چې په کومه لاره لاړ شې زه يې مل شـــــــــم
لکه ګرد دې هسې خور په هر، يو پله يـــــم

زه په کومو سترګو ځان ته بيمار وايــــــــــم
چې دا ستا نوم اخيستی شمه نو ښه يـــــــم

ستا ليدل لکه د خوب ليدل وو يــــــــــاره
په دې خوب پسې لا هغسې اوده يـــــــــم

لږ د ځان سره په زړه کې فکر وکـــــــــــــړه
زه خاطر   دې چرې يو ځلې په زړه يـــــــم