پاتي شه باران دې (څلورمه برخه)
زمرك په دې ځواب پرېشان غوندې شو له زرينې يې بخښنه وغوښته او ورته يې وويل چې زما مقصد يوازې او يوازې ټوكه وه،كه زه پوهېدى چې ته به پرې خفه كېږې يوه كليمه به مې هم نه وه ويلې،دې خبرو نور هم پرېشانه كړم ځكه چې زرينه د څانګې ملګرې وه،بله دا چې د هلكانو كردار ته ګوته نيول شوې وه په ټولګي كې لا اټكلونه روان و چې پېكۍ وويل (Be Quite) غلي شئ،هوايي ډزې مه كوئ،د بې ګناه خلكو پر سر پرېوزي،دا محبت نامه د يوولسم ټولګي يو ماډرن مجنون ماته ليكلې ده،نو ځكه يې لوستل هم مناسب نه ګڼم.
دې خبرې سره مې زړه ښه شو،خو بيا هم پوره ارام نه و،شاګردانو پېكۍ ته چغې كړې نه،نه،نه منو اوس به يې خامخا لولې.
پېكۍ هم شرمېده او هم خندېده.
ويل يې مجنون صاحب په يو پاكټ كې د مادهوري او شاه رخ خان پوسټ كارډ او يو ليك لري د هلك په نوم په حاضر ساعت كاڼى كېږدو خو ليك يې واورئ:
((ماى ډارلنګ پېكۍ (I LOVE YOU) ته زما ډېره خوښه يې،ځكه چې ستا سترګې د كاجل او شونډې د مادهوري دي،كه انكار دې وكړ.نو د خيبر هسپتال مخې ته چې كوم د اوسپنې هوايي پل دى له هغې نه به هغه مهال سړك ته راټوپ كړم. چې د ښوونځي د نجونو موټر تېريږي پرېږده چې چخپيت مې كړي او كه له رخصتۍ نه وروسته د ښوونځي مخې ته د شيرو كاكا له دوكانه د فانتا بوتل واخلې او وې سكې په ليدو به دې زه وګڼم چې ته ماسره محبت كوې.
زرينې له شوخۍ نه په ډكه لهجه ورغږ كړ د فانتا پيسې يې راليږلي كه نه ؟ پېكۍ وخندل او د ټوكې په انداز يې وويل كه پېسې يې رالېږلې واى ولې به يې كيس ايمرجنسي كېده.
خبرې تر همدې ځايه رارسېدلې وې ، چې ښوونكى راننوت،پېكۍ ترې بخښنه وغوښته او خپلې چوكۍ ته لاړه،ښوونكي هيڅ هم ونه ويل ځكه چې ټول ښوونكي زموږ له شوخۍ نه خبر و،ډېر ځل داسې شوي چې ښوونكى به راغى موږ به چوكۍ يوې ډډې ته كړې وې او په ټولګي كې به مو اتڼ كاوه.
ساعت ختم شو ښوونكى ووت او پېكۍ يو ځل بيا د تختې مخې ته ودرېده،ليك او پوسټ كارډ يې لاس كې و.موږ هيله درلوده چې په ليك كې به څه خبرې پاتې وي،اوس به هغه ولولي،خو پېكۍ وويل چې بل څه په كې نشته ټيپر ته ورته يو زړه يې رسم كړى،دومره ډېر غشيړ په كې خښ دي لكه پوځيانو چې پرې چاند ماري كړى وي.
پېكۍ دا وويل ليك او پوسټ كارډ يې ټوټه،ټوټه كړل او له هماغه خپله پاكټه يې ورته تابوت جوړ كړ.
زموږ د ټولګي نجونو ته كله،كله همداسې محبت نامې راتلې،خو ټولو ژمنه كړې وه چې د ايمرجنسي په اعلان به يې د ټولو په مخ كې لولي،بيا به يې ټوټه،ټوټه عاشق ته ورلېږي،خو د خداى فضل دى هېڅ عاشق به په ليك كې په وركړي اخطار وفا نه كوله،نجونو به په خپل دې كار وياړ كاوه،خو په هلكانو دا خبره ښه نه لګېده كله،كله به يې په ټوكه ټوكه كې ويل چې نجوني دغه محبت نامې د كورنيو له غړو پټې په تشنابونو كې لولي،كه خوند يې وركړ،خو هماغسې په مينه ځواب وركوي او كه ليك يا شخصيت بې خونده وي،نو بيا يې په ټولګي كې ايمرجنسي كړي او كله،كله به يې د نجونو نه د هلكانو انتقام په بل ډول اخيسته،په خپهل به يې ځانونو ته د نجونو له خوا ليكونه ليكل د ايمرجنسي تر عنوان لاندې به يې لوستل او بيا به يې د نجونو په څېر ټوټه،ټوټه كول خو ډېرې نجونې د دوى پر دې چل خبرې وې.
