واشنګټن: اوباما د باسكيټ بال په لوبه كې زخمي شو
د امريكا جمهور رئيس بارك اوباما د باسكيټ بال لوبه كوله چې د لوبې په دوران كې د مخالف لوري لخوا په شونډه وويشتل شو او ټپي شو.
له سپينې ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه كې ويل شوي چې اوباما له خپلو ملګرو سره د باسكيټ بال لوبه كوله، چې په همدې وخت كې د مخالف لوري له لوبغاړي څخه ولګيد او زخمي شو.
ويل شوي چې د لوبغاړي ګوزار دومره زورور وو چې د اوباما شونډې يې وينې كړې.
سرچينه وايي چې اوباما كله له ۹۰ دقيقو وروسته راښكاره شو نو په شونډو يې پټۍ لګولې وې.
د سپينې ماڼۍ د ډاكټر په وينا پر زخم يې ډېره وړه پټۍ لګولې چې د شونډو نښان مالوم نه شي او زخم هم پروخت جوړ شي.




+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې