داسې ورځ به کمه راتله، چې زه دی ټولګي ته راشم و د هغې سندره دی وانه ورم. هغې به هره ورځ سندره ویله، په پېل کې خو به د هغې پر شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه، خو د وخت پ تېرېدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوې خوند پېدا کړ. زما احساسات به یې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله،چې به خپله نرمه او غلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي.

زموږ ټولګی هم عجیبه و،بس چې د ښوونکي سترګې به پناه شوې، هر څه به بدل،بدل شو په یو کنج کې به یې داسې شور ما شور و لکه د مني په ماښام کې چې چینجڼې د ځنګله په ونو کې چڼېدل د خپل ژوند یوازینې مقصد ګڼي،خو په بل کنج کې به د څانګې غلې سندرې سړي ته د څېړیو په پاڼو کې د نرمې هوا له نڅا پېدا کېدونکې نغمه یادوله.

بیا به چې استاد راغی په صنف به د صحرانۍ شپې خاموشي خپره شوه او ټول زده کوونکي به به خپلو خپلو چوکیو کېناستل نو زما ذهن به د ماضي په لور ګام واخیست او پر هغو شېبو به تم شو چې څانګه د لومړي ځل لپاره زموږ ټولګي ته راغلې وه. زموږ ښوونځی پېښور ښار سره نزدې و،نور کړه وړه یې د افغان مهاجرینو د عامو ښوونځیو و،بس دومره خبره وه چې نجونو او هلکانو به په ګډو ټولګیو کې زده کړه کوله. د ښوونځي ښکلې او پخې ودانۍ ګڼې خونې درلودې خو زموږ د ټولګي کوټه خامه وه.

کله چې د ږده کوونکو او ټولګیو شمېره ډېره شوه،ادارې په عاجله توګه دا کوټه جوړه کړه او زموږ په برخه ورسېده.

ښه مې یاد دي چې به هاغه ورځ ښوونکی تازه له کوټې وتی و، اسمان د شړکنده باران په رګونو کې د برېښنا شوخې جلوې شیندلې او چې د تندر ګړز به شو نو ځینې شوخې نجونې به په هیبتناک ډول یو بل ته غاړې وتې او څرګنده به یې کړه چې ګنې تندر وویرولې. ځینو به په غوږونو کې ګوتې منډلې،زمرک ور غږ کړ چې ځینې تاریخ پوهان په حقه پښتانه بني اسراﺉیل ګڼي هغوی به هم د تندر د غورځېدو پر وخت د مرګ له ويرې په غوږونو کې هم ستاسو په څیر ګوتې ورکولې. او چې باران زور واخیست نو د ټولګي چت څو ځایه په څڅېدو شو. بیا نو شوخو نجونو ته خدای ورکړه. د ځانونو سره راوړې چترۍ یې په سرونو ونیولې او په ټولګي کې یې ښکته پورته کېدل پیل کړل.

په همدغه ګډوډۍ کې یو نا څاپه د لیسې سر معلم راننوته،چې تر شاه یې یوه لونده خیشته جینۍ هم ولاړه وه،حیا یې له رخسارونو په ورېدو وه او په خپل لامده څادر یې د خپل بدن د هغو برخو د پټولو هڅه کوله چې د جامو د لوند والي له کبله یې د ځوانۍ مرموز نمایش کاوه. سترګې یې ځلېدې او له زلفو یې د باران څاڅکي ورېدل کټ مټ هاغسې لکه د ستورو له شپې چې پرخه وور‎ي.

جینۍ ښکلې او جذابه وه،ځکه خو ټولو هلکانو په تږو سترګو ورکتل.

سر معلمې وویل دا جینۍ څانګه نومیږي،کړه وړه او ځانګړتیاوې یې د روایتي کلي والې پېغلې برېښي،خو زده کړه یې همدلته په پېښور کې کړې ده،پس له دې ګړۍ دا ستاسو ټولګي ملګرې شوه. پرې به پام کوﺉ،زړه به یې نه ماتوﺉ او په درسونو کې به ورسره مرسته کوﺉ. خدای دې وکړي،چې د ادارې دا هیلې پوره کړﺉ دا یې وویل او جینۍ یې پرېښوده.زما تر څنګه چوکۍ تشه وه راغله او کېناسته،دا چوکۍ د زرینې وه په هغه ورځ نه وه راغلې او چې صبا راغله پخه یې ورته پرېښوده. څانګه کېناسته په ټولګی کې بیا خبرې پیل شوې،خو څانګه چپ،چپ وه.

کله ، کله به یې د اږدو بڼو د پورته کولو جرات وکړ او په خپلو تورو بادامي سترګو به یې د ټولګي د لنډ تنګ چاپېریال جاج واخیسته.

