په پاکستان کې ډېر ځل پوليسو نيولی يم.

کله به مې چې ورته د خپلې بېګناهۍ په اړه څه ويل نو هغوی به راته همدا خبره کوله چې کابل ته لاړ شه او دا دلايل دې کابل کې وايه.

هغوی رښتيا ويل.

ځکه چې هغه زمونږ خپل هېواد نه وه.

خو لږ تر لږه لاره خو يي راښوده چې کابل ته لاړ شه او دا دلايل دې هلته وايه.

خير کابل ته راغلم.

په کار پسې ډېر وګرځېدم راوګرځېدم.

خو داسې کوم کار مې پيدا نکړ چې خپلو اولادونو ته پرې يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړم.

البته داسې کارونه وه چې زما د تګ راتګ لپاره ېې بسنه کوله خو د اولادونو د يوې ګولې ډوډۍ لپاره به مې نورې لارې چارې لټولې.

له همدې امله د شخصي کار په لټه کې شوم.

او جواليتوب ته مې زړه ښه کړ.

يوه لاسي کراچۍ مې واخيسته او د خلکو پېټي مې پکې له يوه ځايه بل ځاي ته وړل.

پدې ډول به مې ماښام کورته سل يونيم سل روپۍ وړې او ګذاره مې پرې کوله.

خو زه څه خبر وم چې لدې ستونزو پرته بلا نورې ستونزې هم شته.

جواليتوب ته مې هم څوک نه پرېږدي.

د جواليتوب په څلورمه ورځ يو امنيتي چارواکي ونيوم.

لمړی يي ښه وډبولم.

اړونده ادارې ته يي بوتلم.

کراچۍ يي راڅخه واخيسته.

راته يي وويل چې ستا کراچۍ د خلکو او موټرو تګ راتګ ته ستونزې جوړوي.

تاسو بايد دلته کراچۍ ونه ګرځوۍ.

ډېرې سپکې سپورې ېې راته وويلې.

هوکې: هرڅه چې ېې په خوله راتلل راته ېې وويل.

خو دا يوه خبره ېې راته و نکړه چې:

له کابل نه نو اوس چېرته لاړ شم؟