دنړۍ په کچه ترټولوکوچنی موټرنندارې ته واړاندي شو(انصاري)
دبرتانيې په پلازمېنه لندن کي دنړۍ په کچه ترټولوکوچنی موټرپه« ریلې »موزیم کي «دبېلیواټ اورناټ »په نوم نندارې ته وړاندي سو.دبرتانوۍ ورځپاڼي په خبره نوموړی موټر په کال 1963م او1964م کي د«پیل »موټرجوړوني شرکت له خواجوړسوچي په اول ځل یې یوازي 50دانې موټران جوړکړل،په همهغه وخت دیوه موټرقیمت یوازي 200پونډه وو،ولي اوس ددې موټرقیمت له 35 زره پونډه څخه تر 500زره پوري رسيږي داموټرچي 3څرخه (ټیرونه)اویوه دناستي څوکۍ لري ځانګړنه یې له نوروموټرانوڅخه داده چي پرتنګولاروتګ کولای سي
یادسوی موټر یوه دروازه،یو څراغ اویوښیښه پاک لري .دبرتانوۍ ورځپاڼي په خبره دا«پې 50»نوم لرونکی موټر په نړۍ کي ترټولووړوکی موټردی .
+ نوشته شده در ساعت توسط شمشاد سالارزی
|
قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې