عن سلمان بن عامر الضبي رضی الله تعالی عنه عن النبي صلی الله علیه وسلم قال : اذا افطر أحدكم فليفطر على تمر فانه  بركة  فان لم يجد فليفطر  على ماء فانه طهور .  رواه ابوداود  والترمذي  مرقات ۴\ ۴۲۳

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه :له سلمان بن عامررضی الله څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل : کله چې له تاسوڅخه یوتن روژه ماتوي نولمړی دي په خورما باندي روژه ماته کړي ځکه خورما د برکة شی دی ،اوکه یې خورما ونه موندله نوبیادي لمړی په اوبوروژه ماته وي اوبه یو ښه پاکیزه شی دی .

تشریح : یعني کله چې یوتن روژه ماتوي  نولمړی دي په تازه خورماو ماته کړي بیادي نو نورخوراک وکړي ، اوکه یې خورماوي ونه موندي نوبیادي په سړواوبولمړی روژه ماته کړي  یعني لمړی دي یو یادري سوره اوبه سورکړي بیادي نورخوراک پیل کړي .

ملاعلي قاري رحمه الله لیکلي : چې په خورماکې برکة اوخیرکثیر نغښتی دی اوښايې چې حکمة یو هم داوي چې خورماوحلاوة  دانسان دبدن قواوي  غښتلي کوي .اواوبه هم چونکه پاکیزه نعمت دی نوپه دي سره به یوتفاؤل راشي چې دانسان ظاهراوباطن دواړه پاک شې .

داخبره داوس وخت طبیبانوهم کړي چې کله دانسان معده اوکلمي تشي وي اوخوراک یې نه وي کړی نوسمدستي یوسخت خوراک کول انسان له بیلابیلوناروغیوسره مخ کوي ،خوددي لپاره درمل داده چي لمړی بایدداسي تن خوږشی وخوري څویي دهاضمي قوه غښتلي شي اودنور ثقیلوغذا دجذب جوګه شې ، اوپه خوږوڅیزونوکي دغه قوت ترټولوپه خورماکې زیات دی . دكتور أحمد عبد الرؤوف هشام ، اودكتور علي أحمد الشحات لیکلي : چې په خورماکي  دوه ویشت غذايې قوتونه موجود دي .

 

لا شك أن في اختيار الشارع التمر للإفطار حكمة عظيمة ، ومن هذه الحكم أنه حين يريد الصائم أن يفطر فإنه ينبه جهازه الهضمي الذي يبدأ مباشرة في عمله ، ولا شك أن الصائم في حاجة سكريات سريعة الهضم ليدفع عنه الجوع لأن السكريات هي أسرع المواد الغذائية يمكن امتصاصها ووصولها إلى الدم ، ومن تلك المواد السكرية نجد أن التمر هو من أفضل تلك المواد وبه حوالي 22 مادة غذائية .كما يذكر الدكتور أحمد عبد الرؤوف هشام ، والدكتور علي أحمد الشحات - النتائج التالية :

إن تناول الرطب أو التمر عند بدء الإفطار يزود الجسم بنسبة كبيرة من المواد السكرية فتزول أعراض نقص السكر وينشط الجسم .إن خلو المعدة والأمعاء من الطعام يجعلهما قادرين على امتصاص هذه المواد السكرية البسيطة بسرعة كبيرة .

هوپه دي خبره سره دپیغمبرصلی الله علیه وسلم ددي خبري ښه تصدیق وشوچې وايې :اذا افطر أحدكم فليفطر على تمر فانه  بركة  الحديث ؛ هکذافي فقه رمضان

په دي اړه نورحديثونه

[الفوعن انس رضی الله تعالی عنه قال كان النبي صلی الله علیه وسلم : يفطر قبل ان يصلي  على رطبات  فان لم تكن  فتميرات  فان لم تكن تميرات حسى حسوات من ماء  .

ژباړه :انس رضی الله تعالی عنه وایې : چي نبي صلی الله علیه وسلم به دلمانځه وړاندي  په تازه خورماو روژه ماتوله ، اوکه به یې تازه خورماوي نه وي نوبیا به یې په وچوخورماوروژه ماتوله ، اوکه به وچي خورماوي نه وي نوبیابه يې په څوسوره اوبوباندي روژه ماته کړه .

تشریح : په مرقات کي راغلي چې که به پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته اوبه اوخورمادواړه موجودؤ نوبیابه يې هم په دواړو روژه ماته کړه اولمړی به یي خورماخوړه بیابه يې اوبه پسي سورکړي . ومن عادة النبي r كان تقديم  التمر على الماء  . مرقات ۴\۴۲۳ بالاختصار .

[ب ] وفي رواية  عن ابي يعلى  رضی الله تعالی عنه قال :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : من وجد تمر فليفطر عليه  ومن لم يجد  فليفطر  على الماء  فانه طهور . رواه ابن خزيمة   الترغيب ۱\ ۲۷۶ وترجمته ظاهرة