له ښاغلي طالب منګل سره ادبي مركه
ښاغلي منګل دخپل شته ادبي استعدادله مخې په دې توانېدلى چې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېر ښه وځلېږي،له ښاغلي سره مودزړه خواله كړې چې پيل به يې دښاغلي داشعاروپه يوه بيت سره وكړو چې وايي:
سجده مې خداي ته وکړه تلاوت مې اوريد
تړلي يې وه ځوان ته زيړه زنه نــــن ماښـــــــام
اوښکه : دهرڅه له ړومبى لوستونکوته ځان وروپېژنئ؟
منګل: مننه نوم مې طالب دي اوپه کور کې راته منګل وايي او په خوست کې مې خړپوڅي کړي .
اوښکه : شعر ته مو په څوكلنۍ كې مخه كړه ؟
منګل: ياره که غلط نه شم داتو کالو وم چې اول شعر مې وليکه او بيا له يو څو کاله ځنډ ورسته مې نور شعرونه وليکل چې ترننه دوام کوي او وخت ناوخت شعرونه ليکم .
اوښکه : شعر ته مو ولي مخه كړه درد ؤ او كه مينه ؟
منګل: ګرانه!لومړۍ خو درد و او اول شعر مې هم له درده ليکلي او ورسته مې درد کوربه شو او مينه مې دشعر کورته راننه واته .
اوښکه : شعر كې بايد كومو نقطو ته پاملرنه وشي ؟
منګل: زه به ديو خپل شعر درته ووايم شايد دستاسو دپوښتنې ځواب پيدا کړم ـــــ چې دشعر سپيځلي زړه مې ګمراه نه کړي ـــــ کم او زيات توري ترې لرې دشيطان شه ـــــ .
اوښکه : له خپله انده د ښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوئ ؟
منګل: درد ،شرنګ،مينه،سلکۍ ، ژړا،خوشالي او هغه څه چې خلک يې واوري او ښه احساس وکړي .
اوښکه : په شعر او غزل كې څه توپيروينئ ؟
منګل: شعر غزل دي اوغزل شعر دي،اوشعر هغه موزون کلام دي چې دانسان په احساساتو کې تحريک پيدا کړي او هغه څه چې داکارکولي شي وزن او قافيه ولري اوکنه هغه شعر دي اوهر څه چې په زړه اثر کوي او په انسان کې تعجب يا جوش اوجذبه پيدا کوي شعر دي اويو داسې کلام چې په ژړا اواحساساتو تاثير کوي شعر ورته ويلي شو اوشعر يوه ناوي ده چې په حقيقي ښکلا او دصنعت په زيورو سمبال ده شعر هغه څه دي چې په اوريدو سره يې سړي ودرديږي او په سترګو يې اوښکې ر اشي او يا هم له ډيرې خوشالۍ څخه بې هوشه شي په خقيقت کې جهان ټول شعر شعر دي که سړي يې ولټوي او هره سلکۍ واوري نو پوهه به شي چې شعر څه دي .
او پاتې شو غزل ،غزل هم دشعر يو فورم دي،دپښتو اکثره شاعرانو دغزل په فورم کې زيات قلم کارولي او دغزل ښکلا هله پسې زياته شوه چې دپښتو ځوانو شاعرانو دې فورم ته دپښتنې چاپېريال انځورنې ور دننه کړې لنډ به راشو چې غزل معمولان هغه شاعري چوکټ ته وايي چې متلا ولري يعنې دسربيت يې اکثره مقفي وي او هر بيت يې دوهمه مصره ولري اود متلې قافيه تعقيب کړي د پنځو څخه نيولي تر پنځه لسو بيتونو پورې وي او څپې يې يو شان وي خير که دکوم،بيت اوله مصره يوه څپه کمه وي .
اوښکه : په نننې او پرونى شعر كې څه توپير وينئ ؟
منګل: خبره داسې ده که دې پوښتنې ته هم دلته هر اړخيز ځواب ووايو نو شايد ډير وخت او يوه اوږده بحث ته ضرورت ولري زه به په لنډه توګه وويم چې پخواني شعرونه ډير ښه و ځکه چې تر اوسه پورې زاړه شوي نه دي دنصحت اودرس تر منځ ولاړ وو او هم دا وجه ده،چې خلک يې تراوسه اوري او خوند ترې اخلي هغه وخت دپښتو په شعرونو کې دومره څيړنه نه وه شوي او ځينې فورمونه چې هم داوس پښتو ته راغلي نه واو اوس شاعري په نوي انداز کې راونه ده او شاعران هغه څه وايې چې پخوا کوم شاعر په داسې رنګ نه شو ويلي او دپښتوځوانو شاعران پوره کوشش کړي چې په شعر که يو داسې څه وليکي چې دانسان وجود ته جوش او جذبه وردننه کړي او په يو نوي رنګ سره خپل شعرونه په خلکو واوري او خلک دخپل او ټولنې له درد څخه خبر کړي او په پوره جورت سره خپل شعرونه دشعر اوريدونکي له پاره وړندې کوي او دهر بيت په اوريدو سره سړي تر ډيرې لرې پورې وړﺉ شي خو ځينې شاعران شته چې خپل وخت په داسې شعرونو لږه وي چې هيڅ مطلب ،خوند،جذبه،او احساسات نه لري او شعر ته که يې ځير شه دفورم له اړخه يو فورم سره هم سمون نه خوري خو مګر په پخوانيو شعرونو که داسې شيان نه شو ليدلي هغه که هروخت مونږ وايونو داسې نه شو ويلي چې دغه شعر زوړشوي، نوي ځوانان ترې نوي څه زداکولي شي او صنعت له مخې په هر څه سمبال دي او دپخوا په پرتله اوسني شاعري ډيره په مخ لاړه ده اوس مهال ما داسې له عمره واړه او له شعره ډير لوي ځوان شاعران ليدلي چې يو بيت يې زرګونو بيتونو سره پرتله کولي شو.
اوښکه : خپل شعرونو او ياغزلونو كې مو كوم يو خوښ دي چې د لوستونكو هم خوښ شوي وي ؟
منګل: زه به څه ووايم خو کله چې چيرته شعر وايم نو ياران مې هم دا وايي ډير ښکلي شعر دي ،خوند يې راکړ، ته يې بيا ووايه، ماشالله او داسې نور.... زه نه شم ويلي چې دا ښه دي او دانه .
اوښکه : څومره شعرونه مو تر اوسه ليكلى دى ايا كومه شعرې ټولګه هم لرۍ او كه نه ؟
منګل: ګرانه لا مې خپل شعرونه په ګوته ګوته نه دي شمارلي خو زما په فکر تر زرو وراوښتي او پاتې شوه شاعري ټولګه هغه هم دا اوس دچاپ لاندې ده که خداي کول زر به مو سترګې پرې ولږي .
اوښکه : كه په پاى كې نورڅه ويل ولرۍ مهرباني وكړۍ ؟
منګل: قربان ګرانه! اول خو دې دا لوستونکي اوښکه ښه ولټوي هرڅه يې چې خوښ شول په غور سره دې ولولي زه به څه ورته ووايم خو يواځې دومره ورته وايم ناکامي دپرمختګ زيري دي او هميشه په همت لاس جګ وړﺉ ،مينه وکړﺉ او وګورﺉ چې په دې کار کې څومره بريالي ياست .
هسې انــدیښنه ده ګرانې غم نـه دی
راشه زړه مې واخله له تــا کم نـــه دی
نن چې مې دیار شونډې بیــا تورې دي
چا ویل دګور ګورو دا مــــوسم نــــه دی
اوس چې ستا تصویر ته ګرانې نه ژاړم
زړه کې مې نـور پاتې دومره دم نه دی
هسې لیــــــونۍ لیونۍ مــــــــــه ګیږه
غشق کې خو یوکار له مانـه تم نـه دی
وار کـوي دکاڼي پېـــــــــــــــغله دا وایي
پیر بابا ته یوسی منــــګل سم نـــه دی
اوښکه : مننه چې خپل ارزښتناك وخت موموږته راكړ .
منګل: له تاسې څخه هم يوه نړۍ مننه چې موږمويادكړو.

+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې