غزل(جمال زمانى)
تير وختونه دې چې ګــرانه را په يــــاد شــــــــــــــــــــي
ستـرګې اوښكې تويــه وي زړه پـــه فريــــــاد شـــــــي
دا د نــــــــــــن غـــــــــــــــمونــــه نــــه دي زمــــا جـــــــــانه
هـــــره ورځې دومـــره نـــــور ورســـــره زيــــــاد شــــــي
ستــــــــــــا پــــه يـــــاد كــــــې پـــــــه ژړا ژړا ژړيــــــــــږم
ارمـانونه مــې پـــه اوښــــكو كـــې بــر بــــاد شــــــــــي
بيـــا خپل مخ تـه پـــه ټس ټس څپــــيړې وركــــــــــــړم
چې مين په بې وفا وي څـــــه بـــه ښـــــــــــاد شــــــــــــي
اوس تـــــه خپله قضاوت كــــــړه زمــــــــــــا يـــــــــــاره
دا نـــــــــا اهله زړه په تا پسې فرهـــــــــــــــــــــــــاد شي
د جـــــــمال قسمت اشــــــنا د بــــــدو بــــــــــــــــــد دۍ
كـــــــوم چې ډېر پرې اعتـــــماد كړي بې اعتماد شي
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې