یوې ترکې نجلۍ له کیلې پلاستیک جوړ کړ

تاند- د ترکیې د استانبول د یوې لېسې زده کوونکې له دوه کاله څېړنې وروسته بریالۍ شوه چې د کېلې له پوستکي څخه پلاستیک جوړ کړي.
د فرانس پریس خبری اژانس د راپور له مخې شپاړس کلنه الیف بیلګرین توانېدلې چې د کیلې له پوستکي څخه داسي پلاستیک جوړ کړي چې د کېبلونو او سیمونو د پوښلو لپاره پکارېږي.
حاضردمه پلاستیک تر ډېره حده له تېلو جوړېږي خو د الیف بیلګرین اختراع، چې د امریکا د ساینټفیک په نوم سایسني مجلې تایید کړې، د چاپېریال د ککړولو له مخنیوي سره مرسته کولی شي.
له تېلو څخه جوړېدونکي پلاستیکونه د هوا او چاپېریال د ککړونې تر ټولو مهم عامل ګڼل کېږي.
پېغله بیلګرین وايي چې د نوبل د جایزې ګټونکې ماري کوري یې ایډیال شخصیت دی.
ساسنټفیک مجلې اغلې بیلګرین ته د پنځوس زره ډالرو سکالرشیپ ورکړی څو دا خپلو علمي او ساینسي کارونو ته دوام ورکړای شي.
+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې