څنګه کولاې شو چه د کمپيوټر نه معلومات فلش ميموري ته کاپې نه شي
زياتره د کمپيوټر نيټورک انجينران چه په يوره اداره کي دمربوطه اداري انټرنيټې شبکه او نيټورک چارې په مخ بيايي خو په دغه اداره کي کارکوونکې (يوزران) باندې داسي عمليه اجرا کولاې شې چه ترڅو ونه شي کولاې د انټرنيټ څخه ناوړه شې ډاونلوډ او فلش ميموري کي يي واچوي يا همدارنګه د مربوطه کمپيوټر څخه معلومات خپل فلش کي واچوي ددي لپاره چه فلش کي څه معلومات د کمپيوټر نه وانه خلې او خپل فلش ميموري کي وانه چوي نو لاندي تکلاره تعقيب کوو
خو د يادوني وړ ده چه دغه کار صرف په (وينډوز اکس پي سرويز پک ټو) کي کيږي او يو رجسټر کي پکي اضافه کيږي.
تکـــــــــــــلاره
١ . سټارټ مينو به خلاصه کړو او هلته به Run کمانډ کليک کړو او بيا به پکي Regedit وليکو او انټر به يي کړو.
٢ . HKEY_LOCAL_MACHINE\SYSTEM\CurrentControlSet\Control
٣ . چه کله مونږ پورته کنټرول خلاص کړو وبه ګور چه StorageDevicePolecies وي او کچيرته نه وه نو دلته به دغه اپشن جوړ کړو يعني Right click on “Control >New>Key
او دلته به وليکو StorageDevicePolecies
٤ . ووس دلته به StorageDevicePolecies انتخاب او لاندي عمليه به اجرا کړو.
Edit Menue >New >DWARD Value به کليک کړو ترڅو چه د StorageDivicePolecies يو مقدار DWORD Value جوړه شي او د Value کي به وليکو WriteProtect
٥ . ووس دلته په WriteProtect ښي کليک کوو او Modify انتخاب کوو.
٦ . په دغه حالت کي مونږ ته به يو بکس راي شي او همدلته د Value Data په textbox کي صفر به په يو (١) تبديل کړو او OK به کليک کړو.
اوس چه کله تاسي وغواړې چه سه معلومات د کمپيوټر څخه فلش ميموري يا MP3 Players ته انتقال کړي د انتقال په وخت کي به د لاندي ميسج سره مخامخ شې.
يادونه : دبيرته اصلي حالت ته د وينډوز راوستلو فقط يو په صفر بدلوه وينډوز به خپل حالت ته رايشي.
په پاکــه ميـــــــــــــنه
انجينير عباس احدي
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې