د تمباكو د لوخړې له امله هر كال ۶ لكه خلك وژل كيږي
د رپوټونو له مخې په نړۍ كې د تمباكو د لوخړې(لوګي) له امله هر كال ۶ لكه خلك وژل كيږي.
دا خبره دامريكا دخبرتيا ادارې كړې ده.
دپلټنو له مخې په ۲۰۰۴ كال كې د ۱۹۲ هېوادونو د حساب له مخې ۴۰ فيسده ماشومان،۳۳ فيسده سړي او۳۵ فيسده ښځې د تمباكو د لوخړې له لاسه وژل شوې وې .
رپوټونه وايي وژل شوي خلك هغه كسان دي چې په خپله سګرټ نه څښوي مګر د سګرټ د لوګي له امله وژل كيږي.
په افريقا كې هر كال ۴۳۳۷۵ماشومان د سګرټ د لوګي له امله خپل ژوند له لاسه وركوي چې په دوى كې ۹۵۱۴ بالغ كسان دي .
همدارنګه د رپوټونو له مخې په دنيا كې هر كال ۵۱ لكه خلك د تمباكو د نېشې له امله وژل كيږي.
+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې