د روژې خوړونکی د عذاب پر لیکه دی : مولوي محمدیار وردګ
د روژې خوړونکی د عذاب پر لیکه دی
عَنِ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ أَفْطَرَ يَوْمًا فِي رَمَضَانَ مِنْ غَيْرِ مَرَضٍ وَلَا رُخْصَةٍ لَمْ يَقْضِ عَنْهُ صِيَامُ الدَّهْرِ كُلِّهِ وَإِنْ صَامَهُ . رواه الترمذي , ومسند احمد بن حنبل . وشعب الايمان للبيهقي . وغيرهم مثل ذالك عن عبدالله بن مسعود .
ژباړه : حضرت ابوهریرة رضی الله عنه وویل : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې د رمضان د میاشتي یوه ورځ روژه پرته له کومي ناروغی او پرته له کوم شرعي رخصته وخوري ، د هغې د ( اجر خالیګاه ) به د ټول ژوند روژه ډکه نکړي که څه هم ټول عمر ( نفلي ) روژې اداء کړي .
فایده : له دې حدیث څخه د رمضان المبارک د میاشتي د روژو حیثیت څرګند شو چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وویل : چې یوه ورځ فرضي روژه پرته له کوم شرعي عذر څخه وخوري ټول عمر چې نفلي روژي نیسي د هغې یوې فرضي روژې انډول اجر نشي تر لاسه کولای ، نو ترې جوته شوه چې د رمضان هغه میاشت ده چې څوک ددې قدر او درناوﺉ وکړي چې مخکي له ګناؤ ډک وي له هغې به پاک شي ، چې څوک تر دې دمخه د خدای په دربارکې قدر نه لري قدر به پیداکړي ، چې مخکي د دوژخ مستحق وي جنت به پیداکړي ، چې مخکي یې د ثواب زیرمه تشه وي هغه به ډکه کړي ، لنډه دا چې د رمضان میاشت سراسر برکت ، عبادت ، مرحمت ، او خدای ته د نژدېکت میاشت ده .
څوک چې ددې میاشتي درناوﺉ نه کوي د هغو اړوند پیغمبر صلی الله علیه وسلم داسي فرمایلي دي :
عَنْ أَ بی أُمَامَةَ الْبَاهِلِىُّ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ :« بَيْنَا أَنَا نَائِمٌ إِذْ أَتَانِى رَجُلاَنِ فَأَخَذَا بِضَبْعَىَّ فَأَتَيَا بِى جَبَلاً وَعْرًا فَقَالاَ لِىَ : اصْعَدْ فَقُلْتُ : إِنِّى لاَ أُطِيقُهُ فَقَالاَ : إِنَّا سَنُسَهِّلُهُ لَكَ فَصَعِدْتُ حَتَّى إِذَا كُنْتُ فِى سَوَاءِ الْجَبَلِ إِذَا أَنَا بَأَصْوَاتٍ شَدِيدَةٍ فَقُلْتُ : مَا هَذِهِ الأَصْوَاتُ قَالُوا : هَذَا عُوَاءُ أَهْلِ النَّارِ ، ثُمَّ انْطُلِقَ بِى فَإِذَا أَنَا بِقَوْمٍ مُعَلَّقِينَ بِعَرَاقِيبِهِمْ مُشَقَّقَةٌ أَشْدَاقُهُمْ تَسِيلُ أَشْدَاقُهُمْ دَمًا قَالَ قُلْتُ : مَنْ هَؤُلاَءِ قَالَ : هَؤُلاَءِ الَّذِينَ يُفْطِرُونَ قَبْلَ تَحِلَّةِ صَوْمِهِمْ ». رواه السنن الكبرى للبيهقي , وابن خذيمة وابن حبان في صحيحيهما . ورواه ايضا الحاكم في مستدركه , هذا حديث صحيح على شرط مسلم و لم يخرجاه .
ژباړه : حضرت ابوامامه الباهلي رضی الله عنه وویل : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي وارویدل چې هغه وفرمایل : زه بیده وم ( په خوب کې ) دوه کسان راغله تر یوه او بل مټ یې تکیه کړم یوه سخت غره ته مخامخ ودرولم راته وې ویل : در وخیژه ، ما ورته وویل : په دې ګړنګ نشم ختلای ؟ دوی راته وویل : موږ در سره مرسته کوو ، ( لنډه دا) چې وختلم کله چې د غره منځنی سیمي ته ورسیدو ناڅاپه مي ویرونکي بوږ نونکي اوازونه تر غوږ شوو، ما پوښتنه ترې وکړه دا د څه شي اوازونه اورم ؟ دوی راته پځواب کې وویل : دا د دوژخیانو فریادونه دي ، یوڅه ځای چې وړاندي بوتلم ځینې کسان مي ولیدل چې سرچپه پر پلو راځوړند ول ، د خولې چوخواښکي ( ژامي ) یې بې دریغه څیري ول ، ویني ترې بهیدې ، ما پوښتنه ترې وکړه دا څوک دي ؟ دوی راته وویل : دا هغه کسان دي چې پرته له کوم جواز څخه یې روژې خوړلې دي .
فایده : دا حدیث شریف مختلف روایات لري او په نورو روایاتو کې ډیري برخي لري ، دا هغه اسرار دي چې الله جل جلاله خپل پیغمبرته ښوولي دي ، او پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل امت له هغو ټولو کړکیچو او کږلیچو څخه خبروي چې صبا دوی ور سره مخکیږي ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم دا وینا ټولو هغو بدمرغه کسانو ته خبردارﺉ ده ، چې د خدای جل جلاله له لوري فرض شوې عباداتو ته په سپکه ګوري ، او د خدای جل جلاله د دین سپکاوﺉ کوي ، د خدای حقوق هغه چا ته بې ارزښته دي چې د زړه له کومي اسلام قبول کړﺉ نه وي ، د فاسدي عقیدې څښتن وي ، د شیطان په جال کې ښکیل وي ، د کافرانو غوندي حیواني ژوند کوي ، د اخرت ټول کړه وړه ورته درواغ معلومیږي ، یو څو شپې به د ځناور غوندي د خپلي ګیډي او نفسي خواهشاتو د پوره کولو غم اخستی وي ، کله چې په ځناوري حال کې مړشي خاوروته یې مجسمه ورتسلیم شي بیا ویښ شي خبر به شي چې دا څه وشول او س څه وکړم .
الله جل جلاله دي مسلمان په سمه سیده لاره سم کړي چې دنیوي او اخروي ژوند یې داسي شي :
{ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ بِمَا صَبَرْتُمْ فَنِعْمَ عُقْبَى الدَّارِ (۲۴) } الرعد
: ملائکي به له هر لوري څخه ددوی د هرکلي لپاره راشي او دوی ته به ووایي تاسي ته سلامتیا ده لکه څنګه چې په دنیاکې تاسي له زغم او صبر څخه کار واخیست د هغه په برکت نن ستاسي ډیر غوره انجام دی .
الله جل جلاله دي دا هرکلی موږ ټولوته را په برخه کړي .
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې