نن اوښکو ښی راووریږۍ

غمونه خپل مې پخوانی یاد شوی دینه

 

په زور زیر پوی کړمه غمونو

په خوشحالۍ کې څه بې عقله شانی ومه

 

وکړه دیدنونه بیا نه یمه

راکړه نن لاسونه بیا نه یمه

 

خواږه چې خپل کله تراخه شي

د داسی ژوند نه مرګی سل واری ښه وینه

 

دا زنده ګی څه زندګی ده

چې یې د مرګ په انتظار کې تیرومه

 

مرګی راپوری بختور شو

ښکل کړم جانان زه په تندی خوشنصیب شومه

 

زما جانان ته مړ مه وایې

په خوب ویده دی لږ سات پس به راپاڅینه

 

زما جانان خو د مرګ نه ؤ

دا به یې ټیک ځان سره په زور بوتلی وینه

 

وکړه دیدنونه بیا به نه یمه

راکړه نن لاسونه بیا نه یمه

 

مړ نه دی خلکه دا اوده دی

ماسره لوبې هره ورځ داسې کوینه

 

ځان یې کړ خلاص رانه د عمر

په ما یې خاوری کړی انبار دوی رانه ځینه

 

ما ویل په مرګ به زما راشي

جانان ښیری جوړی د زړه نه کړي دینه

 

په مخ مې مه اچوۍ خاورې

لګ د جانان انتظار وکړۍ رابه شینه

په ژوند خواږه ؤ راسره څنګه

اوس مې دوستان راپسی خاوری بادوینه

 

ډېره مې تاو راتاو د کټ شه

چغې وهی مه غوځوی چې ویښ به شینه

 

کفن کې څومره ښکلی ښکارم

راله لیلی ترینه جامی ګنډلی دینه

 

وکړه دیدنونه بیا به نه یمه

راکړه نن لاسونه بیا به نه یمه

 

یادونه : دا ټپی د مدثر زمان له ښکلی غږ نه اخستل شوی دی