غزل (نور جهاني)

يوه لحظه دي مخ ته ودرېدم خداى په امان

پردېسو هيلو ته مي وژړېدم خداى په امان

زه لكه اوښكه بيا مي تمه د راتللو نسته

پر ښايسته باړخو دي ورغړېدم خداى په امان


كه مي غرور كه مي ځواني وه نذرانه مي كړله

پښو ته دي ولوېدلم و رژېدم خداى په امان

ستا د شغلې بلاګردان سوم د پتنګ په رسم

تر سر دي وګرځېدم وتپېدم خداى په امان

ستا د نامه مينه مي وكرل د مرګ تر پولو

د دار په پړي درته ونڅېدم خداى په امان

پر سر مي بلي كړې لمبې چي لاري وركي نه كم

چېرته پردي ولات كي وسوځېدم خداى په امان

زه د ګلونو په بستر كي نصيب نه منلم

لكه شبنم درڅخه وغورځېدم خداى په امان

پوه سوم چي نوري مي د پلونو نخښي پاته نه دي

زه لكه سيورى دلته وهستېدم خداى په امان

بيا به مي نوم د چا ماشوم خوبونه نه زنګوي

لكه كيسه له ياده ووتلم خداى په امان

نور جهاني ستا د محفل د يادولو نه دى

يوې برېښنا په شاني وځلېدم خداى په امان


غزل

ته شبنم شه د نرګسو، زه به اوښکه توپاني شم

ته رنګينې ورېځې راوړه، زه به مينه باراني شم

 ته دې سترګې کړه راغبرګې، مړينه ژوبله دې زما وي

تيز ناوک دې راګوزار کړه، زه به موخه صيادي شم

 که دې زړه راڅخه وکيښ، که دې ړوند کړمه په سترګو

که دې سا کړه راته ګرانه، پر ډېوې به دې ستي شم

 زه به ژوند درنه واری کړم، خپل وجود به درلوګی کړم

که دې زړه په لاس کې راکړ، زه بسمل به شيدايي شم

 که د هجر په روژې دې، نرۍ مياشت ووځي د وصل

پر کعبې به دې راتا و شم، يو اذان به بلالي شم

 هيله مه ماتوه ګوره، د ټول ژوند متاع مې دا ده

که اميد دې رانه واخيست ، زه به ځان ته تباهي شم

غم د زړه مې دومره ډېر دی، چې يې وچه کړه را ژبه

که نه بڼ کې د اشعارو، زه "لامع" به "جهانی" شم