ايمل نتلى

ميونخ، سپوږمۍ : د سروه باتينګړو(رومي بانجانو) په  ګټو هيڅوك سترګې نشي پټولاى. د وزن د كمولو تر څنګ رنګ هم تازه كوي. اوس روغتيا پوهانو دا حقيقت هم  وموند چې د سرو باتينګړو اوبه د هډوكو د بندونو او دردونو  لپاره ډېرې ګټورې دي.

دروغتيا پوهانو وينا ده كه غواړى، چې د هډونو له ماتېدو څخه ځان وژغورئ، نو په ورځ كې دوه پيالې د سرو باتينګړو  اوبه وڅښئ.

د هډونو د ناروغيو څېړندويان وايي، چې په سرو باتينګړو كې يوه ځانګړې ماده (لايكوپين) موندل كيږي چې  هډوكي له ماتېدو څخه ساتي.

د يادونې وړ ده، چې سره باتينګړ په لومړي ځل په امريكا كې موندل شوي او وروسته د نړۍ نورو برخو ته لېږدول شوي دي. په پښتو كې د سرو باتينګړو لپاره د (روميانو، پمودرو، باتينګړو، بانجانو، ټماټرو، سره بانجانو...) كلمې هم كارول كيږي.