مينه صابروردګ

مينه صابروردګ دهېوادځوانه،تانده،هڅانده اوخوږژبې شاعره دى، چې دپښتو شعراوادب په غولي رڼه برېښېدلې اودپښتواوسنيوښځينه شاعرانو دليكې دمخكښو څخه دى.
مينه صابركه څه هم لا ډېره ځوانه شاعره ده خودشته ادبي استعدادله مخې په ډېر كم وخت كې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېره ښه وځلېده او اوس مهال ددې ترڅنګ چې ددرخانۍ دمياشتنۍ خپرونې مرستياله ده،په كابل كې دمېرمن ټولنيز- كلتوري بهير ډېره فعاله غړې اوسږكال ديادبهېرپه كلنۍ كې دكال غوره ښځينه شاعره وټاكل شوه.
له اصله ځايه دمېدان وردګو ولايت ده خو په كابل كې زېږېدلې او په كابل كې اوسېدلې او اوس هم كابل ښار كې اوسي ،او دا مهال په دولسم ټولګي كې زده كوونكى ده .
خدايه داسې باران وكړې چې راوروي مــــــــــــــــــــينه
په سيلاب باندې لاهوكړې دانفرت اوداجـــــــــنګونه
چې خنداوې راخپرې كړي اوسلګۍ كړي رانه هيرې
پښتنوسترګوكې وچ كړې داداوښــــــــــــكودريابونه
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې