ښاغلي طاهري دخپل شته ادبي استعدادله مخې په دې توانېدلى چې دشعرپه رنګينه نړۍ كې ډېر ښه وځلېږي،له ښاغلي سره مودزړه خواله كړې چې پيل به يې دښاغلي داشعاروپه يوه بيت سره وكړو چې وايي:

اوردمينې زړه اوځيګر دواړه زخمي کــــــړي دي

د  نوي نور  زخمونو احوال  بيا  در ليږمــــــــه  زه

اوښكه : كه د اوښكه مينه والو ته ځان وروپيژنۍ ؟

طاهري : مننه،زما نوم شکرالله دى طاهري تخلص كوم،په قوم مومنديم . په ۱۳۳۷  لمريز کال کې  دننګرهار ولايت د جلال آباد د ښار په ۱۶ فاميلي  لومړي  ناحيه  کې  زيږيد لي يم.

اوښكه : زده كړه موڅومره كړى اوچيرته موكړى ؟

 طاهري : لومړني زده کړه  مې د عبدالوکيل  په ښوونځي  کې کړي او  بيا د ننګرهارد ليسې څخه  په ۱۳۵۶ لمريزکال   کې فارغ اود ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې  پوهنځي  ته  شامل او  په  کال  ۱۳۶۱لمريزكال کې د همدې  پوهنځي  څخه  فارغ شوي يم .

اوښكه : شعر ته مو په څوكلنۍ كې مخه كړه ؟

طاهري : شاعرانوکې ځان نه حسابوم خوکله چې مسافرشوم په ۱۹۹۴م کال  په ۳۴ کلني کې  مات ګُډ کلام  په ليکلو مې شروع وکړه.

اوښكه :طاهرى صيب ، څنګه مو شعر سره مينه پيدا شوله ،درد ؤ او كه مينه ؟

طاهري : مسافري  جلاوطني دوطن درد، په ليکلو راوستم کله کله چې دادرد مې په زړه جګيږي نو دزړه بړاس پرې باسم.

اوښكه : تر اوسه مو څو شعرونه  ليكلى كه راته وواياست ؟

 طاهري : شعرمې وړاندې هم وويل چې ډېرخوښېږي له ليكلونه مې لوستي ډير دي زه په پښتو او دري دواړوکې شعرليكم او تراوسه تقريبا  ۱۵۰ټوټوته رسېږي .

اوښكه : ايا كوم كتاب مو تر اوسه چاپ شوى دى ؟

 طاهري : نه تراوسه مې کوم کتاب ندي چاپ کړى،خوپه پام كې لرم چې خپله شعري ټولګه دچاپ لپاره چمتوكړم.

اوښكه : خپل چې مو كوم شعر خوښيږي كه راته وواياست ؟

راځي به سباوون

تيريږي به دا توره شپه راځي به سبـــــــــــــــــــــــــــاوون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

هرسختي به تيريږي هرغم چې وي هـــــــــــــــــــيريږي

هر درد به شي آرامه هر زخم بيا  جــــــــــــــــــــــــوړيږي

دهرمرض دوا شته ددنيا په درمـــــــــــــــــــــــــــــــــلتون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

زحمت پسې راحت به حتمې راځـــي په ژونــــــــــــــــــد

بې زحمته څوک ندي ليدلي دژونـــد خــــــــــــــــــــــــوند

هرمشکل ته پيدادي  يــــــــــو لاره دخلاصـــــــــــــــون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

کګليچونو سره سره  منـــــزل وهي کـــــــــــــــــــــاروان

ســــاحل نورښکلي کيږي په موجونو دطــــــــــوفان

دوصل خوند هغه اخلي چې وګـــــــوري بيلتــــــــون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

کله کله ترخه کيږي ژوند اکثر مګر خــــــــــــواږه وي

تل دپاره چې خواږه خوري هغه ژبه بې مـــــــــزه وي

کله خوږ کله ترخه به څکو پدې ګــــــــــــــــــــــــردون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

بهار اوخزان شته دي دژونــــــــــد پــــــــــــــه ګلستان

کله غم کله خادي به راځي په هــــــــــــر انســــــــــــان

طاهري ياره زده کړه د موسم سره سمـــــــــــــــــــــون

بې صبره دې څوک نشي چې ډيرښکلي دي ژوندون

اوښكه : په ننى او پرونى شعر كې څه توپير دى ؟

 دننني اوپروني شعرونوتوپيرالبته ډيردي،که په دې باره کې خبرې وکړوډير زيات وخت به ونيسي  دانسانانو دتکامل سره سره ټولنه ،کلتور،ژبه، هنر اوادب هم تکامل کوي غني کيږي دشعرپه سبکونو کې تغيرات راځي نوي سبکونه ايجاديږي نوښتونه منځ ته راځي لکه : آزاد شعر  ، کره کتنې اوداسې نور.

اوښكه : په شعر او غزل كې څه توپير دي ؟

طاهري : شعر دډيرو ادب پوهانو په نظر يووزمين قافيه وال اومعنا لرونکي کلام دي چې يوخاص جوړښت اوځانله شکل و لري . په پښتوکې داشعارو ډير ډولونه شته چې دځينو نومونه به و اخلو لکه  لنډي، نارې ،کاکړي غاړي، سروکي، نيمکۍ، لوبه ، بګتۍ ، غزلې ، بد لې اونور .

اوپاته شوغزل،غزل هم  يوډول شعردي چې په لغت کې دښځوسره خبروکولوته وايې اوپه ا صطلاح کې دهغواشعارونوم دى چې عشقي مضامين پکې په خوندور او اغيزناک  ډول بيان شوي وي.غزل په يوه وزن او يوه قافيه ويل کيږي اويوه مطلع لري چې نورټول غزل دهغې په وزن اوقافيه راځي او دهربيت په دوهمه مسره کې دسرقافيه راوړل کيږي په غزل کې دعشق ،محبت،بيلتون،،وصال،ښکلااو ښومنظرو اوصاف بيانيږي تصوفي او نور مطالب هم پکښې راتلاي شي  .مونږ  په پښتوکې دوه ډوله غزلې لرو اولسې او عروضي .

اوښكه : په شعر كې بايد كومو نقطو ته پاملرنه وشي ؟

لکه چې مخکې مووويل  په اشعاروکې ډير ډولونه شته چې هريو ځان ته اصول او قواعدغواړي ، يوشاعرهغه وخت يومکمل شاعر جوړيږي چې داټول اصول مراعت کړي  .خوپه ټولوکې بياوزن او قافيه ډيرمهم دي.  ارسطو اوابن سيناپه نظر شعرهغه کلام دي چې د تخيل او شوراغيزې  پيدا کوي ، وزن نه يواځې دا چې دتخيل اغيزې زياتوي بلکه دشعر په ادراک کې آسانتيا راوړي  يو هنري نظم اوتناسب ورته ورکوي . وزن زيرمه يا بنياد اومحورد شعردي چې يوتناسب او يووالي دخوره شووو اجزاوو  په مينځ کې راوړي او ديومنسجم اويوموټي په شکل مخکې کوي  چې ذهن په هغې عادت کوي او سړي په شور او هيجان راځي او دهغې څخه خوند اخلي  .

قافيه هم نه يواځې داچې  دشعر په وزن کې ډير مهم رول لوبوي بلکه يو مکمل وزن د شعر ورته ويلاي شو دقافيې رول اواهميت مونږ دسعدي اورودکې  په لاندې شعر کې چې دواړه په يووزن کې ويل شويدي  ګورو د رود کې د شعر تاثيردقافيې دزورپه اساس اوريدونکو باندې  زيات اغيزه کوي  .

اوښكه :طاهرى صيب ، كه په اخر كې خپل يو شعرراته وواياست ؟

غزل

هرچيرې چې وړي ظالم قسمت ورسره ځـــــــــمه زه

چيرته  چې راځي  ساحل  کشتيۍ  به پارومـــــــــه زه

موج  دې د غمونو  که بيا راغي  او بيتابه کـــــــــړم

سيند  به يو د اوښکو د سيلاب بيا   جوړومــه  زه

اوردمينې زړه اوځيګر دواړه زخمي کــــــړي دي

د  نوي نور  زخمونو احوال  بيا  در ليږمــــــــه  زه

څوپورې چې رانکړې دمينې خيرات خــوږ  آشنا

داسې  پخپل غاړه  يو کچکول  به  ګــــرځومه  زه

ستا په مخ بيا ښکاري راته ستوري د رڼا او بخت

يو  ځل  بيا  ددې  قسمت  طالع  به  جنګومــــه  زه

کله  به  رسيږي  طاهري  په کام  د زړه يــــــــــا رب

څو پورې  په ټال  د خيال  آرزو  به زنــــــــګومه زه

 اوښكه :طاهرى صيب  مننه چې موږته مووخت راكړ ؟

طاهري : داوښكه وېبلاك دټولو کارکونكي اولوستونکوڅخه مننه، برياليتوب مو غواړم.