پاتي شه باران دي (دريمه برخه)
څانګې زه د بدخشان غرونه ډېر وخت په خوبونو کې وينم خو له بده مرغه چې خپل منځي اختلافاتو زما لپاره هلته ورتلل د ښاپېرو له کوه قافه هم ستونزمن کړي دي بويه چې دا هيله به مې کله پوره کيږي.خبره تر همدې ځايه رارسېدلې وه،چې د درې استاد راننوت څانګې په موسکا راته وويل(يار زنده صحبت باقی) اوس به د حافظ ژبې ته غوږ شو.
پس له دې ورځې به اکثره وخت ما د کتاب پر ځای د رباب په تارونو او د نغمو په مريو د څانګې يادونه لمانځل.
ډېر ځل مې د زمرک دوی په حجره کې له ماښامه تر سهاره د رباب سره شوګېرې کړي دي. خو ښوونځي ته به هم په خوښۍ سره تلم ځکه چې څانګه به راسره غږېده او له يوې ورځې نه بلې ته نوره هم په زړه راننوته.
په هر بنډار کې مې په زړه ورېده هر چا سره مې ناسته تر جسمه تړلې وه پر روح مې د څانګې د ښايست سيوری خپور و.
رباب مې د زړه لويه تکيه وه.نغمو به منې ټول وجود سپک کړ،عجب کيفيت و.داسې به برېښېده لکه چې د نغمې سېلۍ مې د مادي وجود ټول ګرد او غبار وړی وي.ټول روح يم ټول سرور،سرور يم.لکه د اسمان د برجونو نوراني کوتره په غېرې مرﺉ وزرونو الوزم او د ابدي سمندر په سر د ښايست د ورکې جزيرې پر لور پرواز کوم.
کله،کله به مې احساس کاوه،چې پېښور کې نه يم د يوه شنه او څپاند سمندر غاړه ده،باغي موجونه راځي د څانګې پښو ته تندی رارسوي او بېرته ګرځي زه يې د سترګو خاموش طوفان ته له ربابه ژبه په پور اخلم او د سمندر د لافاني سندرې برخه يې ګرځوم هغه چې کاينات يې له ازله تر ابده اوري،خو مړيږي پرې نه د رباب نغمو به زما په وجود کې نه ايره کېدونکی انګار شينده او په غرونو غرونو اتش فشان به اوړېده،بيخي هغې لکه وحشي سيلۍ چې پر يوه بوټي لګېدلی اور پر ټول ځنګل خپور کړي هغه چې لامده نښتر او وچې څېړۍ يو شان خپلې غېږې ته راکاږي،لمبه يې اسمان ته خوله ورکوي او له جلاله ډکه سندره وايي.
يوه ورځ چې ښوونځي ته لاړم او د څانګې سترګې مې لکه د بزکشۍ اسونه په مستۍ کې وليدې،نو پوه شوم،چې د صبرواګې مې له واکه په وتو دي. ټوله ورځ نشه ،نشه وم روايتي لاره مې غوره وبلله او نيت مې وکړ،چې ليک ورته وليکم،خو ويره هم راسره وه،ما ويل هسې نه چې وړاندې تر لوستو مې ليک ونه څيري،خفه نه شي.
که خفه شوه په هر قيمت به يې پخلا کړم،خو که ليک مې د ((ايمرجنسي))تر سرليک لاندې راغی ښه به ونه شي،بلکې وبه شرمېږم.د ((ايمرجنسي))اصطلاح زموږ په ټولګي کې ځانګړې مانا لرله او هر څوک پرې پوهېده. دې ويرونکو اټکلونو هم له خپله هوډه وانه ړولم قلم کاغذ مې راواخيستل او د خط په ليکلو مې داې پيل وکړ.
زما د وجود پر کايناتو د نغمو خورې ورې څانګې !
د ښايست سر او تال دې مات مه شه.
سپين سترګی مې ګڼې او که مطلبي،بې وقوف درته ښکارم او که لېونی ستا خوښه ده،خو زه مجبور يم بلکې بيخي مجبور يم . ستا دې په خپلو نوراني سترګو قسم وي،ستا دې په خپلو ورېښمينو سندرو قسم وي زما الفاظ يو ځل ولوله،ايله يو ځل،وايي چې روحونه لکه د وجود سر او تال جوړه پېدا کيږي.يو د بل مينه او تکميل وي،خو فلک غمازي کوي.يو يې په يوه زمانه کې دنيا ته راشي او بل په بله کې،ليده کاته يې ونه شي،زندګي يې زندان شي او يوه ورځ يې د ژوند سقراط د اجل شراب وسکي،بيا نو تر محشره په لحد کې د زړه داغ د انتظار څراخ وګرځوي بيا به څه کيږي (والله علم).
کله کله په يوه زمانه کې راشي،خو يو يې د مشرق شي او بل د مغرب،دا ټپه يې انځور دی :
چې ديدن نصيب يې نه وي
په يو کوڅه کې سره وړاندې وروسته شينه
خو کله کله زمانه زرينه پېرزوينه وکړي او دواړه روحونه د يو چم ګاونډ وګړي کړي.ادم او درخو له همدوی نه و.
ته زما له وجوده جدا شوې څانګه يې،خدای ته وګوره نيمګړی مې مه پرېږده،تکميل راوبخښه،تر ځوابه مې د انتظار چاړه پر زړه خښه وګڼه.
غزن
سبا چې ښوونځي ته لاړم،ليک لا زما په جيب کې و،خو پوهېدم چې ساعت په ساعت خپل حواس بيلم کېدی شي حالت مې هغه مجرم ته ورته و ،چې د پوليسو مرکز ته يې بم وړی وي تفريح ښه موقعه په لاس راغله،اخوا دېخوا مې وکتل دوه درې کسه په ټولګي کې پاتې و،خو خپل نوټونه يې رسول،څانګه او نور زده کوونکي د باندې وتې وو.
ليک خو مې د څانګې د الجبر په کتابچه کې کېښود،خو ماته مځکې ځای نه راکاوه،ايسارېدل راته لويه نفسياتي ستونزه ښکارېده په لنډو ټکو مې د رخصتې يوه رقعه وليکله سره د دې چې ټول ښوونکي په اداره کې راغونډ و او دا پوښتنه يې ذهن ته راتله،چې زه ولې رخصت اخلم؟خو رقعه مې له مدير صاحب نه را امضاء کړه،هېچا ته مې ورنه کړه.د حاضرۍ په کتاب کې مې کېښوده او د ليسې دروازې ته مې مخه کړه بيا نو هغه دروېش دراني خبره :
زه په داسې تـــــــــــلوار ووتــــــــم جـــــــــانانه
لکه خلاص چې څوک بندي شي له زندانه
د اطمنان ساه مې واخيسته او د کور په لور روان شوم په کور کې هم مضطرب وم،ځان ته مې مشغولا کته له ځان سره مې فکر وکړ فلسفه جړه تنسته او لاينحله معما ده کېدی شي چې د څو شېبو لپاره مې په خپله دنيا کې ورک کړي،خو خوند يې رانه کړ،توري ګونګ شوي و،بې مانا تورې کرښې د کاغذ پر سينه غزېدلې وې هېڅ يې نه ويل تلويزيون مې روښانه کړ هغه هم د موهومو عکسونو او ګډو وډو اوازونو امتزاج و،رانه هير دي،چې تلويزيون مې بند کړ او که روښانه پاتې شو.له کوره ووتلم او د زمرک دوی حجرې ته لاړم،رباب مې له مېخه راکوز کړ،خو ګوتې مې رېږدېدې هېڅ يوې نغمې سر نه نيو،بېرته کور ته راغلم،له پرېشانې ډکه شپه راخوره شوه کله وېښ کله وده،خو سحر شو لمونځ مې وکړ،نيمه پياله چای مې وڅښه.له ځانه سره مې کرل رېبل چې لاړ شم او که نه،څه به راته وايي؟ ليک خو يې حتماً لوستی دی،ځکه چې نن بيا الجبر لرو او پرون معلم کورنی کار هم راکړی و،چې لوستی یې وي،څه به يې ويلې وي هسې نه تر پايه يې لوستی نه وي،ټوټه ټوټه يې نه وي کړی.وه خدايه ((ايمرجنسي))ني.زړه نا زړه وم،خو توکل مې وکړ ښوونځي ته لاړم او ټولګي ته ننوتم سلام مې واچوه،خو د شيندلو حواسو له کبله پوه نه شوم،چې چا راته وعليکم السلام وويل ،څانګه راغلې وه،چې ور ومې کتل په څېره کې يې حيا او حېرت خاموشه ښکلا پنځولې وه.نوراني سترګې يې ښکته وې،د اوربل وېښتان يې بار،بار له تندي راښوېدل او هغې په ارام سره په خپل لاس پورته کول.
پوه شوم چې ليک يې لوستی،خو د ځواب اندازه يې راته نه
لګېده،ما لا په تصور کې د اټکلونو غوټې پرانستې چې پيکۍ د تختې له مخه چغې
کړې.ايمرجنسي،ايمرجنسي،ايمرجنسي،دي سره په ټولګي کې داسې خاموشي خپره شوه چې د
استاد په ټينګار هم نه راتله،دا لومړۍ ورځ نه وه د ((ايمرجنسي))غږ به تل له ځانه
سره خاموشي راوسته.
پيکۍ وويل ! حسب معمول بيا ((ايمرجنسي))کېس دی يو چاته محبت نامه ليکل شوې ده،چې
ستاسو پاملرنه ورته رااړول غواړم.
زړه مې درز وکړ له ځانه سره مې وويل،هماغه څه وشو چې ترې مې ډار درلود تر دولسمه راورسېدم په ايمرجنسي کيس کې نه وم راغلی خو ننه ګير شوم او پوخ ګېر شوم.
ليک د پيکۍ په لاس کې و خو د شاګردانو د تلوسې لپاره يې خبره اوږدوله او نه يې لوسته پوښتنې يې کولې،چې دا ليک به چا ليکلی وي او چاته ؟ که څوک سم ځواب ووايي.يو خودکار قلم انعام لري،چا شوخې جينۍ اواز ورکړ،زرينې به څانګې ته ليکلی وي.څانګه لکه د تصوير څانګه غلې وه،خو زرينې له وروستني کتاره وويل :
هغه تېر شول چې مې مينه په غلا،غلا کړه
اوس په درست جهان رسوا ده په غلا نه ده
زموږ خبره خو ايمرجنسي نه ده هر څوک پوهيږې چې څانګه زما ملګرې ده،زمرک ورته وويل په ارام کينه دا لندن نه دی چې د جينۍ سره دې جينۍ مينه جواز پېدا کړي.
محترمه ستا له قانوني مالوماتو يوه اروپا مننه،زموږ مينه داسي پرنګۍ هم نه ده چې ته يې انګيرې.
د مشرق مقدس خو هم موږ نجونو ساتلی،ګنې ستاسو زړونه خو به د اروپا په عياشۍ هم ساړه نه شي.
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې