يوه هيله (ادبي ټوټه)
له ازغوډکې لارې مې طى کړې وي،ستادخړو خاورجوړې شوې جونګړې ته وروسته له ډېرو مزلونو نږدي شوى وم،ځان سره مې يوه لمن ستوري هم دتحفې په ډول دروړي وه درازونو ډکه جونګړه دي اوس هم دپخوا په څېرعجيبه ښکاره کيده.هغه لوړو برجونو ته په کتلوله ستورو ډک لمن راځينې هم خوشې شوه اوتش لاس شوم،دخپګان سيالۍ راته دنفرت کلکه غېږه راکوله خوبيا هم زه دسوچونو په درياب کې چې تاته اوس څه تحفه درکړم ډېرډوب شوى وم،هغه سترګې چې ستاليدوته له ډېرو مودې په تلوسه کې وې راته مړې ښکاره کيدې،ځکه خودکايناتولخوا ستاجوړې شوې څېرې ته نه شوکتلى ستاپه يوځل ليدوښکاره کېده چې دمړوشوسترګوجنازه مې شوې وي ځکه خودځمکې په تل کې ورښکته کړي وي اولامې نورهم دښخولوهڅې کولې .
دپښوپه واسطه مې خپلومړوشوو سترګوته يونه څوقبرونه جوړکړل دې قبرونو لحد نه درلوده،ښکاره کېدل چې ځمکه هم ځاى نه راکوي ځکه خومې دسترګوجنازچې هرقبرته ښکته کوله تنګ او واپس به بهرراويستله .
ته اوس هم زما ترخوا ولاړوې،ستاڅخه دجدايۍ په وخت زماداوښکوډک سيلاب يوناڅاپه له کومې خوا راغي اوله ځان سره يې دتنهايۍ ټولې ګيلې تاته راوړې وې سيلاب نورهم زيات شو، ويريدمه چې ته هم راسره پکې غرق نه شې،ته مې دڅپو څخه وړاندې کړې خوبيا هم دسيلاب څپوزما وژل شوي سترګې ستادسترګووچې دښتې ته دروړي .
له تاځنې يوه هيله لرم چې زمادسيلاب څپودروړلې سترګې بيرته داوښکوپه سيلاب لاهونه کړې يقين وکړه ستادغه عمل به دبې وفايۍ لمن ټوله کړي اوستاله اتو تورو جوړشوى نوم به دوفادارۍ دجدول په سرکې ځان ته ځاى جوړ کړي.
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې