كوه د مينې او د الفت خبـــــــــــــــري

نه آوري ځوان د نصيحت خبــــــــري

 

د آئينه زړونو صحبت كړه اختيــــار

هلته به زده كړى د حيرت خبــــــــرى

 

پښتنه مينه مې شريك نه منـــــــې

كوه د ننګ او د غيرت خبـــــــــــــري

 

ما چې كچكول د تمنا كړو مـــــــات

اورمه ستا د سخاوت خبـــــــــــــــرى

 

خبرى ډيرى سر يې يو حمـــــــــــــــــزه

چې خرڅى نه كړي په دولت خبــــري