هر څوک به چې ښوونځي ته نوي،نوي راغلل هفته نیمه به غلي و ، خو بیا به یې له شوخۍ نه زړو شاګردانو امان غوښت خو څانګه داسې ونه خته،د وخت په تېرېدو یې خپله خاموشي وساتله،بس سحر،سحر به یې د ټولګي نجونو ته په تت اواز سندره ویله.

هلکانو به ډېر غوښتل چې له هغې سره خبرې وکړی خو هغې به لکه د هوښیارې سیاستدانې خبره اوږدېدو ته نه پرېښوده بلکې لنډه به یې غوڅوله.

د هلکانو دا هڅې هم هېڅ بې هېڅه نه وې،څانګه له راښکونه ډکه وه،ښایست یې له حقیقته افسانو ته نږدې و،نریو شونډو سرخي یې تازه غوړېدلې غوټی ته پاتې کېده او چې موسکا به پرې خوره شوه تشبیه موندل یې ناشونی برېښېده،بنده ويل بس چې ورکتی مې،په څېره کې یې یو عرفاني راښکون و،صراحي غاړه،نرۍ ملا،هوارې هوارې نرۍ سپینې ګوتې بس د فطرت د تناسب او توازن غوره بېلګه وه نور به درته څه ووایم ، د حمزه بابا خبره ګوړې چکۍ وه که له هرې ډډې به دې په نظر وڅکله خوږه وه او زلفې یې ! داسې تورې،اوږدې او درنې وې،چې څه به یې درته ووایم،زرینې به کله،کله په شوخۍ سره ویل (ظالمې دا غرونه غرونه زلفې به دې اوږې ماتې کړي او نرې ملا ته خو دې لوی ګواښ دی،زه به یې درسره ګرځوم دا به یې وویل: د څانګې زلفې به یې پر خپلو اوږو خورې ورې کړې او داسې په کړس،کړس به یې وخندل لکه ځوانه برېښنا چې د ګورو ورېځو لاندې غزونه وکړي. د څانګې څوکۍ که هر څو زما تر څنګ وه خو په کومه ورځ به مو چې د جغرافیې ساعت درلود. کله،کله به یې زما پر لور سترګې را اړولې، د هغې پاملرنه زما د خوښې سبب ګرځېده،خو یوه پرېشانونکي معما هم وه. دا زما لپاره ستر سوال و ، چې څانګه اخر ولې په هغه ورځ زما په لور سترګې را اړوي، چې د جغرافیې مضمون لرو،خو هېڅ نه کېدل او دغه راز لکه د تېره ازغي لا پسی زما پر ذهن خښېده،هڅه به مې کوله، چې د څانګې د دې عجیب حرکت په اړه فکر کول پرېږدم او ځان د استاد په تشریح کې ډوب کړم کله به په دې هڅه کې پاتې راتلم او کله بریالی کېدم خو چې ښوونکی به نه و،ځان به مې بل راز مشغولاوه،بر شونډو مې لکه راګ بې کلیماتو زمزمه خپروله،تشه زمزمه به نه وه کومه پښتو اولسي سندره به وه خو اواز مې خوږ نه و له همدې کبله مې د کلیماتو له ادا کولو ډډه کوله او ورو ، ورو مې لکه د رباب تشه نغمه ویله.

شپې ورځې تېرېدې،د ژمې رخصتۍ راغلې ، زه چې له خپل سیلاني طبیعت نه مجبور یم د زمرک سره سوات ته لاړم، سره له دې چې عام وګړي په اوړي کې سوات ته ځي ، خو موږ د واورو مینې په ژمي کې بوتلو،د فطرت په منظرو کې ورک شوم،خو بیا به مې هم کله ، کله د جغرافیې ساعت او د څانګې په ترڅ کتل رایادېدل.

مرمرین وجود به یې لکه د یوې خیالي ښاپیرۍ په څېر د سیند په څپو کې غزونې کولې. کله کله به مې هلته هم زړه تنګ شو،ویل به مې چې وزرې وکړم او د سکون کومې ښکلې درې ته پرواز وکړم،خو دا ناشوني وه.

خو په یوه خبره کې مې بخت بېدار و او هغه دا چې زمرک راسره و هغه په ټولګي کې زما تر ټولو نږدې ملګری و ، ډېر ښه صفتونه یې لرل ، خو ذهانیت او شوخي یې زما ډېر خوښ وو. د هغه سره به مې خبرې اترې کولې،خو کله کله به ترې ګوښه شوم یوازې به مې د سیند سندره اورېده او د موجونو ښاماران مې په وړو کاڼو وېشتل،خو هغه هم پوه شوې و،چې څه خبره خو شته.

زما نه څو ګامه ور ایسته هغه هم د سیند په غاړه ناست و او د راډیو نه یې پښتو سندرې اورېدې،زما ذهن به هم کله نا کله د سندرې په لور اوړېده،په دې کې یو ناڅاپه د راډیو غږ بند شو. د زمرک غږ مې واورېد ، چې وې ویل هیلو ! هیلو ! چې ور ومې کتل خپله راډیو یې لکه ګرځنده (موبایل) ټلیفون غوږ ته نیولې وه او ویل یې، هیلو ! غزنه غزنه وه دا ته په کومه دنیا کې ورک یې مړه سوات ته راشه،ستا خو نغمې خوښیدې سیند نغمه وایی د خوښۍ نغمه ډېره خوږه نغمه.

ما چې د هغه دا پېغام واورېد لمن مې څند وهله او خواته یې ورغلم ،ورته مې وویل ته وايي چې سیند د خوښۍ نغمه وايي،که زه خفه یم نو بیا د غم او ښادۍ د دې ګډون پایله به څه وي ؟

ځواب یې راکړ،چې ته خفه یې د سیند دا نغمه به دې له زړه نه د خفګان ټول ګردونه لري کړي او خوشاله به شې.

زمرکه ته چې څه وایي له یوې زاویې نه ښه وایې،خو زه فی الحال دا نه غواړم چې فطرت ته تسلیم شم،زه به هله له فطرت خوند واخلم چې د خپلې جذبې او تخیل په خم کې یې رنګ کړم هغه موسکی شو او راته یې وویل،تېره اوونۍ دې د فلسفې کتاب څه واخیست چې اوس په غمونو کې ښکلا لټوې،سمه ده چې ته فطرت په خپل رنګ کې رنګوې،زه به په غوږونو کې ګوتې ورکړم ته د غره نښترو ته اواز ورکړه چې ټول سریندې شي اوره بیا د ویر او غم سندرې.

زمرکه فطرت تر موږ ډېر پهلوان دی صرف په خیال کې مو پرې وس بر دی. د حقیقت په دنیا کې زموږ نه ، بلکې د خپلو ثابتو قوانینو منونکی دی.

ښه که ته خپله دنیا په خیال او تصور کې جوړوې،نو بیا خو ما تېری وکړ،چې ستا د خیالونو دنیا مې ړنګه کړه.

زمرکه له دې فلسفو به تېر شو،غور به وکړو،چې اوس کول څه په کار دي.

په موسکا یې راته وویل : سمه خبره دې وکړه له دې ځایه پښې ویستل په کار دي زما هم خوښ نه شو،منحوس غوندې ځای دی ما او تا په کې ډزې وکړې خو ځه خېر بلا وه او برکت یې نه و هوایي ډزې وې.زمرک خبرې کولې چې ناڅاپه یې له خولې ووتل،وزرې خو نه لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو،خو پښې لرو چې والوزو او د ټولو هسکو غرونو ننداره وکړو،خو پښې لرو ځه چې د غره سر ته وخېژو دا سیند به له هسکه ځه خامخا یو داسې سپین ښامار ښکاری،چې له ډېره جنونه به یې خوله ځګونه کوي.

خو زه وایم چې د ښامار پر ځای د چندڼو نغمې واورو،غوږ شه د پورې غاړې نه د رباب اواز راځی،مطرب خپل فریاد ته څومره ښکلې د نغمې جامې اغوستي،ځه چې نن له دې قلندرانه بنډار نه فیض واخلو.

ښه چې راتلو نو له حجرې مې رباب راخسته منع دې کړم او اوس دې د نغمو ځنځیرونه زړه راکاږي.

د ټوکې به انداز مې ورته وویل ته مې ځکه د رباب له راوړلو ایسار کړې،چې دروند نه شې،زه خبر اوم،چې په سوات کې ربابونه ډېر دي،. ساړه مو کنګل کوي،ځه چې ورځو زمرک راته وویل که ورځو هم خو څه حل به یې راوباسو.

زمرکه د رحمان بابا دیوان خو راسره نه شته چې په پال پرېکړه وکړو،نوره ستا خوښه د ګوتو ښکیل راسره کوې او که شیر و خط ولو.

ځواب یې راکړ نه اشنا یو کاڼۍ راواخله او د هغه کمره بیخ کې د ولاړو اوبو منځ ته یې وله که څپې یې تر کمره ورسېدې ستا او کنه زما خبره به منې.

ما هم کاڼی راواخیست او اوبو ته مې ووېشت ښه وه څپو یې کمره ته خوله ورکړه.

زمرک نه بل جواز درلود او نه ځواب.

راسره روان شو،خو بیا هم د خپل شوخ فطرت نه مجبور و ویل یې چل دې وکړ،خو ځه خېر دی،ما درته د کاڼي وویل تا د نر زوی هم داسې درغنه راواخسته چې په عمر به دې نه وه جګه کړې،هسې نه نوم یې درته ویستی وي.

په خندا مې ورته وویل نه زه بیخي روغ رمټ یم،چابک د رباب محفل ته درځه،په دې خبره ما او هغه دواړه په خندا شو او د رباب بنډار ته ورغلو.

نور بيا....