وږي په نسونو ماړه كړي لوڅ په جامو پټ شي او بې كوره خلكو ته د يخ او سړو نه نجات وركړ شي. د اخترونو شپې ورځې چې د امتحان او آزموينې ورځې دي هر څوك بايد په دې برخه كې د زيات زړه سوي نه كار واخلي او د خوارانو مرستې او معاونت ته ورودانګي.

زموږ هېواد چې غريب او بيوزلى هېواد دى زيات كسان مو د لوږې په منګولو كې بند پاتې دي له لوږې نه د دوى د خلاصون لپاره هلې ځلې په كار دي چې په دغه راز اخترونو كې د هر مسلمان بچي وظيفې او دندې څرګندې دي كوچني اختر چې د روژې د مباركې مياشتې د خوشالۍ په دود نمانځل كيږي او د نړۍ ټولو مسلمانانو يوه مياشت لوږه په كې تيره كړې ده د بېوزلو غريبو او خوارانو ژوند ته د دوى د پاملرنې راګرځول دي تر څو مرسته ورسره وشي او د دوۍ په مرستو باندې د دغو خوارانو نسونه ماړه شي او دوى د غربت او بېوزلۍ پر ځاى څه نا څه پر پښو ودريږي او غريب خلك د مدام لپاره د يو،بل مرستې ته لاره څاري كه چېرې مو د دوى نسونه ورماړه كړل او يا مو د دوى د معصومو بچيانو لپاره د نويو كاليو په وركړه لاس پورې كړ نو له شك نه پرته به مو زيات ثوابونه ګټلي وي.

 په اخترونو كې خواران او بډايان يو شان او يو ډول غوښتنې لري هغوي چې زياتې پيسې لري نو خپلو بچيانو ته په خوړو سربېره په زړه پورې ښكلي پوښاكي توكي هم برابر ولي شي خو غريبان چې د خپلو خيټو د مړولو لپاره له يوه بل نه د پور په توګه پيسې تر لاسه كوي د دې قدرت نه لري چې خپلو كوچنيانو ته دې د دوى د ذوق سره سمې جامې برابرې كړي تر څو د لوى اختر په دغه نيكمرغه ورځو كې د چانه وروسته نه وي پاتې شوي او يا د چا د ورښمينو كاليو تر شعاع لاندې نه وي راغلي.

دا چې وايي هر چاته خپل وطن كشمير دى او هر چاته خپل زوى منلى او ښاغلى دى نو ځكه هره مور او هر پلار د دې هيله لري چي بچيان يې د كلي او بانډې د ماشومانو سره د تل لپاره په سيالۍ او رقابت لاس پورې كړي او له دوى نه دې وروسته نه وي پاتې شوي.د غريبانو او بډايانو تر منځ سيالي او رقابت نه شي تر سره كيدلى خو كه چيرې شتمن هېوادوال د كلي او بانډو هلكانو ته هم د خپلو بچيانو په سترګه وګوري اړتياوې او ضرورتونه يې پوره كړي نو بيا به په اخترونو كې د نا اميدۍ له څپيړونه  هم په څنګ پاتې شوي وي او په ميلو او لوب ځايونو كې به د خپلو همزولو تر تاثير لاندې هم نه وي راغلي. په اخترونو كې د خپل فرهنګ او كلتور درناوي هم په كار دى او هيڅوك بايد په دې راضي نه شي چې پردي فرهنګ او كلتور باندې دې خپل افغاني كلتور ته تاوان ورسوي او يا دې له خټكي نه رنګ واخلي او خپل افغاني فرهنګ،كلتور او تهذيب دې كمزورى كړي.

موږ به هغه وخت د اخترونو په اهميت او ارزښت باندې پوره پوهيدلي يو چې د اسلامي ارشاداتو،د لارښوونو او سپارښتونو سره سم مو د اختر نيكمرغه ورځې په پوره مينه او محبت او د ورورګلوۍ په فضا كې سرته رسولې وي خواران مو تر خوا پورې نيولي وي او خپلو لويدلو وروڼو ته مو د مرستې لاسونه ورغزولي وي او دوى مو په پښو درولي وي. موږ  د اخترونو راتګ ته د همدې لپاره هوسيږو چې لويدلي پكې پر پښو ودريږي او د بېوزلو سره په مرستې او معاونت لاس پورې شي نو ځكه دغه راز د مرستې اخترونو ته خلك لارې څاري او پوره هر كلى يې هم كوي.