ساعت پسې ساعت تېرېده خو څانګه خاموشه وه د رخصتۍ زنګ ووهل شو،څانګې ته مې كتل چې ماته ماته له ټولګي ووته،زه هم كور ته لاړم.
سره د دې چې د څانګې په يو دوه خبر نه شوم. خو بيا هم له تېرې ورځې نه مې پرېشاني كمه وه،ځكه چې د ((ايمرجنسي))له شرمه بچ شوى وم.
بل سحر چې ټولګي ته لاړم څانګه راغلې وه،زما د سلام سره يې ايله يو نظر راوكتل،د يو مرموز سرور احساس يې راكړ،په سپينه منګل يې راپريوتې زلفې پورته واړولې او ځان يې د كتاب په لوستلو مشغول كړ،د ورځې په تقسيم اوقات كې جغرافيه هم ليكلې وه خو څانګې په غلطۍ هم نه راكتل لومړي ساعتونه پاى ته ورسېدل تفريح شوه،څانګه وروستي كتار ته لاړه زرينې سره كېناسته نورې نجونې او هلكان بهر ووتل ما په ځان كې د وتلو تاب نه درلود،ناست پاتې شوم او ځان مې د فزيك د سوالونو په حلولو بوخت كړ،قلم مې په سپين كاغذ ګرځېده،خو غوږ مې وروستي كتار ته و،زرينې څانګې ته وويل چې نن سبا مړاوې،مړاوې ښكارې ،كوم نوى باد خو به نه وي رالوتى،څانګې ورته په غلې او سنجيده لهجه وويل په اسانه ژبه راته ووايه څه ويل غواړې.
زرينه ورته په خندا شوه په اوږه يې ورته لاس واچو او په نرمه او خوږه ژبه يې ورته وويل ،ښكلې څانګې بلكې زما خپلې څانګې،ولې خفه يې ؟ ناروغه يې كه كوم بد خبر دې اورېدلى ؟ څانګه يوه شېبه غلې وه.داسې ښكارېده چې د هغې دا خاموشي به زما زړه هم خاموشه كړي،خو رښتيا ده چې تر ګل نازك انسان له،كله كاڼي نه هم كلك شي،خبرې بندې شوې ځان مې لږ څه په ډډه كړ او د سترګو له كونجونو مې وكتل،څانګې د زرينې سترګو ته وكتل قلم يې راواخيست سرپوخ يې ترې لرې كړ پر سين چونه شوي ديوال يې وليكل ((ايمرجنسي)).
څه،څه ايمرجنسي !؟ اخر د دنيا سترګو ته هم وليدې د دې په ځاى چې ځان مې ستا په زلفو كې پټوه په كار وه چې ته مې چېرته پټه كړې واى،خو تر كومه به مې پټولې لمر خو په ګوته نه پټيږي خېر،دې ښاپېرك سره خو به وروسته ګورو،اوس په تخته يوازې خبرتيا ليكم((ايمرجنسي))زرينه ودرېده خو زما زړه ولوېده،بس قسمت مې مل و،څانګې د لمنې له كونجه ونيوه او ورته يې وويل د خداى ومنه مه كوه داسې ولې مې شرموې.
زرينه بېرته كېناسته او په شوخۍ سره يې څانګې ته وويل ښه صاحبې چې راز په راز ساتې نو بيا ځان وولې خفه،خفه كوې،چا درته دومره پوخ دام كېښود چې له دواړو پښو په كې ونښتې،دا ماهر ښكاري دى څوك چې په هوا يې درته ((ايمرجنسي))دام كېښود او ته يې ونيوې.
د زرينې پوښتنې داسې وې لكه،چې زه ملزم يم او د دعوې وكيلان زما د جرم د اثبات لپاره قاضي ته دليلونه وايي.
څانګه چپ وه،خو چې څو ځله زرينې ورته اوږه وسكونډله او په خوږه لهجه يې ترې پوښتنه وكړه،ما ورته د سترګو له كونجه وركتل چې څانګې راته ګوته ونيوله.په زرينې مې هم يو سرسري نظر تېر كړ د غم او خوښۍ ګډ احساس يې په څېره كې وپړكېده.
دواړه څه شېبې غلې پاتې شوې،خو زرينې سكوت مات كړ دې صاحب خو كله د ښايست وجود نا مانه او كله به يې په مينه شك كاوه،واه،واه شيخي څه شوه او هغه فلسفې په كومه لاړې،بيا يې د څانګې لاس په خپلو لاسونو كې ونيوه او ترېنه يې پوښتنه وكړه،آيا تاته د هغه مينه منظوره ده؟ څانګه غلې وه او زما پر ژبه د دعا الفاظ ښوېدل،بس حالت مې داسې و لكه مجرم چې قاضي ته مخامخ ولاړ وي،يو خوا خوږه ازادى وي او بله خوا اعدام،خو خبره تر بلې نېټې وځنډېده د ښوونكي سلام د چاپېريال هغه خاموشي ماته كړه چې د څانګې ځواب ته منتظره وه.
څانګه هم راپاڅېده او په خاموشو قدمونو خپل ځاى ته راغله د زنګ په پرله پسې ټنګولو درسي ورځ پاى ته ورسېده،د څانګې خاموش ځواب هيله من كړى وم،د رخصتۍ زنګ نه و هغه د حمزه بابا خبره د اسرافيل شپېلۍ وه روغ قيامت يې راوسته له څانګې يې بيل كړم كور ته لاړم،شېبې لكه پيلوځي تېرېدې،سيزونكې وې خو زما د زړه په ژورو ګړنګونو كې يې خوږه نڅا كوله،سبا چې د ښوونځي پر دروازه ورننوتم زرينه راته له مخكې ولاړه وه.
ځان يې سنجيده كړ پر شونډو يې دومره موسكا خپره كړه چې ايله احساس يې كېده ويل يې خانه پرون له رخصتۍ وروسته څانګې ستا ليك راوښود دا د خبرو كوډې دې د همدې لپاره زده كړې وې چې په څانګه يې وكړې،كه د الفاظو زور د محبت اثبات شي،د بې زبانه مخلوق په مينه به څوك باور وكړي.
زرينې دا د څو كتابونو ګرځول زما د پوزې پېزوان شو اور و لګه په ادب او فلسفه ،زه خو يې په خوند مړ وم،د كوډو په نظر مې په عمر نه دي وركتلي،زرينه موسكۍ شوه خو دا ځل لږه ډېره،ويل يې غل مه نيسه چې غل به تا ونيسي كار دې هم كړى او په الفاظو كې سپرغۍ هم شيندې.
رښتيا يې ويل زه هم لږ جذباتي شوې وم،خو صرف په دې خبره چې زما مينه يې د خبرو استادي ګڼلې وه.دا ځل مې په نرمه لهجه ورته وويل ګوره زرينې ! خير دى هغه ليك به پر ځاى پرېږدو ته زما د سترګو خاموش موسيقيت وګوره،آيا د څانګې تصور په ې نه ناڅي؟ توري غريبان به زما د زړه خبره څه وكړي،زما مينه سمندر او توري د كلال پيالې،څنګه به يې ظرفيت ولري.
زرينې په كړس،كړس وخندل ويل((زه مرم له غوچې ته بيا وايې چې غوچې((نوره نه پوهېږم څانګه دې د ځان په لور دركږه كړې ده پخوا راباندې ښه لګېدې،اوس راباندې بد لګې،خو څومره چې راباندې بد لګې هومره راباندې ښه هم لګې.
ورته ومې ويل د لفاظۍ تور په مالګوې او معما ته وايې هم درباندې اوس ښه لګم هم بد.
ويل پوخه استاده ماشوم مه جوړېږه ښه هم راباندې د څانګې له مخه لګې او بد هم ما غوښتل چې خبره پرې بيخي بربنډه كړم،خو شوخ يې راوكتل او په تګ ،تګ كې يې وويل ((عاقلان پى نقطه نګردند)).
زه هم ورپسې،غلى،غلى د ټولګي په لور روان شوم،چې ننوتم سترګې مې د څانګې چوكۍ ته وې لكه د برېښنا پړك يې په ځغلند ځلېدونكي نظر راوكتل او سترګې يې دوه مستې توتكۍ وبرېښېدې هغه توتكۍ چې د سرور په وزرونو له شنې څانګې والوزي،په ملاق ملاق تيرې شي.خو د خوږې سندرې په څېر يو مرموز خوند د فضا په رګونو كې پرېږدي.
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې