استعداده؛ ستا د قتل بازار تود دی

په دې سيمه کي د کرکي روزګار تود دی

زوړ محل چي مي اباد کړلو په مينه

د وحشت باندي پر څه اوس يلغار تود دی


ذايقه او مېکده به څنګه ورکړي

چي په وينه د ساقي يې خمار تود دی

د قربت د لاري ور يې ورتړمه

دچا زړۀ چي تل د بل په ازار تود دی

د سړې افسانې وخت لمن کړه ټوله

حقيقت دی راختلی کردار تود دی

څه دي خيال دی د ړندو سترګو موريده؛

د تنکي پير په حلقه نن دربار تود دی

ستا د هجر تر بې شمېره ماښامونو

د وصال ښکلی منظر او سهار تود دی

له ذاهد څخه په پټه دا پوښتمه

پايزېبي شرنګ او که پړی د دار تود دی؟

د زخمونو خولې مي وازي ستا ثنا ته

دي نيولي په دې نيت چي انکار تود دی

د ضمير پر سپينه پاڼه سور تحرير مي

ازانګې پاشي غوږو ته کشتيار تود دی

طرفدار چي د يوې خبري زه سوم

ځکه يؤ ياد مي پر زړۀ د نګار تود دی

نه دي عقل نه دي نکل ته محتاج يم

تش د ميني و نظر ته مي څار تود دی

دا سيالي نه ده عادله؛ بدبختي ده

چي په وير کي د خپل ورور دي سيتار تود دی