سپين کفن کې بنديوان يم که مې ګورې

څــــــولحــظې لاپـه جهان يم که مې ګورې

 

کټ مـــــې څـوتنواخيستى درنه وړې مې

تورلــــــحد خـــواته روان يم که مې ګورې

 

که دريادشــــــــــــومه تصويرلره مې ګوره

ډک له اوښکويوګريوان يم ګه مې ګورې

 

په ژونـــــــدون مې  چې داستاتلاش کولو

اوس مــړشوى په ارمان يم که مې ګورې

 

په مـــــــزاربانــــدې مې سپينه جنډه رپي

خـــوږيـانى داستاجانان يم که مې ګورې

www.ataullah.blogfa.com

a.khogyani@gmail.com

ataullah_ajz@yahoo.com

 

د غزل راليږلو څخه يې يوه نړۍ مننه : اوښكه