په نړۍ كې د ودونو عجيبه دودونه (غوث الدين)
۱-په تبت كې ګډ واده:
له ټولو بد عادت د چين په تبت كې دا، چې كه يو څو وروڼه په يو كور كې اوسيږي ، نو له هغوى څخه مشر ورور يوه ښځه اختياروي اوځان ته يې واده كوي چې له هغې سره د څملاستې لپاره هر ورور اجازه لري.
۲-د هند په پنجاب ايالت كې
يوه ډله خلك د يوې ښځې په ودولو سره صلاح كيږي او د ميړونو سره يې د پاتې كېدو لپاره ورځې ټاكي او كيداى شي چې د نوموړې ښځې د ميړونو شمېره شپږو او يا زياتو ته ورسيږي ، خو كله چې حامله شي او ماشوم راوړي،نو نوموړى ماشوم د هغه چادى چې هغه له نورو څخه په عمر كې زيات وي او همدارنګه نور بچيان په سلسلې سره .
۳-د چينايانو واده.
د چينايانو په نزد په ځينو سيمو كې د عجيبه ودونو څخه يودادى ، چې د هلك او جينۍ ترمنځ بې له دې چې هغوى سره وويني كوژدن كوي،په كوم وخت كې چې كوژده پاى ته ورسيږي ، نو دناوې كورنۍ ناوې سينګاروي او په يوه ډولۍ كې يې كينوي او په هغې پسې د ډولۍ ور قلفوي او له خپل ښار څخه يې بيرون ته وباسي او له هغې سره يې د كورنۍ يو څه غړى هم وي،نوكله چې د ميړه ځاى ته چې په كوم ځاى كې يې ورته كينولى وي،كليد په لاس وركوي او هغه يې خلاصوي كه يې خوښه شوه ، نو له ځان سره يې ولي او كنه بيرته يې پريږدي.
۴-په تبت كې كوژده كول
د تبت سيمه د كوژدې عجيبه رواجونه لري ،كله چې دوى ښځه او ميړه اختياروي،ددوى ځينې نږدې خپلوان ناوې د يوې ونې په لوړ ځاى كې كينوي او ټول يې د ونې لاندې د لرګيو سره ودريږي او كه چا وغوښتل چې له نوموړى جينې سره كوژده وكړي،نو هغه ته لازمه ده،چې ځان ور ورسوي او د هغې نږدې خپلوان هغه هغې ته له رسېدو څخه په وهلو او ټكولو منع كوي،كه ونې ته وخوت او هغه يې له لاسه ونيوله ،نوهغه يې بايد له هغه ځاى څخه وتښتوي ترڅو له هغوى څخه ځان خلاص كړي ، نو په دې سره به يې هغه جينۍ ګټلې وي او دابه د جينۍ لپاره دوياړ خبره چې هغه د هغې سره تر دې حده مينه لرل وي.
۵-په نوې كينيا كې واده:
ددوى داسې عادت دى، چې يوه پيغله انجلۍ به په يوه ډنډ كې بربنډه ودريږي او يو له حاضرينو څخه به هغې ته لباس وروړي، كه نوموړى لباس هغې ته خوښ شو او وايې غوسته نو په همدې وخت كې د هغه ښځه ګڼل كيږي.
۶-د هند جنوبي برخه د عجايبو مور ده:
د بوند يورجاس په ښار كې ناوې خپل راتلونكى ميړه په يو سخت امتحان كې غورځوي،ناوې د خپل ميړه سره ځنګل ته ځي او د هغه لپاره اور بلوي ، ترڅو خپله شاه پرې وداغي، كه يې له درد څخه واويلا وكړه ، نو هغه د هغې ميړه نه شي كيداى او د نوموړې قبيلې دنجونو ترمخ يې رټي او كه يې له درد څخه واويلا ونه كړه،نوهغه په ډيرې خوښۍ سره هغه خپل ميړه ګرځوي.
۷-اندونيزيا:
كله چې ناوې د پلار له كور څخه د ميړه كورته ځي نو ميړه بايد په ځمكه په ګونډو كيني ترڅو هغې ته ورپه شاه شي او ترهغه پورې يې له شاه څخه نه كوزيږي ترڅو يې چې خپل كور ته نه وي رسولې او كه نوموړې لاره هر څومره اوږده هم وه.
۸-ملايو
دوى په واده كې كه د يوچايو څوك خوښېده ،نو هغه د جينۍ كورته راځي او د نوموړې جينۍ سره پس له دې چې موافقه ورسره وكړي د دوو كالو لپاره پاتې كيږي، بې له دې چې ورته ووايي،كه يې په نوموړيو دووكالو كې ورسره موافقه وكړه،نو يې هغه ميړه دى او كه يې په اخلاقو كې كوم خلل وليده،نو هغه به يې په هغه وخت كې له خپل كور څخه شړي.
۹-ګرين لينډ:
د ګرين لينډ په كليو كې داسې عادت دى، چې ميړه به د ناوې كورته ځي او له ويښتو به يې نيسي او هغه ځاى ته به يې له ويښتو نيولې راكاږي ، ترڅو يې د محفل ځاى ته راورسوي.
۱۰-پى سفيك:
د هاوى د ټاپوزمې د خلكو دا عادت دى چې سړى خپلې ښايسته ښځې ته په مهر كې په پوره اندازه موږكان وركړي او د موږكانو اندازه د ناوې د ښايست په توپير سره توپير لري.
۱۱-په نړۍ كې ترټولو عجيبه مهر:
په نړۍ كې ترټولو عجيبه مهر چې اخستل كيږي هغه دا چې د جاوا په غربي ټاپوزمه كې ميړه او ښځه د موږكانو پنځه ويشت لكۍ د نكاح خط يا د واده د ليسنس د ترلاسه كولو لپاره وركړي او كه څوك غواړي چې هويت يا شخصيت ثابت كړي،پنځه لكۍ وركړي.
د جاوا والي نوموړى مهر ځكه ټاكلى دى چې دوى د موږكانو نسل ختم كړي او د وريجو محصولات يې له ضرر څخه خلاص شي.
۱۲-واده په بورما كې :
دوى د واده لپاره داسې يو رواج لري،چې يو زوړ سړى ناوې په ځمكه غورځوي او دواړه غوږونه يې سوروي كوي،كه په نوموړى حالت كې هرڅومره چيغې ،واويلا او ددرد احساس وكړي،نو مرسته ورسره نه كيږي او نوموى مراسم دموسيقي په غږولو سره سرته رسيږي.
۱۳-افريقايي جوبيز قبيله:
په نوموړې قبيله كې ناوې د خپلې ژبې په سورى كولو مجبوريږي ، ترڅو له ډيرو خبرو څخه چې ميړه يې ورڅخه تنګيږي ډډه وكړي او د كوژدې ګوتۍ يې په ژبه كې ايښودل كيږي او پر هغې كې يو تار اچوي او هغه د ميړه په لاس كې وي،كله چې د خپلې ښځې له زياتو خبرو څخه تنګ شي نو تار راكاږي او ددې دا معنا ده چې ښځه بايد خپلې خبرې بندې كړي.
۱۴-تاهيني ټاپوزمه:
په نوموړې ټاپوزمه كې هغه ښځه چې د خپل ځان لپاره ميړه لټوي ، د خپل غوږ په شاه كې ګل ږدي او چې كله يې پيدا كړي،نو شاه ته يې ږدي.

+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې