هغه بدله شوه، بدله شوه، بېخي بدله
وچ تور لاسونه يې اوس سپين له غوښو ډک ښکارېدل
د پښو پنجو کې يې هم وينه ښکارېده له ورايه
وايمه کټ مټ، لکه څنګه چې زما ((مينه)) ده
زما لورکۍ خو لا وړه ده، خو هغه غټه وه
هغې بېخي زما د ((مينې)) څېره واغوستله
راتله راتله په دې ډک ښار کې ماته ودرېدله
لاس يې را اوږد کړ، په يو عالم معصوم انداز يې
په شونډو راغلل ((کاکا جانه! زه يتيمه يمه))
اووف!!!!
په دې اواز زما له سترګو نه لمبې پورته شوې
زما په زړه د درد څپه راغله په ځان پوه نه شوم
هغې چې زما سترګو ته وکتل حيرانه شوله
پر خپلو شونډو يې دويمه جمله جوړه نه کړه
خپلې ښايسته سترګې يې زما سترګو ته واچولې
هغې کتل راته حيرانه وه، چې ولې نو زه
په ډک بازار کې داسې يو دم ژړا واخيستمه
هغه پوه نه شوه چې د خپلې وړې ((مينې)) سودا واخيستمه.