۲۷ کرښه :د کوڅې په سر کې ولاړه وې او لوپټه دې په غاښونو وچېیچله،او زما په لیدو دې سترګې برګې کړي  او ما سر کښته کړ او غلی ودریدم.

۲۸ کرښه :زما ژړا تا ته ګټه نه شي راسولی خو ماته یې ګټه داستا له خندا زیاته ده.

۲۹ کرښه :هغې ماته دا ونه ویل چې څومره مینه راسره کوي خو ما ورته ضرور ویلي و چې ستا مینې زما له پاره کمه نه ده.

۳۰ کرښه : دباندې ږلۍ وریده او زه په خپله کوټه کې ودریدم او اذان مې وکړ چې ستا دکور بېره له ږلۍ وژغورم  خو الله (ج)  په موږ رحم وکړ او ږلۍ ودریده، خو سهار خبرشوم چې ستا دکور  د بېرې څانګې باد ماتې کړې دي.

۳۱ کرښه : تا ماته په پنځم لیک کې لیکلي و چې زه د دیوالونو تر شا  دیو بندي په څیر ژوند کوم او سزا مې ژوند ته رسیږي ،خو که ته غواړې چې له دوزخ څخه نجات واخلې نو  دنېا یو زندان دی او دالله (ج) په عبادت یې تیره کړه،اوبنده له بدو کارونو څخه تړل شوی دی موږ به په هغه دنېا له څه راونه کرځول شو که عملونه مو ښه وي.

۳۲ کرښه :هغې خپلې سترګې ځمکې ته واچولې په مسکا سره یې وویل چې زما مخ ته دومره مه ګوره هسې نه چې له نظره مې کړې،خوما بې له ځنډه وویل :زه ستا  په مخ کې دژوند زیری لټوم.

۳۳ کرښه :ته ماته دا مه وایه چې ارمان به مې نیمکړی پاتې شي،خو دا راته ووایه چې ارمان ولې نیمګړی شي؟.

۳۴ کرښه :ته دبلۍ څنګ ته غلي ولاړه وې او په  زړه دې راته ګېلې جوړه ولې،زه له ډېرې مسافرۍ ورسته کلي ته راغلم ما دبلۍ سرته وکتل خو ته ښکاره نه شوې ماته دګېلو غر په مخ کې ودریده، تا په اوله ګیله سوچ کو او زه  پر تا راتېر شوم.

۳۵ کرښه :تا پسې ژړا کول دومره ګران نه دي خو  ما لږې اوښکې د اخیرت ورځې ته کېښودې.

۳۶ کرښه : هو زه همداسې خو يواځې دومره چې زه ټوله شپه ویښ نه یم دا په دې نه چې زما دخوب بالښت له وریښمو ډک دی ، زه اوس دپخوا په څیر نه یم چې ټوله شپه ستا له یاد سره يوځای تېره کړم؟.

۳۷ کرښه :شپه دمینې سندرې وایي او سپوږمۍ له ستوروسره دهغوغرونو په سر پټ پاټنی کوي چې سرونه یې له اسمان سره لګیدلي دي، څوځله مې غلي غلي دشمعې تتې رڼا ته دژوبل پتنګ وزرونه وکتل ، ته ریاد شوې ،دخیالونو تازګي مې په رګونو کې وخوځېده او لکه دژمي دسړې هوا په څیر مې اسویلی له خولې  وواوت.

۳۸ کرښه :ګرانه !راځه نور مې له دې ماتمه وباسه راشه ترڅو به داسې مرور یې نور دبېلتون په سپېره ټنډه دهندوانو غوندې خالونه مه واهه، راشه دمینې لمونځ وکړه له نفرت او کرکې روژه ونیسه او دقدر شپه په خپلولوڅو سترګو وګوره.

۳۹ کرښه :زه پوهیږم چې زه به دې له یاده غورځولی یم خو زما دزړه په دنیا داستا دیاد سیوره پرته ده، تا به دچا په غیږ کې لاش کړی وي خو زه داستا یادونه دمینې په پستو ګوتو رانیسم غیږه ورکړم خوله ترې واخلم په مخ او لاسونو یې کلک ښکل کړم.

۴۰ کرښه :ستا یادونه لکه واړه ماشومان مرور شي او وژاړي دومره وژاړي چې د چا په الالو ورته هم خوب نه ورځي، تمامه شپه له ما سره په شوګیر تیره کړي.

۴۱ کرښه :ترڅو به مې داسې سرګردانه ګرځوې هره شپه او هره ورځ درپسې ژاړم

اه!څومره ډیر وژاړمه څومره بې وسه یم څومره ناتوانه په خپل درد اوښکې تویوم، ولې زما د درد چیغه نه اورې؟ راځه چې بیا دمینې په ټال وزانګو نور به نفرت دزړونو له رنګینې ماڼۍ څخه لرې کړو اود تل پاتې مینې ژمنه  به وکړو..

۴۲ کرښه :  دماښام تیاره خواره وه زه  خپل کلي ته ورسیدم، او پر کلي خاموشي خپره وه او کاینات ټول غلي و،ستاسو کوڅې ته برابر شوم ، او  ستاسو په کوڅه کې له یو کور څخه دماشوم ژړا واوریدل شوه ،دمور له سپیڅلی غږ داله للو ازنګه خپره شوه او دماشوم ژړا ورو،ورو له کوڅو تېره ده.

۴۳ کرښه : زه پوهیږم چې دقیامت په ورځ به ټول دځان په غم اخته وي خو یوازې ته یې چې  ما د دوزخ له اوره وساتې.

۴۴ کرښه : داستاله دانګې سپنې غاړې لاسونه تاوول کومه ګرانه خبره نه ده،خو ویریږم چې دچا ګرېوان ته مې لاسونه پورته نه شي کنه بیا به الله (ج) دحساب په ورځ ما ملامت کړي.

۴۵ کرښه : زه به په رقیبانو برلاسی وم که له صبر څخه کار واخلم،بېشکه چې الله له صبر کوونکو سره دی.

۴۶ کرښه : په مینې سره به هر څه زما لاس ته راشي که ما دزړه له تله دچاسره مینه وکړه.

۴۷ کرښه : تا څومره په سړه سینه راته وویل چې زه به له دې دنېا سترګې پټې کړم او ته به خپل ژوند څنګه تیره وې،خو له تاهیره وه چې الله له موږ سره دی.

۴۸ کرښه : د میخانې دروازه مې وټکوله ددې له پاره نه چې دشرابو تږی وم ،یوازې ددې له پاره چې دساقي ګاونډي پوښتنه وکړم.

۴۹ کرښه :  په ښار کې روان وم خلکو سودا کوله  خو زه له خپل پلار سره  دجمعې دلمونځ له پاره لاړ وم او پلار مې په  اوږو لوی څادر اچولی و ،له ما څو قدمه وړاندې و،زما شونډې ښورېدې او الله،الله مې ویل ،دښار په شور کې مې دپلار دتسپو کړس اوریده،ماته، ته را یاد شوې او ستا له پاره مې له پلاره  دعا واخیسته.

۵۰ کرښه : دکلي هدیره له خلکو ډکه وه او تابوت  یې د ونې دسیوري لاندې ېښودی و،ځوانان لرې ناست و کله ،کله بې د تتې خندا غږ تر ما راورسید ،شاید دوی به دا فکر کو چې موږ لا ځوانان یو او دثواب له پاره ډېر وخت دی،خو دوی نه پوهېدل چې مرګ یو ګام هغې خواته  ولاړ دی.

۵۱ کرښه : ستا لیک راورسېده ،زما دروغتیا پوښتنه دې کړي وه،زه پرې ډېر خوشاله شوم، خو تا دا نه وو لیکلي چې ته ځنګه یې؟

۵۲ . ما تاته له بسم الله ورسته لیکلي وو چې زه روغ یم ته څنګه یې؟خو یو خبره رانه پاتې ده چې زه یې په دغه لیک کې درته لیکم،هغه دا چې ز ما له ژوند سره مینه پیدا شوي، او یوازې ته کولی شې چې زما مینه نوره هم پسې ډېره کړې،اوس به زه داستا دلیک ځواب ته په انتظار یم.

۵۳ کرښه : د مازدیګر لمونځ مې دا یو څو شېبې د واړندې وکړ،او اوس تاته دعا کوم چې له سره دې لوپټه لرې مه شه ،خو زما دعا ستا له پاره بس نه ده ،ته هم لاسونه پورته کړه،او دعا وکړه ،چې یا الله(ج)نوره زما پر سره لوپټه د خلکو زړونه مه ځور وه.

۵۴ کرښه : مین له معشوقي شکایت کوي خو سوچ نه کوي چې له معشوقې یې د شکایت ګټه څه ده؟

۵۵ کرښه : تا چې زموږ له کلي څخه کډه وکړه کومه خبره نه وه خو ما چې داستا له زړه کډه وکړه ،نو ټوله زندګي مې پسې له غمه تیره شوه.

۵۶ کرښه : زه چې په تا پسې څومره ژړا وکړم کمه ده،خو که ته راته یو ځل وخاندې نو  زه به یې د ګټې حساب و نه شم کړی.

۵۷ کرښه : ځان به له دنېا پټ وساتم خو خپل یار له دنېا پټ نه شم ساتلی.

۵۸ کرښه : دا زړه مې له تا ډېر خپه دی خو د دې خپګان  شېبه رالنډیدونکي ده ،زه په تا باور لرم، که ژوند درسره پاتې شو نو بیا به مې په سرو زرو واخلې.

۵۹ کرښه : بېګاه دې ټوله شپه په واده کې  دریا وهلي وه،او سهار زما دیدن درنه  ځکه پاتې شو چې پستو ګوتو دې درد کو.

۶۰ کرښه : زه دا نه وایم چې مینه مه کوه خو دا ضرور درته وایم چې مینه کول د کومې ژرندې تاو ول نه دي.

۶۱ کرښه : زما یادونه به تا تر ډېره ځوره وي خو زه چې  دمینې اظهار ونه کړم داستا اظهار خو تر کوه قف تلل دي.

۶۲ کرښه : ستا له مینې سره به دا دنېا څه انصاف وکړي،خو انصاف ورکول کیږي نه اخستل کیږي،نو الله(ج) ته مخ واړوه  ،او الله (ج)له موږ سره دی.

۶۳ کرښه : ستا هغه سره جوړه چې په اول ملاقات کې دې اخوستي وه، په ما دومره تاثر وکړ چې اوس دګلابونو په رنګ پسې  ،هر سهار دباغچې دیدن کوم.

۶۴ کرښه : د استا دجنازې ګټ نه پېغلې تاوې وې،او په چیغو ،چیغو یې ژړاکوله ،خو ته به په سپین کفن کې حیرانه وې چې ما ولې ونه ژړل، ما ځکه ژړا نه کوله چې زه خبر نه وم چې  تا له دې دنېا سترګې پټې کړلې.

۶۵ کرښه : ستا په مټ ناستو ملایکو درپسې ټول کړه وړه لیکلي دي ،نو دقیامت په ورځ  ته زما له مینې  اینکار نه شې کولی.

۶۶ کرښه : زه به ولې له ژوند شکایت کوم ،زه خو الله(ج) دعبادت له پاره رالیږلی یم او که زه همداسې وکړم نو دشکایت سوال نه شي پیدا کیدلی.

۶۷ کرښه : تا په پنځم ماښام ماته وویل چې بې وفایي مې عادت نه  دی او پښتنې پېغلې خو په وفا ځان قربانه وي ،نو ستا  وعده خو پوره شوه خو یوه وعده اوس هم نیمګړي ده دهغې د پوره کولو له پاره بیا نه شې راتلی.

۶۸ کرښه : له تا مې ګیله نه شته چې دنېا دې پرېښوده ، ولې چې موږ به هم داستا خوا ته درځو ،خو په دې اندېښمن یم چې ثوابونه دې ډېر کم و،افوسوس داستا په خال دی.

۶۹ کرښه : اوس به تاته دا پوښتنه پیدا وي چې زه په چا مین یم ، خو ته دا پوښتنه مه کوه او زه له تا پوښتنه کوم چې چیرته تاهم مینه کړي ده؟.

۷۰ کرښه : زما ټوله مینه له جنت او دالله (ج)له رسول سره ده نو ځکه دثوابونو په کار کې ډېر بېړه کوم.

۷۱ کرښه : زموږ په کلي کې واده دی او کوڅې له رنګینیو ډکې دي ،یا الله (ج)تا انسان ته څومره لویه خوشالي او نعمت  ورکړل .

۷۲ کرښه  :تا ماته خپل لیک په خپله راکړ،اوخپل لیک دې په ګوتو کې راته ونیو،خو مخکې له دې چې زه  ستا لیک ولولم،نو تا زما له ګوتو کش کړ او بېرته پرې پښمانه شوې.

۷۳ کرښه : تا ماته په هغه لیک کې څه لیکلي و چې تر ما  ونه راسیده، په الله باور وکړه چې دوه کاله ورسته دې اوس هم دهغه لیک په انتظار یم.

۷۴ کرښه : زه له تاسره په کرګڼو پسې نه یم تللی،هغه وخت چې  زما له تاسره مینه پیدا شوه نو ته له بهر کرځېدو رامنه شوې،خو دا ځل به په ګډه د جنت میو له پاره ځو چې له دې کرګڼو په سل وارې، او له دې هم زیاتې خوندورې دي ،نو ګرانه !عبادت به کو او الله(ج) به یادوو چې الله(ج) پر موږ رحم وکړي.

۷۵ کرښه : هر څوک له تقدیر څخه شکایت کوي خو دوی نه پوهیږي چې هر څه راته راسي هغه زما د عمل له وجې دي، نو زه تاته وایم چې له تقدیرنه  شکایت مه کوه له خپله ځان څخه شکایت وکړه ،ولې چې تا په خپله په ځان کړي دي.

۷۶ کرښه : زه خپه نه یم چې ستا له  خوا څخه  لرې یم خو په دې خپه یم چې دا فصله تا په خپله پیدا کړه.

۷۷ کرښه : که نن زه او ته بیا دتیر ماښام په څیر وژاړو نودستا څه فکر دی چې مینه به مو لا زیاته نه شي؟.

۷۸ کرښه : ستاسو دکور په دیوال کې ستا مور تعویذونه  ددې په خاطر کېښودل چې ته لیونۍ نه شې او پیریان له کوره لرې لاړ شي،خو ته لیونۍ نه شوې خو ګرانې هغه تعویذ اوس ماته راولیږه چې زه  زه نور لیونی کیږم.

۷۹ کرښه : تاسره ما مینه وکړه او تاته مې په زړه کې ځای در کړ،خو نن باران وریږي ته دکوټې له کړکۍ څخه په خوند ماته ګورې ،خو دومره بېوزله یې چې  ما دننه نه شې درغوښتی ،ستا له معصومو سترګو باران ټول رازونه  ټول کړل، ته اندېښنه مه کوه ،زه دباران په څاڅکو کې خوشاله یم ،دا دالله (ج) نعمت دی.

۸۰  کرښه : په دې کرښه کې زه څه نه لیکم خو ته په کې ضرور یو څه ولیکه.