كور پاڼه


()ستاله سترګونه چې راشي اننګوته *کاش چې دغه خوش قسمته اوښکه زه وای*()
د قربانۍ اختر (عبداللطيف )

د اسلام په مبارك دين كې د نړۍ مسلمانانو لپاره لوى خداى (ج) دوه اخترونه لورولي او پېرزو كړي دي چې يو يې كوچنى اختر او بل يې لوى اختر دى د كوچني اختر د نمانځنې مراسم د روژې د مباركې مياشتې د پاى ته رسيدلو سره سم پيليږي چې د اختر لمونځ د سهار په اته نيمو او نهو بجو په اخلاص او پاكۍ سره ادا كيږي، له هغې نه وروسته مسلمانان يو،بل ته د اختر مباركۍ وركوي  او يو د بل كورته ورځي په يوه دسترخوان سره كښيني په گډه سره ميوې او دانې خوري او په دې توگه د تېرو وختونو خوابديو ته د پاى ټكى ايښودل كيږي په اخترونو كې چې درې ورځې دوام كوي په كور او كلي كې ځانگړې ميلى هم پيل كيږي،كوچني ماشومان،زلميان د خپل كور او كلي په ځانگړو ځايونو كې د راز راز لوبو په سرته رسولو كې د زياتې خوښۍ او خوشحالۍ احساس هم كوي. او په دې توگه د اختر ورځې په زياتې خوښۍ سره سرته رسوي، د كوچني اختر پسې لوى اختر راروان وي او زموږ مسلمانان حاجيان د حج د فريضې د ادا كولو لپاره بيت الله شريف ته ځي او د حج مراسم پر ځاى كوي چې د حج د مراسمو د ترسره كولو نه وروسته خپلو هېوادونو ته راستنيږي د لوى اختر د لمانځه د اداكولو سره جوخت د قربانۍ مراسم ترسره كيږي.

او په هغه چا چې ذكات فرض شوى وي قرباني هم ورباندې واجب گرځېدلې ده چې بايد سرته يې ورسوي.

د قربانۍ لپاره د اختر درې ورځې ټاكل شوي دياو هغه د دې لپاره دي كه چا د ورځينو سرگردانيو له مخې د قربانۍ څاروي د اختر په ورځ نه وي تر لاسه كړي په همدغو درې ورځو كې كولاى شي چې څاروي واخلي او يا د چاسره په غوايي،اوښ او مېښه كې ځان شريك كړي او په دې توگه خپله قرباني په ډيرې پاكۍ او امانت سره سرته ورسوي او د بېوزلو او غريبانو كسانو خيټې دې ورباندې مړې كړي.

دا هغه قرباني ده چې د حضرت ابراهيم (ع) د اتلوالۍ ازموينې په بركت د مسلمانانو په برخه شوې ده چې په هر كال كې يو ځل د څارويو په ذبحه كولو باندې د لوى خداى(ج) رضا تر لاسه كوي.

او بېوزلي كسان ورباندې په خېټو مړيږي.نو ځكه په كار داده چې د قربانۍ مراسم د خداى (ج) د حكمونو سره سم ترسره شي او د غوښو په ويش كې د هيڅ ډول لحاظ مراعت او خپلوۍ پالنې نه كار وانه خيستل شى. په هغو مسلمانانو چې د قربانۍ توان اووسه لري او قربانۍ ورباندې واجب گرځيدلې ده په دې مكلف  دي چې د لوى اختر د لومړۍ ورځې د اختر د لمانځه نه وروسته د قربانۍ چارې تر لاس لاندې ونيسي او كه چيرې يې څاروى نه وي پيدا كړى نو بيا د اختر په دوه او درېيمه ورځ هم كولاى شې چې د قربانۍ مراسم تر سره كړي او د ذبحې او قربانۍ چارې په زياتې پاكۍ او سپيځلتيا سره سرته ورسوي.تر څو د لوى خداى(ج) د رضا سبب شوې وي.

دا د هر مسلمان دنده ده چې د خپل توان سره سم قرباني وكړي او د قربانۍ په غوښو باندې د غريبو او بېوزلو كسانو نسونه ماړه كړي او د لوى اختر دغه مباركې ورځې په ډكو نسونو باندې تيرې كړي.

د قربانۍ غوښې د اسلامي لارښوونى سره سم بايد په درې برخو باندې وويشل شي او له درې برخو نه يې يوه برخه په برابره توگه په مسكينانو او غريبانو ويشل د دوى مسلم حق گڼل كيږى نو ښه دا ده چې د دوى د حق په وېش كې د عدالت زړه سوي او مهربانۍ نه كار واخلي او كومه غوښه چې دوى دځان لپاره بېله كړې په هماغه شان يې په غريبانو باندې هم وويشي او له دې لارې د خپل توانا خداى (ج) رضا تر لاسه كړي.

ليكوال: شمشاد سالارزی ׀ تاریخ: ׀ موضوع: ادبي ليكنې او خبرتياوې ׀

بلاګ په اړه

قدرمنولوستوونکو،سلامونه اونيکې هيلې

داوښكې

ويبلاګ هــــــــڅه کوي چې

تاسو قدرمنولوستوونکو،ته داسې مطالب

چمتوکړي چې تاسو علمې تنده پري ماته شې

نو که دي اوښكې

ويـــــــــبلاګ په اړه نظـــــــــرونه لــــــــــــرې

مونږته يـــــــې په دي پـــــــته ،راولـــــــيږي

shamshad.salarzai@gmail.com
د
اوښكې
ويبلاګ ستاسو هرقسم مرستې ته اړتيالري ؟


بلاګونه

د مطالب لپاره لټون


شمشاد سالارزی

دالله (ج) نومونه


ارواښاد خاطر افريدي


Designer


2009 1388 © All Rights Reserved to okhka.Blogfa.com / Theme by: okhka