټينګ پر وخت هم تنګوي.
دپرينكا په وينادې نه مخكې هم يوځل دغه پيري په ممبئي ښار كې په تنګه كړې وه.
چې له امله يې پوليس هم خبر كړي ؤ مګر پوليسو ونشو كولاى چې هغه ونيسي.هاهاهاهاهاهاهاهاهاهاها
او پرينكا يو ځل بيا د دې پيري څخه د خلاصون لارې لټوي.
دا خندا په دې راغله چې پيرې هم كله چا نيولې دې يا خو پرينكا ليونۍ ده يا موږ ليوني كوي.
د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د باسكيټ بال لوبه كوله چې د لوبې په دوران كې د مخالف لوري لخوا په شونډه وويشتل شو او ټپي شو.
له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه كې ويل شوي چې اوباما له خپلو ملګرو سره د باسكيټ بال لوبه كوله، چې په همدې وخت كې د مخالف لوري له لوبغاړي څخه ولګيد او زخمي شو.
په برلين كې د هندوستان مشهور فلمي لوبغاړي ته د سګريټ څښلو اجازه وركړل شوه خو شرط يې دادى چې فقط تر خپلې كوټې پورې به يې څښوي.
شاه رخ خان له دوه مياشتو راهيسي په جرمني كې پر خپل نوي فلم (ډان ټو شوټنګ) باندې مصروف دى.