زه مسافر شوم
زه مسافر شوم
ګرانې مجبورى مې وه
ډيره غريبى مې وه
در په در خاورې په سر شوم
له دى كلې نه بهر شوم
زه بدنام شوم غريبۍ كې
او ستا مينې مسافر كړم
ماته پيغور كيدو له كلى
چې ته غريب هغه مالدار دى
ته بې كوره د هغوى اوس تاج محل دى
ماته له خپله ځانه ګران يې
زما هم ته بس يو ارمان ىې
خو !
زه مسافر شوم !
زه ستا د مينې حاصلولولپاره لاړم
په لوړو غرو باندې پناه شوم
خو ستا په زړه كې زه هميش يم
زما په زړه كې ته هميش يې
هغه وايې كنه !
څوك په رضا د ملكه نه ځى
يا ډير غريب شي يا د يار له غمه ځينه
زه مسافر شوم ،زه مسافر شوم
+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې