په ورستيو اتو كلونو كې د وينا د ازادۍ لپاره تر نورو تېرو كلونو ډېر كار شوى دى . په دې دوره كې رسنيو زور واخيست ، ډېرې شوې ، ازادې شوې او په بېلابېلو بڼو يې پر فعاليتونو پيل وكړ، چې له چاپي نيولې، ترراډيويي او تصويري رسنيو پورې،داټولې هغه بېلګې دي،چې وخت ناوخت هم افغان چارواكي پرې وياړي او په نړيوالو غټو ناستو كې يې د خپلې بريا او د ولسواكۍ د پياوړتيا لپاره يادوي او هم ټول سياستوال دغه لاس ته راوړنه د ولسواكۍ د پياوړتيا او د مدني ټولنې پياړې ستنې يې بولي .

په دې دوره كې نه يوازې د وينا ازادي پياوړې شوه،بلكې ورسره د ژبې پرمختګ ته هم لاره پرانيستل شوه ، چې په لړ كې يې ژبې ډېر پرمختګ كړى دى .ورسره  د چاپ چارې هم عامې شوې ،دغه چارې  نوركله ناشونې وې له دې وړاندې كه چاغوښتل ،چې كتابونه، مجلې او مهالنۍ چاپ كړي ،نو هغوى به بهر ته تلل او هلته به يې دغه كار كاوه ،يابه له دې وړاندې حكومتونو د ا اجازه چاته نه وركوله ،چې كوم كتاب يا هم ادبي اثر يې چاپ شي ، په بله وينا د چاپ چارې د حكومتونو تر اقتدار لاندې وې ،كه به حكومت پرې رحم وكړ ،نو كتابونه به چاپېدل او كه نه ،نو دغه كار له سره نه كېده ،خو له نېكه مرغه ،چې اوس د هر چالپاره په كور دننه په ښه او اعلى توګه د چاپ چارې ډېرې شوې دي او په لړ كې يې ګڼ كتابونه او نورې مهالنۍ چاپ شوې او دغه لړۍ ښه په درز روانه ده .

راځو بېرته د رسنيو حالت ته ، رسنۍ په بېلابېل ډول رامنځ ته شوې دي ، چې د دغو ډيله ييزو رسنيو شمېره ان تر سلګونو پورې رسېږي ، همدا اوس په هېواد كې د رسنيو د رقابت لپاره ښه ډګر رامنځ ته شوى،په دغه ډګر كې ګڼې رسنۍ ښې پرمخ روانې دي ،خو ګڼې نورې رسنۍ ،چې تر يوه مهاله خپرونې وكړي ،نو بيا پرې د مرستو سرچينې وچې شي او په ټپه ولاړې ودرېږي،د دغه پاتېوالي لوى عامل سياسي كارپوهان د رسنيو د ودې او پرمختګ لپاره د يوې سمې ملي كومېټې او د دولت د ملاتړ نه شتون بولي،داخبره ترډېره سمه ده ، دولت داسې يوه كومېټه درسنيو د ملاتړ اومرستې لپاره نه ده جوړه كړې ،چې رسنۍ پياوړې كړي ، له رقابته پاتې نه شي او بياپرټپه ونه درېږي ، دغه راز  رسنۍ  هم داسې يوه منځكړې كومېټه نه لري ،چې د سرينو د ملاتړ لپاره نړيوالې مرستې راجلب كړي او رسنۍ له ناورينونو وژغوري او په مخ كې يې د ټولو ستونزو او ناخوالو نوغي راوسپړي او يايې هم داسې ملاتړ وكړي ،چې بې ځواكه رسنۍ پر  پښو ودروي او هغه د سقوط  له خطره وژغوري .

د رسنيو د دغو نه همغږيو ترڅنګ ګڼې نورې ستونزې هم  رسنۍ ګواښوي، كه اوسنى ژورنالېزم پر توازن برابرې خپرونې معياري او بې پرې بولي ،چې ګنې بې طرفه اختيار كړي ، خو د دغو چارو د پرمخ بيولو لپاره داسې مسلكي ژورنالېستان هم په ګڼو رسنيو كې پر دندو نه دي ګمارل شوي ،چې د نړيوال ژورنالېزم دغه معيارونه وپېژني او له مخې يې خپرونې پيل كړي ، كه د ګڼو نورو رسنيو كاركوونكي بيا هڅه كوي ،چې د نړيوال ژورنالېزم پر معيارونو پوره خپرونې وكړي ،نو بيا د بېلابېلو ډلو نظرونه نه شي راټولولاى ، كه د يوې پېښې په اړه د دولت نظر تر لاسه كړي ،نو بيا د مخالفينو نظرونه نه شي ترلاسه كولاى ،دغه راز كه د مخالفينو نظرونه يا ادعاوې ترلاسه كړي ،نو بيادولتي چارواكي نشي موندلاى ،چې د خپل خبر ياګزارش توازن پرې سم كړي ،په دې وروستيو كې د هېواد په سوېلي ولايتونو كې همدا ستونزې ډېر خبريالان ګواښوي .

د خبريالانو دسر او مال نه خونديتوب بله لويه ستونزه ده ،چې د رسنيو كارونه يې ټكني كړي دي ، هغه په دې مانا ،چې كه كوم خبريال د يوې جنايي او حقوقي پېښو په اړه جزيات ترلاسه كړي ،نو هغه ګواښل كېږي ،ډبول كېږي او ان وژل كېږي ،چې د دغو پېښو راز پاش نه كړي ،موږ په دې وروستيو كې داسې ډېرې پېښې وليدې ،ياهم خبريالان په داسې مرموزه توګه وژل شوي ،چې تراوسه يې نه جرم مالوم دى اونه يې هم قاتلين دولت نيولي .

دګڼو نورو رسنيو د نامسلكي كاركوونكيو ستونزه بله هغه زيانمنوونكې ده ،چې ترې تر ډېره د هېواد ملي ګټو ته زيانونه اوړي ،په دې مانا د ګڼو رسنيو چارواكي لاهم د رسنيو رسالت او د ولس غوښتنې په پام كې نه نيسي ، دا راز رسنۍ ګڼ كارپوهان ډېرې خطرناكي بولي او وايي دوى له بهره د بهرنيو هېوادونو د څارګرو كړيو لپاره كار كوي ، دوى ته نه زموږ اساسي قانون د درناوي وړ دى او نه هم زموږ ملي ګټې په پام كې نيسي او پرځاى يې هرهغه څه خپروي ،چې د دوى بهرني باداران يې ورته فرمايشونه وركړي ، داسې هم ويل كېږي ،چې دغه راز رسنيو ته له بهره د خپرونو لستونه جوړېږي او پرهمدې بنسټ بيا كار كوي ،ان چاپي رسنيو ته د انټرنېټ له لارې سرمقالې هم رالېږل كېږي .

سره له دې ،چې نړيوال ژورنالېزم د هر هېواد دين ،مذهب او ملي ګټو ته درناوى لري ،خوداډول رسنيو ترډېره د پردي كلتور د خپرولو لپاره ملاتړلې ده ،چې زموږ خپل كلتور پرې نابودكړي ،ملي ګټې پرې زيانمنې كړي ،اساسي قانون تر پښو لاندې كړي  او پرځاى يې د هغه هېوادونو كلتورونه عام كړي .

بل لورى په هېواد كې د رسنيو د كار كوونكو پر سر نظارت هم نشته، داسې ،چې د هغوى كړه وړه په ګوته كړي ،ښو ته يې ښه ووايي، او د بدو مخه يې ونيسي د هغو ناسمو خپرونو او هڅو،چې هم له ملي ګټو سره په ټكر كې وي ،هم له اساسي قانون سره اړخ ونه لګوي ،هم يې ولس نه غواړي او هم د ينې او مذهبي ارزښتونو ته زيانونه اړوي ،په بله وينا د رسنيو د كاركوونكو لپاره مكافات او مجازات نشته ،هغه ،چې د ولس له هيلو سره سمې خپرونې كوي ، پر تول پوره وي او داسې سوچه وي ،چې ټول يادشوي ارزښتونه پكې لاځلول شوي وي ،نه ستايل كېږي او دغه رازكه كوم ليكوال او فرهنګپال داسې كتاب او يابل كوم اثر چاپ كړى وي ،چې د ولس د ستونزو په هوارولو كې ګټور تمام شي ،نو هغوى د دولت او نورو ارګانونو له خوا نه ستايل كېږي .

ها خوا ګڼ ليكوالان خپلو مسووليتونو ته په ښه توګه نه دي ژمن ، ددوى ليكنې تر ډېره غرضي دي، هره نيوكه يې بې ځايه او يوازې د پارونو او كړكېچ لپاره وي ،د ملي ګټو لپاره ټول كار نه كوي ،پر ډلو ټپلو او ان بهرنيو هېوادونو پورې تړلي وي او تر ملي ګټو خپلې او د نورو مغرضو هېوادونو لوړې ورته ښكارېږي

په همداسې حال كې كه ټولې رسنۍ سره همغږې نه شي ،كه دولت ورته يوه سمه كومېټه جوړه نه كړي ،كه د ټولو رسنيو خپرونې د ژورنالېزم پر نړيوالو معيارونو او ارزښتونو برابرې اوسيخې نه شي ،نو وېره ده ،چې همدا رسنۍ به هېواد د كړكېچ په لور نور هم ورټېل وهي ،داسې به  ولس پر ډلو ټپلو ووېشي ،چې بيابه يې يو كول ناشونى كار وي ،چې نه به يې نړيواله ټولنه سره يوكولاى شي اونه به يې د ولس استازي.ښه داده ،چې سر له اوسه دولت او د رسنيو استازي سره كېني او د ټولو ناخوالو ،ستونزو ، برياوو او په مخ كې يې د پرتو ستونزو د حل لپاره يوه كاري كومېټه جوړه كړي ،چې د ملي ګټو په پام كې نيولو او د ديني ،ملي ،هېوادنيو او ژورنالېسټيكو ارزښتونو له مخې د رسنيو رسالت مالم كړي او د كار كوونكو دندې يې روښانه او د ستونزو د له منځه ولړلو لپاره يې لارې چارې په ګوته كړي .