تــا كــه پـــه رنـــجو او سلايي كرښې راښـــــكلي دي

ما د زړه له پاسه پــه اغــزي كــــرښې راښــــــكلي دي

هــېچرته مــې نه لــګي تلــى تــــــندى بې برخـــــــې يم

وخت راله څه داسـې په تندي كــرښې راښـــكلي دي


هر سړى واى زه يـــم، دا زمـــا ده، دلـــــته مــــــه راځه

دلته خپل طرف ته هر ســـړي كــــرښي راښكـــلي دي

هر سړى د دغې كور، دعوه كوي چې خپل مــــې دي

چا يــې پــه دېوال چا پـه بوتكي كرښې راښكلي دي

كلي ته يې يوســـئ دلــته زړونــه ښكـــلي نـه اخـــلــي

ښار كې په فوټــپات يو لېوني كرښـــې راښكلي دي

هرڅــه چې وي ويې ګورئ زما د وطن نــــــوم بـــه وي

مــا په خــړ خــيبر باندې وختي كرښې راښـــكلي دي