ښاغلي خوګياڼى دخپل شته ادبي استعدادله مخې په دې توانېدلى چې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېر ښه وځلېږي،له ښاغلي سره موپه اوښكه كې دزړه خواله كړې چې پيل به يې دښاغلي داشعاروپه يوه بيت سره وكړو چې وايي:

ښه ده چې سـتانه راپوره شوه له دې کلي نه ځـم

نـوره مې تنګه حوصله شوه له دې کلـي نه ځـم

اوښكه : له هرڅه دمخه که داوښكه لوستونکو ته ځان ور وپېژنئ؟

خوږياڼى : له هرڅه دمخه اوښكه ټولولوستوونکواودادب دبڼ ټولوګلونوته سلامونه وړاندې کوم .

لكه چې تاسې وويل نوم مې عطاالله دى،دننګرهارولايت دخوږياڼو ولسوالۍ دمملې دلوى کلي اوسيدونکى يم،تراوسه مې دژوندنږدې دوه ويشت پسرليه دخپل عمرڅخه کم کړي دي،په يوه فرهنګي کورنۍ کې مې نړۍ ته سترګې پرانيستي،دامهال دمرام راډيو دخپرونومسؤل يم اوددې ترڅنګ مې سره دکم عمرۍ درندې دندې ترسره کړي دي .

اوښكه : كېدى شي دخپلو زده كړو په هكله مالومات راكړۍ ؟

خوږياڼى: دريم ټولګي پورې مې زده کړې په پيښورکې کړي اوله هغې څخه وروسته هيواد ته په راستنېدوسره دخپل کلي دښوونځي اووم ټولګي ته مې ازموينه ورکړه،چې اوم،اتم،نهم ټولګي مې دخوکياڼودنملې په ښوونځي کې ولوستل،لسم اويولسم ټولګي مې دخوګياڼو په ملکيار هوتک ليسه کې لوستي اودولسم ټولګى مې دننګرهارپه عالي ليسه کې لوستى اودکانکور له آزموينې وروسته دننګرهارعالي دارالمعلمين ته بريالى شوم اوپه ١٣٨٧ لمريزكال کې له پښتو څانګې څخه فارغ شوم .

اوښكه : شعر ته مو په څوكلنۍ كې مخه كړه ؟

خوږياڼى : تيرو درې کلونو راهيسې دترانوترڅنګ شعرونه هم ليکم.

اوښكه : شعر ته مو څنګه مخه كړه ،درد ؤاوكه مينه ؟

خوږياڼى : زما په اند که څوک مينه ونه لري درديدلى هم نه شي ،نوځکه خوبايد ووايم چې مينه ؤه،داچې دامينه دڅه ؤه،بايد ووايم چې زه دخپلې مورمينې دې ته اړکړى يم ،چې شعروليکم .

اوښكه : شعركې بايدكوموځانګړتياووته ارزښت وركړل شي ؟

خوږياڼى : په شعرکې بايد قافيه،رديف، وزن ته ځانګړې پاملرنه وشي خو بايد يادونه وکړم اکثره وخت داسې کيږي چې يوشعر له دې ټولوڅخه بې برخې وي خو دلوستوونکويا اوريدونکو لپاره ډېرښه وي .

اوښكه : له خپله انده د ښه شعر لپاره كوم معيارونه غوره كوئ ؟

خوږياڼى :  زه هڅه کوم چې زما شعرونه له ډېرلغت استعمالولو څخه لري وي ساده وي،هڅه کوم چې قافيه اووزن اورديف ته پکې پاملرنه وکړم اوپخپلوشعرونوکې غمګيني کليمې لکه اوښکه ،ژړا،سلګۍ،درد،غم،فرياد اوداسې نورې استعمال کړم نشي کيداى چې پرځاى په ښه توګه بل څه استعمال کړم .

اوښكه : په نني او پروني شعر كې څه توپير وينئ ؟

خوږياڼى : له پروني شعرونو کولاى شو زده کړه وکړو،مګر په ننني شعرونوکې کولاى شو نوختونو رامنځ ته کړو اکثريت پخواني شعرونه لوستل زموږ لپاره يوډول سبق دى،مګراوسني شعرونه زيات بازاري بڼه لري اوکيداى شي دراتلوونکې لپاره يوسبق ونه وسي .

اوښكه: خپلوشعرونوكې موكوم يو خوښ دى چې د لوستونكو هم خوښ شوي وي  ؟

خوږياڼى : که رښتيا ووايم اوس په شعرونو کې زده کړې کوم اونه پوهيږم چې دغه شعربه دنورو لوستوونکو خوښ وي اوکنه  خونږدې ملګرى خپلواک صيب مې دغه شعر زيات خوښ کړى اوترڅنګ يې ويبلاګ ته ملګرو په اړه نظرونه هم راستولي دي .

چـــــــې محبت پرځاى نـــــــفرت راکوي

اشـــــــــــنا مې څومره بدقســمت راکوي

کله پــــــــــريږدي مې دجـــــانان په لورې

بس تنـــــــــــهايې راتــــه عــادت راکوي

نــه مــــــې ګناه نه مـــــــې کوم جرم کـــــړى

راته سزا چې وخـــــــــت په وخت راکوي

ښـــه په ښــــکاره رابانـــــــــدې ظلم وکړي

راته هــــــــــــم نوم دملامـــــــــــــــــت راکــــوي

دوزخ لــــــمبوکې مې ښــــــــــــه وســــــوزوي

خواږه جـــــــــنت نه  بــــــــــــــغاوت راکـــــوي

ښه په دې پوه شوم دلته ځاى مي نشــــــــته

خوږياڼي ځواب چي دومره سخت راکـــوي

اوښكه:  څومره شعرونه مو تر اوسه ليكلي دي ايا كومه شعري ټولګه هم لرۍ او كه نه ؟

خوږياڼى :  شعرونه خومې تقريباَ د  50 په شااوخوا کې ليکلي خوتراوسه مې ټولګه نه ده برابره کړې  ځکه وايي تشه لاسه ته مې دښمن يې.

اوښكه : كه په اخر كې د اوښكه لوستونكو ته څه ويل غواړۍ نو اوښكه مو په خدمت كې ده ؟

خوږياڼى : مننه ! لوستوونکوته خوصوصاَ دادب مينوالوته زما پيغام دادى چې خپلې ليکنې دې هميشه دنظرلپاره په ويب پاڼو اوهمدارنګه نورو ليکوالانو اوشاعرانوته وړاندي کړې ترڅواصلاح پکې رامنځ ته شي اوهيڅکله دي په دي برخه کې سالمه لارښوونه دځان لپاره غائب نه ګڼي ددوى دپرمختګ لامل کيږي ،هرڅۀ چې ليکي بايد کتابچې ته يې ورسوي اووروسته برې کرکتنه خپله اونورڅوک وکړئ

اوښكه :مينه اومننه چې خپل ارزښتناك وخت مو اوښكه ته وركړ ؟

خوږياڼى : ستاسې څخه هم ډېره مننه اوتاسې دپښتو دخدمت دعا ګوي يم