وړمه ورځ جمهور رييس  په ارګ كې په يوه خبري غونډه كې له داسې راز څخه پرده پورته كړه ، چې ټول يې هك پك  كړي دي .ده وويل ، چې  دهېواد شمال  ختيځو سيمو ته د شپې په پټه نامالومې چورلكې ورځي او وسله وال كسان لېږدوي او په نو موړو سيمو كې دا ډول ناقانونه هڅې په مرموزه توګه  روانې دي ، ده ويلي چې په دې اړه يې پلټنې پيل كړې اوژر به يې په ډاګه كړي ، چې دا څوك دي، چې په دغو راز كړنو يې لاس پورې كړى دى؟

 په ټوليزه توګه په هېوادكې څه نا څه درې لكه  كورني  او بهرني امنيتي ځواكونه پر دندو لګيا دي ، له بهرنيو هغو سره خو داسې وسايل شته ، چې په هره سيمه ، كونج  او ان د غره بلې خواته هم څار پرې كولى شي ، هر وسله وال خو ځښت  په توره شپه كې هم څارلى او ليدلى شي، د هوايي څار  او په تېره بيا په  او سنيوحالاتو كې خو داسې رادار لري،چې  په نړيواله كچه ټول هوايي ډګرونه كنټرولولى شي هره يوه الوتكه او چورلكه،چې كله له ځمكې څومتره پورته شي،نو ويني ، يې دلته چې افغانستان ته را اوړي او زموږ فضا يې هريم ته ننوځي، بيا نو داسې مانا لري ،لكه د بهرنيو ځواكونو پر كمپونو چې ، راتېرېږي او د د وى  پر وړاندې وسله وال پلي كوي ، پوښتنه دا ده ، چې له دومره څار سره سره بيا  هم د دغو چور لكو د راتلو او د وسله والو د پلى كولو  پر چارو ولې ټولو ، ځانونه كاڼه او ړانده اچولي دي ؟

دا څنګه رادار او وسايل دي ، چې  لويه او د لړځونكي غږ چورلكې نه شي ليدلى ؟ دا څنګه امنيتي هڅې  دي چې نړيوالو ځواكونو د هېواد د خاورې  او وګړو د ساتلو  په بهانه پيل كړې دي ؟

په همداسې حال كې له لويه سره له ولس سره اندېښنې دي،چې  دا بهرني ځواكونه څه كوي، دوى امنيت ساتي  كه د نورو موخو لپاره  راغلي دي ؟

د دوى پر مختللي وسايل  او را دار د څۀ لپاره  دي ؟

ګڼ  سياسي كارپوهان پردې اند دي،چې كېداى شي همدابهرني ځواكونه دغه وسله وال په چورلكو كې راوړي او بيايې د كورنيو امنيتي ځواكونو پرواړاندې پلي كوي ،چې امنيت خراب كړي ، دغه راز وايي ،چې دلته هرڅوك په خپل سردي ، بهرني ځواكونه كه څه هم پر مختللى وسايل لري،خو په خپل منځ او دغه راز له كورنيو ځواكونوسره د امنيت او ثبات ساتلو  لپاره  همغږي نه لري په همداسې بې پروايۍ كې كه هر څودغه نامالو مې چورلكې راځي او وسله وال كسان  پلي كوي نو آيا دوى پرې سترګې پټوي؟

په حقيقت  كې افغان ولس او دولت له نړيوالو بهرنيوځواكونو نه دا تمه نه لرله ، چې  د امنيت ساتلو  په برخه كې خپل مسووليتو نه تر سره نه كړي ، دوى بايد هره چورلكه مالومه كړي ، چې  له كومه ځايه  راځي او د چا ده ، څوك زموږ  د امنيت  د ګډوډولولپاره  وسله وال په توره شپه كې راوړي ؟

ايا دا وسله وال كسان له هغوى  سره تړاونه لري  او د دوى كسان نه دي ؟

كه وي، بايد  ووايي ، چې په اړه يې د كورنيو ځواكونو او زموږ د مشرتا به اندېښنې لرې شي ، همدا اوس په هېواد كې د نا امنيو لمن لا خورېږي د حامد كرزي په مشرۍ په منظمه توګه امنيتي غونډې روانې دي او هر وخت د هېواد د امنيت  د سمولولپاره  لارې چارې لټوي ولسي جرګې هم په همدې هيله امنيتي چارواكي غونډې ته ورغوښتي وو، ټولو ومنله  چې امنيتي ستونزې پراخه شوې دي داچې  داسې خپلسرۍ  را پيدا شوې  او نور زموږ د امنيتي فضا د ګډوډولو هڅې كوي ، خورا لويه اندېښنه ده ،بايد د داسې ناوړو هڅو مخه نيول شوې واى ، بايد كورني  او بهرني  ځواكونود ناامنيو په وړاندې ځنډنه منونكي ګامونه پورته كړي واى،خو كورني ځواكونه بايد  مالومه كړي ، چې دا څوك دي ، چې  له دومره  نړيوالو ملاتړ سره سره بيا د كورنيو ځواكونو پر وړاندې دجګړې او نښتو لپاره  په توره شپه كې په چورلكو  ، چورلكو وسله وال كسان  رالېږدوي ؟

موږ افغان ولس  د دې خبرې سپيناوى غواړو او د زر ترزره يې د مخنيوي غوښته كوو.