اسرار اتل
داسرار اتل لنډه پيژندګلو
ليکوال،شاعر او ژورنالېست محمد اسرار خان اتل د ۱۹۸۰کال داپرېل پرشلمه نېټه دخیبر پښتونخواايالت د دويم لوی ښار مردان دلوند خوړ سيمې په باغ حرم نومي کلي کې زېږېدلی. اسرار اتل خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په ښوونځي او

ثانوي هغه يې په کاټلنګ های سکول ) لېسه( کې پر ۱۹۹۶ کې پای ته ورسولې. پر
۱۹۹۹ کال يې د دولسم او ورپسې يې د څوارلسم )ديپلوم( سند ترلاسه او دلوړو
زده کړو لپاره پېښور ته لاړ. نوموړي پر ۲۰۰۲ کال د پېښور پوهنتون په پښتو
څانګه کې زده کړې پيل او پر ۲۰۰۳ کال يې په لوړو نمرو او دسرو زرو مډال په
ګټلو سره په پښتو ادبياتو کې دماسترۍ سند ترلاسه کړ. د خپل لوړ استعداد له
مخې يې پر ۲۰۰۴ کال لومړی د پښتو آنرز او ورپسې د بي اېډ سندونه هم له دغې
ادارې څخه لاسته راوړل. اسرار اتل د پښتو ادب ترڅنګ له ژورنالېزم سره د
خپلې لېونۍ مينې له مخې د ۲۰۰۵ کال په پيل کې د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم
له پونځي څخه دماسترۍ سند ترلاسه او د ژورنالېزم په برخه کې يې خپل عملي
کار پيل کړ. نوموړي د ژونالېستيکو چارو ترڅنګ خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه
او پر ۲۰۰۷ کال يې دپېښور پوهنتون په پښتو څانګه کې په ايم فِل کې داخله
واخيسته چې بيا وروسته دپښتو څانګې ادارې دهغه وړتياوو او ادبي کارونوته په
کتو سره هغه PHD ته واړوله او دامهال نوموړی ددې ادارې د پي اېچ ډي سکالر
دی. ژورنالېستيکې هڅې او کارونه : اسرار اتل دښوونځي له مهاله له ژورنالېزم
سره مينه لرله،نوموړي په ۲۰۰۴/۰۵ کال کې له پېښوره خپرېدونکې پښتو ورځپاڼې
خبرونه او اردو ورځپاڼې صبح سره دسب ايډيټر په توګه کار کړی. همداشان يې
په ورځپاڼه وحدت کې د چاپېرچل او په خبرونه کې دسحر ماښام په نوم دوه
کالمونه چلول چې د لوستونکيو لخوا ډېر ستايل شوي. پر ۲۰۰۴ کال کې يې په
راډيو پاکستان پېښور کې دمشهورې خپرونې هندارې د وياند او چلوونکي په توګه
دنده پيل کړه. پر ۲۰۰۵ کال کې يې د براق ۱۰۴ په نوم شخصي راډيو سره کار پيل
کړ،نوموړي په دغه راډیو کې ګڼې ادبي او سياسي خپرونې چلولي چې
جرګه،چاپېرچل،غزلزار او مصرې په وينو سرې خپرونې يې ديادونې وړ دي. اتل
خپلو ژورنالېستيکو هلو ځلو ته دوام ور کړ او په همدې کال (۲۰۰۵) کې يې په
لومړني پښتو تلويزيوني چېنل خيبر کې د نيوز رپورټر او سکرپټ رايټر په توګه
کار پيل کړ چې تر دوو کالو پورې يې پرمخ بوتله.وروسته يې په همدغه چېنل کې د
ادبي پاڼې په نوم تر يو کال پورې يوه ادبي خپرونه وچلوله. نوموړي پر ۲۰۰۷
کال کې په چارسده کې د FM93 په نوم راډیو کې د رپورټر، وياند او د نغمه
زار، ادبي امېل او غزلزار په نوم دادبي خپرونو دچلوونکي په توګه دنده ترسره
کړې. اسرار اتل له تېرو څو کلونو راهيسې له پولې پورې راډیو سره د رپورټر
په توګه کار کوي چې تر دې مهاله يې ګڼ شمېر هر اړخيزې خپرونې جوړې کړي.
دامهال نوموړی په پولې پورې راډيو کې د ادبي او کلتوري خپرونې د پروډيوسر
په توګه دنده ترسره کوي. نوموړي په دې وروستيو کې په پېښور کې له شمشاد
تلويزيون سره کار پيل کړی،چې دا مهال يوه ادبي خپرونه پرمخ بيايي. ادبي سفر
: اسرار اتل د ښوونځي دزده کړو له مهاله له ليکوالۍ سره مينه لرله او په
۱۹۹۷ کال کې يې له چاپي خپرونو سره همکاري پيل کړه چې تر دې مهاله يې په
بېلابېلو چاپي رسنيو کې ګڼ شمېر مقالې خپرې شوي. اتل د بېلابېلو ادبي ټولنو
او نورو ادارو له خوا دښه ليکوال،وياند،ژورنالېست او شاعر ستاينليکونه او
مډالونه ترلاسه کړي.
داتل دشاعرۍ چاپ کتاب ((((زیړ مازیګری په پښور کښی دی)))))
خو وايي چې دشعر او نثر څو کتابونه يې د چاپ لارې څاري. نوموړی خپل هدف امن او دولس سوکالي ګڼي، او په دې لړ کې يې خپل ژوند ژبې،ادب او دکلتور ودې ته وقف کړی.
داسراراتل کلام
تــا كــه پـــه رنـــجو او سلايي كرښې راښـــــكلي دي
ما د زړه له پاسه پــه اغــزي كــــرښې راښــــــكلي دي
هــېچرته مــې نه لــګي تلــى تــــــندى بې برخـــــــې يم
وخت راله څه داسـې په تندي كــرښې راښـــكلي دي
هر سړى واى زه يـــم، دا زمـــا ده، دلـــــته مــــــه راځه
دلته خپل طرف ته هر ســـړي كــــرښي راښكـــلي دي
هر سړى د دغې كور، دعوه كوي چې خپل مــــې دي
چا يــې پــه دېوال چا پـه بوتكي كرښې راښكلي دي
كلي ته يې يوســـئ دلــته زړونــه ښكـــلي نـه اخـــلــي
ښار كې په فوټــپات يو لېوني كرښـــې راښكلي دي
هرڅــه چې وي ويې ګورئ زما د وطن نــــــوم بـــه وي
مــا په خــړ خــيبر باندې وختي كرښې راښـــكلي دي
((((((((((((())))))))))))))))))))))))))))))))))))
څو به ګلونه قتلوئ ، څو به ترې ساه وباسئ
د مينې خيال به لۀ زړګي څنګه پۀ غلا وباسئ
تاسو پرې و پايئ خو ژوند درنه بې مينې نۀ شي
زما د تن وينې نچوړ کړئ ، ما نه ساه وباسئ
فرق همدغه دی ، چې دواړه بس د يو کلي يو
زۀ امن غواړمه او تاسو ترې رڼا وباسئ
حجره به ورانه شي ، جومات به هيڅوک نۀ پېژني
کۀ تصور ترې د ماما او د کاکا وباسئ
بيا به ګودر ، بيا به چينار ته څوک څۀ نۀ وايي خو!
بس د دې کلي نه يو خان او بل ملا وباسئ
نوم ورله مۀ ږدئ خېر دی مونږه خلک پېژنو خو
زما د کوره دا شر ورک کړئ دا بلا وباسئ
اتله يار دې انکار وکړي چې دې نۀ پېژنم!
بيا د هغۀ د لېونو د صف نه ما وباسئ

+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې