دا د ترهګرۍ د مخنيوي مبارزه ده او كه دخورېدا ؟(وردګ)
په دې ورستيو كې په هېواد كې د ناامنيو لمن خورا پراخه شوې او له جنوبي ،مركزي سيمو دادى اوس شمالي او شمال ختيځو سيمو ته غځېدلې ده ،په دې اړه له ټول ولس سره اندېښنې راپيدا شوي دي ،ولس د تمې پرخلاف ،چې ګنې ورته به په هېواد كې سم سمكى راځي ،كار او رزګار به ورته پيدا كېږي ،د بيا رغاونې كارونه به زور اخلي ،د بنسټيزو پروژو جوړول به عام كېږي ،خو له بده مرغه ،چې داسې نه دي ،كه هر څومره دولت او نړيوالې ټولنې له ولس سره د يادو شويو ښاديو د پلي كولو ژمنې وكړې ،خو دادى اوس هرڅه ناشونې ښكاري ،كه هرڅومره د كورنيو او بهرنيو ځواكونو شمېره ډېره شوې او ان تر درې لكو پورې رسېدلې ،خو له بده مرغه ،چې ورسره سم د ناامنيو لمن هم پراخه شوې ده.په دې اړه ولسمشر حامد كرزي هم اندېښنه ښكاره كړې ،چې د شپې په پټه په چورلكو كې وسله وال شمالي سيمو ته لېږدول كېږي ،دغه راز په فارياب كې د ايغورو په نامه بهرني وسله وال ځاى پرځاى شوي او نا امنيو لپاره پلانونه جوړوي ،په همداسې حال كې د هېواد د ا منيتي چارو واګي ټول د بهرنيانو په لاس كې دي ،سياسي كارپوهان تر ټولو ډېر بهرنيان ملامت بولي او وايي ،چې همدا يو شمېر بهرنيان مخالفينو ته وسلې او وسايل وركوي او بيايې د كورنيو او نورو بهرنيو ځواكونو سره جنګوي ،دغه راز په چورلكو كې د شپې هم همدوى وسله وال لېږدوي ، چې ډېرى وګړي يې په اړه شاهدي هم وركوي .
لويه پوښتنه داده ،چې دا د ترهګرۍ د مخنيوي مبارزه ده او كه د ترهګرۍ د خورېدا ؟
څنګه ترپرونه يوازې درې سوو امريكايانو د طالبانو پياوړى حكومت ونړاوه او له هېواده يې د ترهګرو ځالې لرې كړې،خو اوس درې سوه زره ځواكونه يوازې د څو زرو مخالفينو مخه نه شي نيولى ؟
كه له مخالفينو سره د يوشمېر بهرنيو ځواكونو لاس نه واى ،نو داڅنګه شونې وه ،داڅنګه امنيت ناشونى دى ،داڅنګه مخالفين خورېږي او مخه يې نه نيول كېږي ؟
داهغه اندېښمنې پوښتنې دي ،چې بايد ورته بهرني ځواكونه ځواب ووايي .
په اصل كې اوس هېواد له ډېره بهراني حالته تېرېږي ،هم دولت تر درانې بهرنۍ اغېزې لاندې دى او هم مو په هېواد كې بهرني ځواكونه داسې بې پروادي ،چې په هېڅ توګه د دوى له ماموريت سره اړخ نه لګوي ،دى پرځاى د دې ،چې امنيت سم كړي ،له كورنيو ځواكونوسره همغږي رامنځ ته كړي ،په هېواد كې سم سمكى راولي ،د بيا رغاونې چارې ګړندۍ كړي ،ولس ته كار پيداكړي ،د فقر مخه ونيسي،كورني ځواكونه پياو ړي كړي ،له مخالفينو سره خبرو ته لاره پرانيزي او دولس پرخوښه كار وكړي ،خو له بده مرغه داسې نه كېږ ي او د هيلو پرخلاف ورځ تر بلې حالات ټكني كېږي .
يوشمېر بهرنيو كړيو ان په ټاكنو كې هم لاسوهنو ته زور وركړى او نه غواړي ،چې د ټاكنو پايلې اعلام كړي ،نوى حكومت جوړ شي او ياهم دويم پړاو ته د ټاكنو پرېكړه وكړي ،كه په دې اړه هرڅومره افغان ولس خپلې غوښتنې په ډاګه كړې او وخت ناوخت يې د ټاكنو د پايلو اعلامول غوښتي ،خو دوى خپلو سرتمبګيو او د ټول ولس پر هيلو او ارادو يې ملنډو وهلو ته زرو وركړى .
داسې هم ويل كېږي ،چې دوى ته د خلكو رايې ارزښت نه لري او اوس غواړي ،چې ايتلافي حكومت پر ولس وتپي او داسې فرمايشي ليډران پكې په ولس واكمن كړي ،چې نه د ملي ګټو پرواولري ،نه په ولس كې ښه نوم لري،نه يې ولس ته كوم كار كړى ، نه د حكومتوالۍ وړتيالري ،نه يې وګړي غواړي اونه هم پرې افغان ولس ورټولېداى شي ،بلكې داسې كسان غواړي ،چې يوازې اويوازې د همدوى په چوپړ كې وي او د هغوى لپاره كار وكړي .
په همداسې مهال موږ پر دولتي چارواكو غږ كوو،چې د دغو فسادپېشه بهرنيانو پروړاندې ورپورته شي،ترې پوښتنې وكړي ،واكونه يې محدود كړ ي ،لارې ته يې سم كړي ،د امنيتي بهرنيو ځواكونو دندې ور په ګوته كړي،اړ يې كړي ،چې د نړيوالو تړونونو له مخې په هېواد كې خپل ماموريت پرمخ بوځي .
كه داسې ونه شول،نو بيابه بهرنيانوخپل كاركړى وي او داسې څوك به نه وي،چې د دوى مخه ونيسي او ياهم په هېواد كې جګړې او نښتې كابو كړي .
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې